لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دچین په مفاداتو بریدونه،خو افغان طالبان غواړي دسي پیک برخه شي


افغان طالبانو د چپن،پاکستان اقتصادي پروژې دبرخې جوړيدو خواهش په داسې وخت کې څرګند کړى چې پاکستان کې چينايي وګړو باندې حملو کې زياتوالى راغلى دى.

دپاکستان حکومت داسو کې دچينايي وګړو انجينرانو په بس دځانمرګي ذمه واره افغانستان کې پناه لرونکې لاقانونه تندروه ډله تحریک طالبان پاکستان ګرځوي.

د چين دحکومت ترڅنګ دپاکستان د پارليمان دسي پيک په اړه کميټي هم دچينايي وګړو په تحفظ انديښنې ښايي او د کميټۍ غړى طاهر بزنجو ويره لري چې د افغان طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ دتړاو له امله راتلونکي کې هم پاکستان کې چينايي وګړي په نخښه کیدای شي.

د تيرې دوشنبې په ورځ کابل کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تکرار کړې ده چې دوئ به افغان خاوره د پاکستان يا بل کوم هيـواد په ضد کاريدو ته نه پريږدي.

هغه وويل افغانستان د چين اؤ پاکستان داقتصادي پروژې دبرخې جوړيدو خواهش لري.

هغه دا خواهش په داسې حال کې ښکاره کړی چې د تيرې جولايي دمياشتې راهسې پاکستان کې دمېشت چينايي وګړو په ضد داسو، کراچى او ګوا در کې د ترهګرۍ درې لویې پېيښې رامنځته شوي چې پکې يو شمير چینايي او پاکستاني وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.

دپاکستان حکومت داسو کې دچينايي انجينرانو په بس دشوي ځانمرګي برید ذمه وار افغانستان کې ځالې لرونکې لاقانونه ډله ټي ټي پي ګرځوي.

په دې وروستیو کې دپارليمان دسي پيک کميټې غونډې هم دچينايي وګړو په ضد په کيدونکو حملو انديښنې ښودلې وې.

بلوڅ ملت پاله نيشنل ګوند سره تړاؤ لرونکی ديادې کميټې غړى سينيټر طاهر بزنجو ويره لري چې د افغان طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ دتړاو له امله پاکستان کې سي پيک يا نورې چينايي پروژى به خوندي نه وي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وويل داخبره باوري ده چې افغانستان به راتلونکي کې هم د اړي ګړي ښکار وي او دغلته موجود داعش، ټي ټي پي او نورې ډلې به پاکستان کې د چينايي پروژو او دپاکستان دسلامتيا لپاره ګواښ وي.

د چين حکومت هم خپلو وګړو باندې شوؤ حملو ته غبرګون کې د دوئ دحفاظت په هکله انديښنې لري.

اسلام اباد کې دچين سفارتخانې پاکستان کې ميشت چينايي وګړو ته دبي ځايه ګرځيدو نه د ډډې کولو وینا کړې ده او چين دپاکستان حکومت څخه دې حملو کې ککړ تنانو ته دسزا باوري جوړولو غوښتنه هم کوي.

بل اړخ ته د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد د سي پیک پروژه کې د طالبان دشاميليدو د خواهش هر کلى کړی دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG