لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو لنډمهاله کابینه اعلان کړه، ملا حسن وزیراعظم او ملا برادر مرستیال وزیراعظم


واشنګټن ـــ. طالبانو د افغانستان تر کنټرول او اوږده ځنډ وروسته خپله لنډمهالې کابینه اعلان کړه، چې ملا محمد حسن اخوند یې به یې رئیس الوزراء یا وزیراعظم، ملا عبدالغني برادر به د هغه لومړی مرستیال او مولوي عبدالسلام حنفي دویم مرستیال وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په کابل کې خبري غونډې ته په وینا کې خپل حکومت "اسلامي امارت" وباله او خپله لنډمهالې کابینه یې اعلان کړه چې 33 تنه پکې شامل دي او ټول د دې ډلې کسان دي.

د دې لنډمهالي افغان حکومت په کابینه کې مولوي محمد یعقوب د دفاع سرپرست وزیر، سراج الدین حقاني د داخله چارو سرپرست وزیر، مولوي امیر خان متقي د خارجه چارو سرپرست وزیر او ملا عبدالحق وثیق د عمومي استخباراتو سرپرست وزیر ټاکل شوی دی.

پاته کابینه په دې ډول ده:

ملا هدايت الله بدري د ماليې سرپرست وزیر

شېخ مولوي نورالله منير د تعلیم سرپرست وزیر

ملا خير الله خيرخواه د اطلاعات او کلتور سرپرست وزیر

قاري دين محمد حنيف د اقتصاد سرپرست وزیر

شيخ مولوي نور محمد ثاقب د حج او اوقافو سرپرست وزیر

مولوي عبدالحکيم شرعي د عدليې سرپرست وزیر

ملا نورالله نوري د قبايلو او سرحداتو سرپرست وزیر

ملا محمد يونس اخندزاده د کلیو د پراختیا سرپرست وزیر

شیخ محمد خالد د دعوت ارشاد امر بالمعروف او نهی عنی المنکر سرپرست وزیر

ملا عبدالمنان عمري، د ټولګټو وزارت سرپرست

حاجي ملا محمد عيسی اخند، د معادن او پطروليم وزارت سرپرست

ملا عبداللطيف منصور د اوبو او بجلۍ سرپرست وزیر

ملا حميدالله اخندزاده د ټرانسپورټ او هوابازۍ سرپرست وزیر

مولوي عبدالباقي حقاني د لوړو زدکړو سرپرست وزیر

مولوي نجيب الله حقاني د مخابراتو سرپرست وزیر

حاجي خلال الرحمن حقاني د مهاجرينو سرپرست وزیر

حاجي محمد ادريس د افغانستان بېنک سرپرست

مولوي احمد جان احمدي د چارو د ادارې سرپرست

ملا محمد فاضل مظلوم د دفاع وزارت مرستيال

قاري فصيح الدين د پوځ مشر

شېر محمد عباس ستانیکزی د بهرنيو چارو وزارت مرستيال

مولوي نور جلال د کورنيو چارو وزارت مرستيال

ذبيح الله مجاهد د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستيال

ملا تاج مير جواد د استخباراتو د رياست لومړی مرستيال

ملا رحمت الله نجيب د استخباراتو د رياست اداري مرستيال

ملا عبدالحق اخند د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د کورنيو چارو وزارت مرستيال.

نورو وروسته...

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG