لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او جاپان په روس تازه بندیزونه ولګول، کرملین وایي پوټین له ټرمپ سره لیدو ته تیار دی


امریکې او جاپان د جمعې په ورځ په روس باندې نوي بندیزونه ولګول چې مقصد یې د اوکراین خلاف جګړې لپاره د روس د مالي‌ وړتیا محدودول دي. بلې خواته کرملین وایي صدر ولادیمیر پوټین تیار دی چې له واک سمبالولو سره سم له ډانلډ ټرمپ سره خبرې وکړي.

د امریکې دغه تازه بندیزونه د خزانې وزارت لګولي چې په یو وخت د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ هم اعلان کړي او مقصد یې د انرجۍ له پیداواره د روس د تر لاسه کېونکې ګټې کمول دي او د روس د تېلو پیدا کوونکې دوې لویې ادارې ګازپروم نیفټ او سورګوت نیفټ ګېس په نخښه کول دي.

په دغو بندیزونو کې تر 200 ډېرې ادارې او کسان شامل دي چې د روسي تېلو د سوداګرو، په روس کې د تېلو د چارو د چمتو کوونکو او د روس د انرجۍ د چارواکو په ګډون هغه کسان پکې په نخښه شوي چې د انرجۍ له څانګې سره تړلي دي.

امریکې 180 تېل وړونکې کښتۍ هم د "بلاک شوي ملکیت" په توګه نومولې دي، وایي په دوی کې زیاتې یې د روس د هغو "نامریي بېړیو" برخه دي، چې په پټه په ټوله نړۍ کې د روسي تېلو د لېږدولو لپاره کارول کیږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مرستیال سلاکار دلیپ سینګ په یو بیان کې وویل، "دا اقدامات به په ګډه د کریملین د جګړې له منځه هره میاشت اربونو ډالر باسي او دا به د خپلې بې معنا جګړې د دوام لپاره د ماسکو لګښتونه او خطرونه زیات کړي".

د جاپان د کابینې مشر سیکرټري یوشیماسا هایاشي هم د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې ټوکیو د هیواد د بهرنۍ زرِمبادله او بهرني تجارت د قانون له مخې د شمالي کوریا د یو وګړي په ګډون د 33 تنظیمونو او 12 کسانو شتمنۍ کنګل کوي.

د روس، چین او نورو هیوادونو 53 نور تنظیمونه هم د صادراتو یا برآمداتو له بندیزونو او دې ته ورته نورو اقداماتو سره مخ شول.

ښاغلي هایاشي وویل جاپان دا اقدامات د روس د جګړې په هڅو کې د شمالي کوریا د ملاتړ خلاف او له پخوانیو بندیزونو د ژغورنې لپاره د روس له خوا د دریمو هیوادونو د کارولو په جواب کې اخیستي دي.

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د امریکې او جاپان د دغو تازه بندیزونو هرکلی کړی او د دواړوه دغه اقدامات یې د روس د جګړې کولو وړتیا ته "یو مهم ګوزار" بللی دی.

ماسکو دغو بندیزونو ته یو مختلف غبرګون ښکاره کړی دی. د جمعې په ورځ د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل، د بایډن تلونکې انتظامیه د بندیزونو له لارې هڅه کوي د روس او امریکې تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه "تر ټولو زهرجن میراث پریږدي".

ټاکل شوې ده چې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ په 20مه د امریکې د 47م صدر په توګه د دویمې نامسلسل دورې لپاره سوګند یا لوړه وکړي.

منتخب صدر د صدارتي ټاکنو د کمپېن په مهال او د تېر کال له صدارتي ټاکنو وروسته په وار وار ویلي، کولای شي د روس او اوکراین ترمنځ جګړه ژر پای ته ورسوي، خو نوموړي تر اوسه په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، "صدر [پوټین] په وار وار ویلي هغه د ډانلډ ټرمپ په ګډون د امریکې له ولسمشر او نړیوالو مشرانو سره تماس نیولو ته چمتو دی".

تر دې مخکې ټرمپ د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، له پوټین سره د لیدنې پلان د جوړېدو په حال کې دی. د امریکا منتخب صدر د فلوریډا په مارلاګو کې په خپل کور کې وویل:

"صدر پوټین غواړي ملاقات وکړي او موږ به [دا لیدنه] پلان کړو او موږ باید جګړه پای ته ورسوو".

کرملین د خبرو له لارې د ستونځو د حل لپاره د ټرمپ د چمتووالي هرکلی کړی. د کریملین ویاند پیسکوف دا هم وویل چې ماسکو له امریکایي لوري سره د خبرو لپاره کوم مخکیني شرط نه لري.

ټرمپ هیله لري چې په اوکراین کې جګړه په ارامه او چټکۍ سره ختمه کړي او دا اقدام به کیف دې ته اړ کړي چې داسې یو تړون ته غاړه کیږدي چې د ماسکو په ګټه وي.

روس د 2022م کال په فرورۍ کې پر اوکراین پوځي یرغل پیل کړ، له هغه وروسته د خپلو متحدینو په ګډون امریکې له کیف سره په لسګونو اربه ډالره پوځي مرسته کړې ده.

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي ویلي، د لوېدیځو هېوادونو له مرستې پرته به د روس خلاف جګړه ونه ګټي. زلنسکي ټینګار کړی ټرمپ باید د هغه د وړاندیز "امن د طاقت په وسیله" ملاتړ وکړي او د جګړې د ختمولو لپاره یې د هر تړون د یوې برخې په توګه له لوېدیځ او نېټو د ځانګړو امنیتي ضمانتونو غوښتنه کړې ده.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات اې پي، رویټرز او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي‌ دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG