لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښايي امریکې د کابل په بريد کې په تيروتنه د داعش په ځای مرستندويه کار کوونکی په نخښه کړی، راپور


د امريکې نيویارک ټايمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ ويلي، په ويډيوي څيړنه کې ښکاري چې ښايي امریکې په افغانستان کې کوم وروستی هوايي برید کړی په هغې کې په غلطۍ سره د داعش د جنګیالو په ځای مرستندويه کار کوونکی په نخښه کړی، په کوم بريد کې چې لس تنه ملکي وګړي وژل شوي وو.

د امریکې د دفاع وزارت د دغه بريد په اړه ويلي وو، په 29 اګست د امریکايي ځواکونو د افغانستان نه وتلو يوه ورځ وړاندې، په ډرون برید کې د داعش ډلې پلان برید شنډ کړی شوی وو.

خو د کابل اوسېدونکي اېمل احمد مخکې اې اېف پي خبري ادارې ته ویلي، په برید کې لس تنه چې د هغه پېغله لور، ورېرونه، ورېرې او ورور ازمری احمدي چې د ټېکسي ډرايور وو، پکې وژل شوي وو.

نيويارک ټايمز چې د امنیتي کېمرو ويډيو يې څيړلي، ويلي يې دي امریکايي پوځ ښايي چې ازمری احمدي او د هغه ملګری ليدلي چې د اوبو کڅوړې ډکوي، او د خپل مالک دپاره لېپ ټاپ را اخلي.

د ازمري احمدي خپلوانو ويلي چې هغه (احمدي) د کیلیفورنيا موقعيت لرونکې مرستندويه اداره کې اليکټريکل انجينير وو او د هغو زرګونو په شمېره کې افغانانو د ډلې څخه يو وو چې په امریکا کې د استوګنې دپاره خواست کړی وو.

امریکايي چارواکو ویلي وو د ډرون د بريد وروسته ښکارېده چې په ګاډي کې بله چاودنه شوې وه.

نيويارک ټايمز ویلي د بلې چاودنې کوم شواهد نه دي ترلاسه شوي.

اېمل احمدي اې اېف پي ته د لسو تنو ملکي وګړو د وژلو ویلي خو امریکايي چارواکو منلې وه درې ملکي وګړي وژل شوي او ویلي يې وو د بل برید مخه يې نيولې وه.

د پېناګون ویاند جان کربي ويلي، د امریکې مرکزي کمانډ د دغه هوايي بريد ارزونه کوي او په پوځي عملياتو کې د دې نه بل مشکل کار نشته چې د ملکي وګړو د وژنو مخنيوي وشي.

هغه د امریکايي جنرل خبره ورياده کړې چې څنګه چيرمېن مارک میلی ويلی، دغه برید د غوره استخباراتو په بنياد وو، او دوی اوس هم یقين لري په دغه برید کې يې په هوايي اډه د موجودو امریکايانو ښځو او سړو ته چې د کابل په هوايي اډه يې کار کولو، د ورپښې خطرې مخه نيولې وه.

نيويارک ټايمز ويلي، په دغه سهار داعش د راکټي بريدونو زمه واري منلې وه او دغه راکټې د ازمري احمدي د ټويټا موټر په څېر ګاډي نه داغل شوې وې.

د براون پوهنتون د اپرېل د مياشتې د څيړنې ترمخه د 11 ستمبر 2001 د بريدونو وروسته په پېل کړی شوې جګړه کې د 71زرو نه زيات افغانان او پاکستاني ملکي وګړي وژل شوي او په کال 2017 کې چې صدر ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې د ماموریت قوانين نرم کړي د هغې وروسته دغه وژنې سېوا شوې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG