لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان: د طالبانو سره يرغمال کسانو د حکومت نه غوښتي د خوشي کېدو اقدامات دې وکړي


د شمالي او جنوبي وزيرستان نه څو مياشتې مخکې د تښتول شوو کسانو يوه ويډيو مخې ته راغلې چې پکې دغو کسانو د حکومت نه غوښتنه کړې چې ژوند یې د خطر سره مخ دی د دوی د خوشي کولو دپاره دې اقدامات وکړي.

د جنوبي وزیرستان د مکين قلندر کلي نه د کال 2020 د اکتوبر په لسمه نېټه د اېس ار اېس پي په نوم غېر دولتي ادارې دوه انجينيران تښول شوي وو او هغه وخت يې چا يې زمه واري نه وه منلې.

وروسته د روان کال د فرورۍ په مياشت کې د شمالي وزیرستان د شوه تحصيل نه شپږ کسان تښتول شوي چې پکې يو انجينير همايون داوړ او يو وکيل عتيق داوړ هم شامل وو.

ميډیا ته په ترلاسه شوې ويډيو کې ليدل کيږي چې دغه کسان په يو ځای کې ناست دي خبرې کوي او په پټ مخ وسله په لاس کسان ورسره ولاړ دي.

تښتول شوي کسان د حکومت نه غوښتنه کوي چې دوی وژغوري. د دوی ژوند په خطر کې دی څو ورځې وړاندې له دوی نه یو کس وسله والو وژلی او دوی ته ویل کیږي که حکومت یې غوښتنې نه مني دوی به هم اوژني

د طالبانو غوښتنې مالومې نه دي خو د دغه کسانو یو ویډیو په 15 جولایې مخې ته راغلې وه او هغه وخت د طالبانو ايشين ټايګر نومې تنظیم د دغو کسانو تښتول منلي وو.

د شمالي وزيرستان نه تښتول شوو کسانو دپاره وخت په وخت احتجاجي مظاهرې هم شوي دي.

د شمالي وزیرستان نه د تښتول شویو کسانو کورنیو له حکومت غوښتنه کړې ده چې د هغوی د کورنیو دتښتول شوو کسانو د خوشې کولو هڅې دې وکړي.

د پولیسو وینا ده چې په تښتول شویو کسانو کې د میرعلي اوسېدونکی د ځايي حکومت یو چارواکې انجینیر همایون داوړ، وکیل عتیق داوړ، شهنشاه داوړ، د میرامشا اوسېدونکی د صحت محکمې یو چارواکی مسود رحمان، د ایبټ اباد اوسېدونکی انجینیر حمزه او د میانوالي یاسر عباس شامل دي.

پولیس وایي د دغو کسانو د راخوشې کولو لپاره هڅې روانې دي او په سیمه کې د پولیس، ملیشې او فوج لخوا شریک چاڼ عملیات ترسره کیږی.

د میرعلي د خدي کلي اوسېدونکي کمال شاه وي او ای ډیوه ته وویل په تښتول شويو کسانو کې د دوی د کورنۍ درې غړي شامل دي چې یو یې کشر ورور شهنشاه داوړ او دوه یې د تره زامن همایون داوړ او وکیل عتیق الله دي. چې پکې شاهین شاه تیره اونۍ د وسله والو قید نه خوشی کړی شوی دی.

هغه وویل دوی د چا سره کومه دښمني نه لري او نهه میاشتې وشوې چې تښتول شوي دي.

هغه زیاتوي په سیمه کې دحکومتي او امنیتي چارواکو لخوا هره ورځ دوی ته د تښتول شوو کسانو د خوشي کیدو باور ورکړل کیږي خو د خوشي کیدو لپاره یې تر اوسه کوم کوټلي ګامونه نه دي پورته کړی شوي.

هغه وایي کورنۍ یې د سختې پریشانۍ سره مخ ده او حکومت دې د دوئ خوشي کیدو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

دغه کسان د فرورۍ په 21مه د شمالي وزیرستان شوه تحصيل نه تښتول شوي وو .

د دې پیښې نه وروسته د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم دا موضوع پارلیمان کې راپورته کړې وه او د قامي اسمبلې سپیکر په دوه اوونیو کې دننه دپیښې رپورټ د صوبې حکومت نه غوښتی وو خو محسن داوړ وايي تر اوسه رپورټ پارلیمان ته نه دی وړاندې کړل شوی.

وي او ای ډیوه ته محسن داوړ وویل چې د دوی د تښتونې تر شا چې څوک هم دي خو دوی به یې غوښتنه په سیمه کې د موجودو حکومتي او پوځي چارواکو نه کوي.

وي او اي ډیوه په دې اړوند ځائي انتظامې او د پولیسو مشرانو (مرستیال کمشنر او ډي پي او) سره د تماس هڅه وکړه خو د هغوی ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

د محسن داوړ په وېنا دوی دغه مسله په هر ځای کې راپورته کړی خو د دغو کسانو د خوشي کېدو دپاره هیڅ اقدامات ونه شو.

خو يو حکومتي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ډیوه ته وویل د دوی د خوشي کولو هڅې روانې دي په سیمه کې امنیتي چارواکي د هغوی د خوشي کولو لپاره چاڼیز عملیات کوي او استخباراتي مالومات راجمع کوي.

هغه وویل دوه ځله جرګه د پولې پورې غاړې افغانستان ته لیږل شوې چې پکې درې کسان خوشي کړې شوې هم دي.

د قبايلي ضلعې پوليس په وروستیو کې ويلي وو د تښتول شوو کسانو د خوشي کولو دپاره اقدامات کوي چې مالوم يې کړي او هغه دعوه کړې وه دوی هڅې کوي چې د اختر نه وړاندې دغه کسان راخوشي کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

غزه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې فلسطیني صحافیان وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG