واشنګټن ـــ د وايس اف امريکا د رپورټ تر مخه هندي امنيتي ادارو منلې د دوی تر ولکې لاندې کشمير کې هغه په زرګونو خلک چې اکثره مزدورکاره او غير کشميريان هندي وګړي دي د هغه ساحو نه شپه په شپه ويستلي او په سلګونو نور تښتېدلي چرته چې دوی د کشميري وسله والو د هدفي وژنو ښکار کېدلی شي.
رپورټ ليکي يواځې د اکتوبر په مياشت کې تر اوسه پورې 11 تنه د وسلوالو په حملو کې وژل شوي، وایي پينځه پکې هندوان او سيکان هم دي چې عام وګړي دي خو غير کشميريان دي او په هدف شوي.
هندي چارواکو پاکستان ته دړکه ورکړې چې د کشميري ترهګرو ځايونه به په ځانګړو هدفي بريدونو کې په پاکستان کې په نخښه کوي خو پاکستان وايي د تېر په څېر به د دې مخنيوي ته چمتو وي.
هند تېر کال هم د پاکستان د پښتونخوا صوبې په بالاکوټ غریزه سيمه کې هدفي ګزارونه کړي وو او دعوه يې کړې وه نزدې 300 ترهګر يې وژلي خو د پاکستاني چارواکو تر مخه په بالاکوټ کې يې نښترې ويشتلې وې. البته پاکستان د هند يو جنګي جاز راغوزولی وو او پايلټ ابي نندن يې ژوندی نيولی وو چې وروستو يې بيا هند حواله کړو.
د افغان طالبانو واکمني د کشمير د شخړې سره څه ريښه لري؟
که هر څو هم واکمن افغان طالبان وايي د نړۍ سره ژمنه کوي د دوی تر ولکې لاندې افغانستان به د بل هېواد خلاف کارولو ته ور نه کړي خو ځينې څېړونکي وايي د طالبانو واکمني نه يواځې د کشميريانو بلکې د نورو وسله والو ډلو د پاره د ډاډ ځای دی.
د رپورټونو تر مخه پاکستانۍ وسله والې ډلې چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې جنګيږي د طالبانو او نورو توندلارو اسلامي ډلو سره ځکه اړيکې لري چې دغه ډلې په پاکستاني ولس او امنيتي ادارو کې پېژندګلو لري او اهداف يې يوه تر بله بدل نه دي.
تېره مياشت د طالبانو يو لوړ پوړي پلاوي د هند د سفير سره په دوحه قطر کې کتلي وو او د خبرونو تر مخه د دوه اړخيزو چارو ښه کولو سره سره هند د طالبانو نه غوښتي وو بايد د افغانستان خاوره د هند خلاف استعمال نه شي.
د طالبانو په وړومبۍ دوره کې کشميري وسله والو د هند يوه د مسافرو الوتکه چې پکې د 24 خارجيانو سره 179 مسافر سواره وو د ډسمبر په 24 کال 1999 کې د نيپال نه هند ته په لاره يرغمل کړې وه او بيا يې د خپلو غوښتنو د پوره کولو د پاره کندهار ته بوتلې وه چې په نتيجه کې يې د هندي جېلونو نه د جيش محمد مشر مولانا مسعود اظهر، د القاعده غړی حافظ سعيد شيخ او سليم زرګر خوشي کړل شوي وو.
د کشمير سياسي مسئله څنګه جهادي شوه؟
تاريخپوهان وايي انګرېز چې کله هند پرېښودلو نو د نيم خودمختاره رياستونو د پاره يې فارموله جوړه کړې وه چې که کوم رياستونه خپل ازاد حيثيت ساتل غواړي او لا پخپله خوښه د هند لا د پاکستان سره شاملېدل غواړي نو خوښه يې خپله ده چې کشمير په هغه رياستونو کې هم وو.
د تاريخ استاد ډاکټر سيد وقار علي شاه وايي د کشمير مسله وسله وال جنګ هله وګرځېدو کله چې په کال 1948 کې د هغه وخت د صوبه سرحد وزير اعلی عبدالقيوم خان کشميري د پښتنو قبايلو په مټ په کشمير حمله وکړه.
تاريخپوهان وايي د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير پښتنو وسله والو د هند تر ولکې لاندې کشمير نه بېل کړو چې وروسته له دې هند ملګرو ملتونو ته خواست وکړو چې پاکستان يې مځکه نيولې ده او دغه رنګ د کشمير قرارداد منظور شو چې تفصيل يې درته راوړو خو ورځو چې ډاکټر وقار علي شاه صيب په دې اړه څه وايي؟
ډاکټر سيد وقار علي شاه وايي “دا دې هېره نه وي چې قيوم خان کشميری وو. د ده پلار د انګرېز په وخت کې په پولیټيکل نظام کې کلرک وو او د قيوم خان د پیدايش په وخت په چترال کې په کار وو نو ځکه د ده پيدايښت د پښتونخوا دی. د کشمير سره يې فطري همدردي وه او بيا وزير اعلی وو او د قبايلو سره يې هم د مخکې نه اړيکې وې. ثبوتونه خو دا هم ښيي چې په کال 1946 د جواهر لال نهرو د دورې په وخت هم ده د هغه خلاف په پخوانۍ فاټا کې قبايل په احتجاجونو پسې راپارولي وو”.
ښاغلی شاه صيب وايي “قيوم خان يواځې دې خلکو له د بالاکوټ د لارې په کشمير د حملې د پاره لار نه وه ورکړې بلکې قبايلي لښکرې يې راپارولې وې چې کشمير ونيسي. په حبيب الله ګړۍ مانسهره کې يې ورته لوی مرکز جوړ کړی وو”.
د ډاکټر وقار علي شاه په وينا د قيوم خان ورور عبدالحميد خان د جنرل يحيی خان په حکومت کې د اوسني چې پاکستان يې ازاد کشمير بولي صدر هم پاتې شوی دی.
د ډاکټر شاه په وينا د هند د پخواني وزير اعظم او د هېواد د ازادۍ يو معلوم نوم جواهر لال نهرو کورنۍ هم د کشمير وه خو په مذهب هندوان پنډتان وو او د قيوم خان کورنۍ مسلمانه وه.
هند د کشمير په مسئله ملګرو ملتونو ته لاړ او بيا د کشمير قرارداد څه وايي؟
کله چې پاکستاني پښتنو قبايلو په کشمير حمله وکړه نو تاريخپوهان وايي هندوستان کشمير رياست ته خپل پوځي ځواکونه د رياست په وينا او دفاع کشمير ته ولېږل چې د حمله کونکو مخه ونيسي او دغه رنګ کشمير ووېشل شو.
هند چې کله ملګرو ملتونو ته د منځګړتوب خواست وکړو او د هغه وخت د امنيتي شورا کوم قرارداد پاس کړو چې څنګه دواړه هېوادونه د دې شخړې حل راوباسي نو درې شرطونه يې کېښودل.
- پاکستان دې د هغه ټولې سيمې نه خپل خلک وباسي چې په جنګ يې نيولې دي.
- هندوستان دې په خپلو ځواکونو کې ډېر کمی راولي چې يواځې د امنيت ساتلو د پاره وي.
- هندوستان دې داسې انتظام وکړي چې د کشمير ولس په خپله خوښه څه غواړي چې د ووټ د لارې يقيني شي. تاريخپوهان وايي په دې کې لا يو شرط هم نه دی منل شوی.