لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ:روسیه دې دیوکرین په ضد سمدستي خپل برید ودروي


دامن نوبیل جائزه ګټونکې پښتنې مبارزې ملالې یوسفزۍ په روس غږ کړی دی چې باید د یوکرین په ضد سمدستي خپل برید ودروي اؤ وایي چې په جګړو کې ملکي وګړي وژل کیږي.

په ټویټر خپل یو بیان کې ملالې یوسفزئ‌ لیکلي "تاریخ موږ ته چې وایي چې جنګونه دنه منلو وړ اؤ نه راسر کیدونکي زیانونه اړوي"

هغه وایي خلک تر بل هرڅه زیات سولې ثبات اؤ وقار ته اړتیا لري"

ملالې یوسفزۍ زیاته کړې په جګړو کې ملکي خلک وژل کیږي،کورونه ،ښوونځي اؤ عبادتخانې پکې ویجاړیږي ځکه نو روسیه باید په سمدستي توګه په یوکرین خپل برید ودروي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال مطبوعات پخپلو رپورټونو کې وایي نن (جمعه) په دویمه ورځ هم په یوکرین د روسیې لخوا بمبارۍ دوام لري اؤ د وړومبۍ ورځې په جګړه کې لږ تر لږه ۱۳۷کسان وژل شوي دي.

د یوکرین صدر ولادیمیر زیلنسکي هم د زیارت د ورځې بریدونو کې د ۱۳۷کسانو د وژل کیدو پخلی کړی دی.

امریکایي رسنۍ سي این این پخپل رپورټ کې دعوه کړې ده چې روسي ځواکوه د یو کرین دپلازمینې کیف څخه اوس یوازې د۲۰کلو میټرو په فاصله دي .

د امريکې د دفاع وزير لوېډ اسټين د زیارت په ماښام ويلي، چې د روس پوځونه د بېلاروس د طرفه ننوځي او کيف پله يې 32 کلوميټره پرمختګ کړی دی.

د یوکرین دپوځ سرلښکر ویلي په پلازمینه کیف د برید لپاره روسي ځواکونه دبیلا روس دګږمل هوایي بیس څخه استفاده کوي.

ويل شوي په ملګرو ملتونو کې د امنیتي کونسل غړي د جمعې په ورځ پلان لري چې د روس په يوکرېن د حملې د غندنې دپاره د قرارداد په حق کې ووټ ورکړي، او د يوکرېن خپلواکي، ځمکنۍ سلامتيا او ازادي بيا تاييد کړي.

په روس به غږ وشي چې بې د شرطه، په فوري توګه خپل بشپړ پوځ د يوکرېن نه بيرته اوباسي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG