د خېبر پښتونخوا په مردان ښار کې په ښکارہ مېدانونو کې د ښځو یا جینکو د لوبو پرضد د مذھبي ډلو د احتجاجونو وروسته بندېز لگولشوی دی.
په مردان کې درې ورځنۍ لوبې په مردان سپورټس کمپلیکس کې د ضلعې د لوبو محکمې راجوړې کړې وې.
د ضلعې د لوبو محکمې د مذھبي ډلو سرہ لوظنامه کړې دہ چې په ضلع کې به په ښکارہ مېدانونو کې د ښځو لوبې نه شي کولی او پهدیوال دننه کېدونکو لوبو کې به د عملې نه علاوہ سړو ته د ورتگ اجازہ نه وي.
یادہ لوظنامه وي او اې ډیوہ ته ترلاسه شوې دہ.
د مردان مرستیال کمشنر حبیب الله عارف وي او اې ډیوہ ته ویلي د څو کسانو په فشار دغه لوظنامه شوې خو دوی یې پلټنې کوي او ددغو فشار اچوونکو پرضد به قانوني گام اخستلی شي.
یادې لوبې د یوې ورځې کېدو وروسته پرون فلد جمعې په ورځ (11مارچ) ودرول شوي دي، چې پکې د 21 کالو نه د کم عمر جینکو د کرکټلوبې کولې.
په ټولنیزو رسنیو خپرہ شوې ويډیو کې یو تن د سپورټس کمپلیکس سپرنټنډنټ نور الاحد ته وایي چې په دغه ځای یو تبلیغي مرکز وو اوکه دا لوبې ونه درول شوې بیا به دغلته مرکز جوړ کړي. او له دغې وروسته بیا دا لوظنامه شوې دہ.
د ښځو د حقونو دپارہ کار کوونکې نادیه بي بي وایي، د مودو راھسې د ښځو سرہ د جنس په بنیاد توپیري چلند کيږي
ھغه وایي د پاکستان ایین او قانون کې د ښځو په لوبو کوم بندېز نشته، دا ډېرہ د افسوس خبرہ دہ چې د ابادۍ نیمه برخه د خپلو حقونوڅخه محرومه کولی شي او دا په ټولنه کې د مذھبي تندروۍ عکاسي کوي باید چې د دې مخنیوی وشي.
په مردان کې دغه کار په داسې حال کې شوی چې روانه میاشت په ملک په اتم مارچ د ښځو د حقونو دپارہ د ښځو ورځ نمانځل شوې اوپه خېبرپښتونخوا کې فعالو ښځو ویلي وو، دوی د حالاتو او گواښونو له کبله نه شي کولی چې په ازادہ دغه ورځ ونمانځي.
په اووم مارچ په مردان کې د کار کوونکو ښځو د سیمینار پرضد مذھبي ډلو او تجارانو احتجاجونه کړي او دغه کار ته یې په ټولنه کې دبې حیایۍ نوم ورکړی وو. او دغه سیمینار ھم بیا انتظامیې د فشار له امله ودرولی وو.