واشنگټن - روسي او اوکرایني چارواکو د اتوار په ورځ پخپلو مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړ او ویې ویل چې ممکن په آینده څو ورځو کې مثبتو نتایجو ته ورسیږي. په همدې حال کې د امریکا د خارجه چارو نایب وزیرې وينډي شېرمن ویلي، روس داسې نښې نښانې ښکاره کړي چې غواړي د اوکراین جګړې د ختمولو دپاره په بنیادي مذاکراتو کې شامل شي.
اوکراین ویلي د مذاکراتو دپاره آماده دی، مګر تسلیمېدل (وسله په مځکه کېښودل) نه مني.
که څه هم روس او اوکراین دواړو په نږدې آینده کې د مذاکراتو د مثبتو نتایجو اټکل کړی، مګر یو یې هم دا ندي ویلي چې په دې مذاکراتو کې به په څه مسایلو خبرې کړي او یا په څه به موافقه وشي.
بل اړخ ته د اوکراین چارواکي وایي، روسانو د پولېنډ پولې ته نږدې د اوکرایني ځواکونو په یوه پوځي اډه د میزائیلو حمله کړې ده چې په کې پنځه دېرش (۳۵) تنه مړه او یو سل و څلوردېرش (۱۳۴) نور زخمیان شوي دي. دا پوځي اډه د اوکراین لویدیځې برخې کې د پولېنډ له سرحد نه ۲۵ کلومټره لېرې پرته ده.
دا پوځي اډه "د امن او سولې ساتنې بین الاقوامي مرکز" نومیږي او د پوځي سبقونو او مشقونو ځای بلل کیږي. د لفیف سیمې ځایي ګورنر ویلي چې دېرش (۳۰) میزائیله په هغې اډې لګېدلي، مګر د اوکراین مرکزي حکومت وایي په اډې باندې د لګېدلو میزائیلونو شمېر اته (۸) و.
د دې پوځي اډې نه صرف شپېته (۶۰) کلومټره لېرې د اوکراین لفیف ښار پروت دی چېرته چې پولېنډ ته تلونکي زیات شمېر اوکرایني کډوال هلته راغونډ شوي دي. د نېټو ځواکونو معلمانو هم په هغې پوځي اډې کې کار کړی، مګر اوکرایني چارواکي وایي دوی لا اوس کوشش کوي دا معلومه کړي چې د حملې په وخت کې د هغو معلمانو کوم یو یې په هغه ځای کې و، او ژوبل شوی او که نه.
دا اول ځل دی چې روس د اوکراین په لویځه سیمه کې دومره لېرې د خپلو حملو لمن غځولې او دا وېرې یې سېوا کړي چې د جنګ لمبې به ډېر ژر د لفیف ښار ته هم ورسیږي.
د جنګ د پراخېدو ېره
څه دپاسه یوه هفته وړاندې، وي او اې رپوټ ورکړی و چې د امریکا استخباراتي ادارې دا فکرمندۍ لري چې ممکن بېلاروس هم خپل عسکر په جنګ کې شامل کړي او د اوکراین په شمال لویدیځ او مرکزي سیمو باندې حمله وکړي چې دې سره به لفیف ښار ته خطره پېښه شي.
بېلاروس د روس ملګری هېواد دی او روسانو د هغه ځایه هم په اوکراین حمله کړې ده. تر اوسه بېلاروس نېغ په نېغه جنګ کې ندی ورګډ شوی، مګر د امریکا او یورپ چارواکي لا هم د بېلاروس په اړه اندېښمن پاته دي.
استخباراتي ادارو په لفیف ښار کې مېشتو تنظیمونو ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین لویدیځې سیمې نور امن ځایونه نشي ګڼل کیدی، او دوی ته په کار ده چې د ځان د تحفظ خیال وکړي.
د روس د خارجه وزارت نایب سرګي ریابکوف د خالي/شنبې په ورځ ویلي و چې ماسکو اوس د وسلو او ګوله بارودو هغه قافلې چې مغربي هېوادونه یې اوکراین ته رالېږي، د یو "قانوني پوځي هدف" په سترګه ګوري او هغه به ولي. د ریابکوف د دې خبرې په تناظر کې، ځیني مغربي سفارتکاران د پولېنډ سرحد ته نږدې پوځي اډې باندې د روس حمله، د یو قوي خبرداري نښه ګڼي.
په وروستیو ورځو کې د روس هوایي جهازونو د اوکراین په لویديځه سیمه کې پوځي مرکزونو باندې بمبارۍ زیاتې کړي دي. تېره هفته یې د لفیف ښار نه ۱۳۰ کلومټره لېرې جنوب پلو، د اوکراین یو پوځي ائیرپورټ او فضايي دفاعي سهولیات بمبار کړل.
اوکراین اوس هم په نېټو دا زور راوړي چې د هغه ملک په سر دې فضا د پروازونو دپاره وتړي او د روسي جهازونو د بمباریو مخه دې ونیول شي، مګر مغربي مشرانو دا وړاندیز رد کړی او وایي چې که داسې څه وکړي، نو جهازونه به یې د روسي جهازونو سره مقابلې ته مخامخ شي او دې سره به جنګ په یورپ کې لا پراخ شي.
که څه هم لفیف د اوکراین ښار دی، مګر مغربي یورپ ته نږدې دی او په یورپ کې دا یره پیدا شوې چې د جګړې لمن لویدیځ ته پراخه نشي. د جرمني یو مشهور سیاستمدار او د پارلېمان د خارجه چارو کمیټې پخواني مشر نوربرټ روتګېن پخپل ټوېټر لیکلي:
«په لومړي ځل په لفیف باندې حمله. د اوکراین په لویدیځ کې د دې ښار او د برلېن ترمنځ فاصله، د برلېن او پاریس ترمنځ فاصلې نه کمه ده. دا جنګ به لا خونړی شي، دا به رانږدې شي. په یورپ کې د امن د قایمولو په مقصد، مونږ ته په کار ده چې زیاتره کوشش وکړو او هرهغه څه چې مو په وسعه پوره وي، ویې کړو. نور برداشت کول د منلو ندی.»
د ماریوپول صورتحال
د اوکراین په ختیځ کې د ماریوپول ښار یوولسمه ورځ هم په کلابندۍ کې تېره کړه. په هغه ښار کې پاته خلک، د خوراکي توکو، د سون توکو، بجلۍ او ګېسو د سخت کمښت سره مخامخ دي.
د ماریوپول ښار کونسل د اتوار/یکشنبې په ورځ یو بیان کې وویل چې د فرورۍ ۲۴مې نېټې راهیسي چې کله روس په اوکراین باندې یرغل پیل کړ، تر اوسه په ماریوپول ښار کې قریب دوه ویشت سوه (۲۱۸۷) کسان وژل شوي دي. په بیان کې راغلي چې صرف په تېر یو شواروز کې لږ تر لږه ۲۲ ځله په هغه ښار د روسانو له اړخه بمبارۍ شوي دي.