واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې یو ځل بیا په افغانستان کې پر بشري بحران اندېښنه څرګنده کړې او وایي د دې هېواد خلک دا مهال په بېسارې توګه د خوراک له کمښت او ماشومان یې له خوارځواکۍ سره مخ دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي مشر د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو د ادارې مرستیال رامیز الکباروف د سه شنبې- نهې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، افغانستان کې له سختې لوږې سره د مخامخ کسانو شمېر د 2021م کال په جولای کې 14 میلینه وو، خو د 2022م کال په مارچ کې 23 میلینه ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې چې د مارچ پر 31مه ملګري ملتونه، برتانیا، جرمني او قطر په ګډ کوربتوب سره په افغانستان کې د بشري مرستو د ملاتړ لپاره یو نړیوال کانفرنس جوړ کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې مرستیال د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره په دې بد حالت کې مرسته وکړي او د هغوی د ژوند په ژغورلو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
ښاغلی رامیز الکباروف وایي دې حالت ته په کتو ملګري ملتونه له خپلو ځایي او نړیوالو ملګرو سره خپله بشپړه هڅه کوي چې په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د مخنیوي په پراخه او منظمه توګه کار وکړي.
د الکباروف په وینا سختې لوږې خلک مجبور کړي چې یا خوراک پرېږدي یا د دې لپاره درانه پورونه واخلي چې د ورځې په پای کې په دسترخوان باندې د خپلو اولادونو لپاره څه خواړه برابر کړي:
"دې حالت خلک له داسې ستونځو سره مخ کړي چې د خوړو معیار، مقدار او رنګارنګي یې کمه شوې او دا د ماشومانو د ضایع کېدو سبب شوې او د ښځو، سړیو او ماشومانو پر بدني او ذهني صحت یې اغېز کړی دی".
د ملګرو ملتونو د خوراک اداره وایي د افغانستان د ابادۍ 95 فیصده خلک کافي خواړه نه خوري او وایي دا شمېر په هغو کورنیو کې 100 فیصده دی چې نارینه نه لري او ښځې یې مشري کوي، وایي دا ډېر لوړ او تقریباً له تصوره وتلی شمېر دی.
د دې ادارې په وینا د افغانستان د روغتونونو وارډونه دا وخت له هغو ماشومانو ډک دي چې په خواځواکۍ اخته دي، وایي دلته د یوکلنو ماشومانو وزن هغومره دی څومره چې په پرمختللو هېوادونو کې د شپږمیاشتنو ماشومانو وي، وایي ډېر یې د کمزورۍ له کبله ښورېدای هم نه شي.
ملګري ملتونه وایي په روان 2022م کال کې د دوی د بشري مرستې ملګرو په افغانستان کې له 8.2 میلینه خلکو سره د هغوی د ژوند په ژغورلو کې مرسته کړې او پر هغوی یې د خوراکي توکو په ګډون د سکول ماشومانو ته خوراک، کروندګرو ته د کښت تخم، سره او د تازه زېږېدلو ماشومانو میندو او د هغوی ماشومانو ته یې خوراک برابر کړی دی.