واشنګټن - د برتانیې استخباراتو د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې روسي ځواکونه اوس په بشپړه توګه د اوکراین له شمال څخه بیلروس او روس ته اوښتي دي.
د برتانیې د دفاع وزارت په ټویټر لیکلي دي، لږ تر لږه له دې سرتېرو څخه ځینې به یې د اوکراین په ختیځ کې د ډانباس جګړې ته واستول شي.
رویټرز د یاد وزارت له خولې خبر ورکړی، چې دغه سرتېري به مخکې له دې چې د اوکراین ختیځ ته واستول شي تازه کړای شي او ددې سرتېرو استول ښايي لږ تر لږه یوه اونۍ وخت ونیسي.
وزارت دا هم ویلي، چې د اوکراین په ختیځ او جنوب کې په ښارونو باندې د روسانو بمبارۍ دوام لري او روسي ځواکونه د جنوبي ښار ازیم څخه مخکې راغلي او دا ښار اوس د دوی په ولکه کې دی.
رویټرز تر اوسه په خپلواکه توګه ددغه راپور تصدیق نه دی ترلاسه کړی.
خو سي ان ان راپور ورکړی چې اوکراین په ډانباس سیمه کې د روسانو له سختې جګړې سره مخامخ دی.
بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې له اوکراین څخه د ملکي وګړو پرضد د روسي ځواکونو لخوا د ترسره شویو ظلمونو څخه نور باوري راپورونه هم ترلاسه شوي دي او ژمنه یې وکړه چې یوه ورځ به له ماسکو سره حساب کېږي.
د ملګروملتونو په عمومي اسامبلۍ کۍ بیا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ۲۴ مخالفو په وړاندې د ۹۳ موافقو رایو سره پرېکړه وشوه چې روس دې په اوکراین کې د ترسره کړو ظلمونو له امله د ملګروملتونو د بشري حقونو له شورا څخه وویستل شي.
د اورګاډي په سټېشن برید کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي:
د اوکراین د اورګاډي کمپنۍ ویلي، چې د روسانو توغندي په کراماتورسک کې د اورګاډو په یو تم ځای لګېدلی چې تر ۳۰ زیات کسان پکې وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.
بي بي سي هم خبر ورکړی چې د اوکراین په ختیځ کې د اورګادي په یو سټېشن باندې په یو توغندیز برید کې په لسګونو کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.
د بخښنې نړیوالې ادارې هم د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په نویو اسنادو کې ښکاري چې روس په اوکراین کې جنګي جرمونه ترسره کړي دي.
بل پلو د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د اوکراین لخوا د سولې وروستی وړاندیز د نه منلو وړ بللی.
هغه اوکراینیان په دې تورن کړي چې په روسي بندیانو یې ظلمونه کړي.
بل پلو سي ان ان راپور ورکړی چې اوکراین پلان لري چې د جمعې په ورځ لس بشري دهلیزونه پرانیزي.
سي ان ان په یو بل راپور کې لیکلي، چې د اروپايي کمېسیون مشر اورسالا وان ډیر لیین او د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ لپاره د اروپايي اتحاد لوی استازی جوزیف بورېل د اوکراین پلازمېنې کیېف ته روان دي.
اخوا جاپان ویلي، دوی به اته روسي ډپلوماټان له خپل هېواد څخه وباسي او دا د داسې هېوادونو په کتار کې یو بل نوی هېواد شو چې ورته اقدام کوي.
بندیزونه او اقتصادي پایلې:
نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې، اروپايي ټولنې د روسانو د ډبرو د سکرو په وارداتو باندې بندیز لګولی.
واشنګټن پوست راپور ورکړی د روسي یرغل له امله اوکراین نشي کولای د غنمو صادرات وکړي او دا په دې معنی چې دا نورې نړۍ ته یوه ستونزه ده.
په هغو هېوادونو کې چې د اوکراین په غنمو باندې تکیه لري، پاکستان، لیبنان او مصر هم شامل دي.
که اوکراین غنم صادر نشي کړای نو په نړۍ کې د خوراکي توکو بیې پورته کېدای شي.