لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جسټس يحيا اپريدي د پاکستان د سپريم کورټ چیف جسټس ټاکل شوی


د پاکستان د قانون مرکزي وزارت د جسټس يحیا اپريدي د پاکستان د سپريم کورټ د چیف جسټس په توګه اعلاميه خپره کړې ده.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، د قانون وزارت مرکزي سيکرټري نعيم اکبر لاسليک شوي اعلاميه کې ويل شوي، د ملک صدر اصف علي زرداري د ايين د [175 اې (3)، 177 او 179] لاندې جسټس يحيا اپريدي د پاکستان چيف جسټس تعينات کړی دی.

د اعلاميې ترمخه د جسټس يحيا اپريدي به د 26م اکتوبر څخه د درېو کالو دپاره د پاکستان چیف جسټس وي.

له دې وړاندې د پاکستان د قانون وزیر، اعظم نزیر تارړ ويلي وو، د پارلیمان کمېټۍ په درېو کې په دوه برخې اکثریت سره ښاغلی جسټس یحیا اپریدی د پاکستان د سپریم کورټ چیف جسټس غوره کړی دی.

د نوي چیف جسټس نوم د پارلیماني کمیټۍ لخوا وزیراعظم ته لېږل شوی وو، د ایین له مخې به هغه په 25م اکتوبر د موجوده چیف جسټس له ریټایرډ کېدو نه وروسته په 26م اکتوبر نوی چیف جسټس د خپل منصب لوړه کوي.

د چیف جسټس د ټاکنې لپاره د 12 کسیزې پارلیماني کمیټS غونډه د نهې په ورځ شوې خو په دغه غونډه کې د حکومت مخالف ګوند تحریک انصاف استازو ګډون نه وو کړی او دریځ یې خپل کړی وو چې په ایین کې 26م ترمیم د عدلیې د ازادۍ د تروړلو لپاره په غیر قانوني ډول شوی نو ځکه به هغوي د پارلیماني کمیټې غونډو کې ګډون نه کوي.

اوړمه ورځ د پاکستان پارلیمان په ایین کې د 26م اییني بدلون منظوري ورکړې وه چې له هغې وروسته د سپریم کورټ د سینیر ترین جج د چیف جسټس جوړولو په ځای له درېو سینیر ججانو یو د چیف جسټس په توګه د ټاکلو اختیار پارلیماني کمیټې ته ورکړل شوی وو.

د نهې په ورځ د پارلیماني کمیټې ترسره شوې د دوو پړاوونو په غونډه کې د مسلم لیګ( ن) لخوا د دفاع وزیر خواجه اصف ،د قانون وزیر ښاغلی اعظم تارړ، وفاقي وزیر احسن اقبال،شایسته پرویز ملک ،د پیپلز کوند لخوا فاروق ایچ ناییک، راجه پرویز اشرف ، نوید قمر ، د جی یو آی څخه سینیټر کامران مرتضا ، او د ایم کیو ایم څخه رعنا انصر برخه درولوده.

دغه کمیټې ته د سپریم کورټ د راجسټرار لخوا د درېو سینیر ججانو نومونه لېږل شوي وو چې هغې کې یو نوم د تر ټولو سینیر جج منصور علي شاه، بل ورپسې د جسټس منیب اختر او په دریم نمبر کې د جسټس يحيا اپریدي وو.

د قانون وزیر سېنېټر اعظم نزیر تارړ ويلي، کمیټۍ د درې سره ججانو څخه د چیف جسټس په توګه د يحيا اپریدي په نوم اتفاق شوی دی.

جسټس يحيا اپریدی څوک دی ؟

ښاغلی جسټس يحيا اپریدی په 23مه جنورۍ کال 1965 کې د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې زېږېدلی، لومړۍ زده کړې یې د ایچي سن کالج لاهور نه ترلاسه کړي تر هغې وروسته یې د لاهور د سرکاري کالج نه ګریجوېشن او بيا د پنجاب پوهنتون نه په معاشیانو کې د ماسټرز ډګري اخستې ده.
په کامن ویلت اسکالر شپ یې د جېسس کالج کیمبرج پوهنتون نه د اېل اېل ایم ډګري ترلاسه کړې ده.

هغه د وکالت پېل په کال 1990 کې د هایکورټ د وکیل په توګه کړی وو او په کال 2004م کې یې بیا د سپریم کورټ وکالت پيل کړی وو.

جسټس يحيا اپریدي د خېبر پښتونخوا صوبې لپاره د مرستیال اېډوکېټ جنرل په توګه هم خدمات ترسره کړي دي.

هغه په کال 2010 کې د پېښور هایکورټ ایډیشنل جج ټاکل شوی وو او په 15م مارچ کال 2012م کې بیا متسقل جج مقرر کړی شوی وو.

په 30م دسمبر کال 2016م کې هغه د پېښور هایکورټ د چیف جسټس په توګه سوګند کړی وو او په 28م جون کال 2018م کې بیا د سپریم کورټ جج ټاکل شوی وو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG