لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشرقي یوکراېن په لکاشيفکا کلي  کې عيسايانو د چرچ نه بغېر ايسټر اولمانځلو


واشنګټن - د يوکراېن په لکاشيفکا کلي کې د تور کاڼي او خښتې جوړه ګرجه يا چرچ اوس د روس پوځونه د وسلې د ګودام په توګه کاروي.‌ د دغه کلي خلک وايي، يوکراېني پوځونو هم په دغه چرچ بمباري کړې چې روسي پوځونه ترې اوباسي.

د اوکراین په شمال کې په دغه کلي کې مېشت عيسايي‌ وګړو د اتوار په ورځ‌ خپل کليز اختر، ايسټر اونه لماځلو، ځکه چې د دغه کلي يواځنی چرچ د روس پوځيانو نيولی دی.

د چرچ زرینو ګنبدونو کې يو ګنبد ته هم په بمبارۍ کې زیان رسېدلی دی.

د دغه کلي اويا کلنه ويکټوريا وايي، "دا ډېره د افسوس خبره ده".

ځايي خلک وايي د لکاشيفکا دغه چرچ ډېر زوړ دی چې په دويم جنګ عظيم کې هم بچ پاتې شوی او د شوروي اتحاد په زمانه کې هم د هغه وخت د حکومت نه بچ شوی چا چې په مذهبونو سخت بنديزونه لګولي وو.

د دې ځای خلک اندېښمن دي چې اوس به د دغې چرچ په بيا رغونه ډېره زمانه لګي چې خپل پخواني حالت ته راوستل شي، ځکه چې په بمبارۍ کې ورته لوی زيان رسېدلی دی.

د جنګ د لاسه د دغه سيمې خلک د ګېس نه هم بې برخې دي ځکه دوی په ايسټر کې خصوصي ډوډۍ هم نه ده پخه کړې.

دغلته يو پوځي پادري چې په خلکو کې ډوډۍ او د باېبل دعاګانې ويشي، وايي "څنګه چې عيسی بیا بيا راوچت شوی و هم دغسې به يوکراېن هم بيا راوچت شي."

دغه پادري په ځايي‌ خلکو غږ اوکړو چې په ماريپول ښار کې په جنګ کې ښکېل يوکريني پوځيانو له دې د بريا دعاګانې اوکړي چرته چې روس د جمعې په ورځ درنې بمبارۍ کړې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG