لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ولادیمیر زلنسکي وایي روس د اوکراین 20 فیصده خاوره نیولې ده


واشنګټن ـــ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وایي روسي ځواکونو د اوکراین شاوخوا 20 فیصده خاوره نیولې ده او د جګړې په لومړۍ کرښه کې تر یو زر کیلومیټر پورې پسې غزېږي.

صدر زلنسکي د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، په داسې حال کې چې هېواد یې په تر لاسه کړې مرسته د نورو هېوادونو مننه کوي، خو وایي لا هم اړتیا ده چې اتحادیان یې اوکراین ته د وسلو ور لېږل زیات کړي.

زلنسکي په یوه ویډیو کې ویلي چې د هېواد یو لک 25 زره کیلومیټره خاوره یې روس نیولې او په نیژدې درې لکه مربع کیلومیټره باندې ناچاودل شوي ماینونه کرل شوي دي:

"تقریباً 12 میلینه اوکراینیان مو په هېواد کې دننه بې کوره شوي دي او شاوخوا پینځه میلینه له هېواده بهر تللي دي چې په هغوی کې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي".

د اوکراین ولسمشر دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې د امریکې صدر جوبایډن د شورو- چارشنبې په ورځ له اوکراین سره د 700 میلین ډالرو نورې پوځي مرستې اعلان کړی چې پکې د راکټو جدید نظامونه او ګوله بارود شامل دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تر دې وړاندې د اوکراین د ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي هغه غوښتنه نه منله چې اوکراین ته دې د راکټونو داسې سیسټمونه ورکړي چې له لرې واټڼ څخه پرې په خوندي توګه د روسانو اهداف وولي.

بایډن دا خبره د ګل یا دوشنبې په ورځ کړې وه او ویلي یې وو، "مونږ اوکراین ته داسې راکټي سیستمونه نه ورکوو چې پرې وکولای شي په روس باندې برید وکړي."

خو د اوکراین په ختیځو ښارونو کې د روسانو له پرمختګ سره د بایډن دریځ بدل او نیویارک‌‌ ټایمز ته یې ویلي، چې امریکا به کیېف ته د پرمختللیو توغندیو سیستمونه او مهمات ورکړي چې پرې وکولای شي د جګړې په ډګر باندې په‌‌ ډېر دقت سره مهم اهداف په نخښه کړي.

د منځني‌ واټن ویشتونکي دغه راکټي سیسټمونه کولای شي تر 70 کیلومټرو پورې واټن ووهي.

کله چې د اوکراین او روس د جګړې د لا زیاتېدو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلنکن څخه پوښتنه وشوه نو هغه وویل:

"په ځانګړي ډول د دغو وسلو د سیستمونو په اړه، اوکراینیانو مونږ ته ډاډ راکړی چې دوی به یې د روس په خاوره باندې اهدافو لپاره نه کاروي."

کرملن د شورو یا چهارشنبې په ورځ په امریکا باندې تور پورې کړ چې اوکراین ته د پرمختللیو وسلو سیستونو له ورکولو سره امریکا د جګړې اور باندې نور تېل پاشي.

خو د ناټو عمومي منشي ین سټالټنبرګ وویل، دا روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین وو چې دا ټوله وژنه او ویجاړی یې کابو سل ورځې مخکې پیل کړ:

"ولسمشر ویلادیمیر پوتین یو سټراټېژیکه غلطي کړې ده. هغه د اوکراین د خلکو او وسلوالو ځواکونو لخوا د ځان د دفاع وړتیا او ارادې ته په کمه سترګه کتلي او همدا دا ډول یې له اوکراین سره د ناټو، د ناټو د متحدینو او شریکانو یوالي او ملاتړ ته په کمه کتلي."

همدارنګه د جرمني چانسلر اولاف شالز هم د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې برلین به اوکراین ته د هوايي دفاع عصري سیستم ورکړي چې په ترڅ کې به یې لوی ښارونه د روسانو د هوايي بریدونو نه وژغورل شي.

په نوموړي باندې له دې امله نیوکې وشوې چې له کیېف سره د وسلو په مرسته کې چټک نه وو.

د فرورۍ پر 24مه چې روس پر اوکراین بریدونه پیل کړي دا څلورمه میاشت ده چې لا هم جګړه روانه ده او د نړۍ ګڼ شمېر لوېدیځو هېوادونو نه یواځې په روس باندې بندیزونه لګولي بلکې له اوکراین سره پوځي مرستې هم کوي خو د روس په وړاندې له مخامخ جګړې ډډه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG