لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس وایي چې د اوکراین د لوهانسک سیمې آخري پاته ښار لیسیچانسک یې هم پوره نیولی دی


په لیسیچانسک ښار کې زیانمنې شوې ودانۍ
په لیسیچانسک ښار کې زیانمنې شوې ودانۍ

واشنګټن - روس د اتوار/یکشنبې په ورځ دعوه وکړه چې د اوکراین په ختیځ کې یې د لیسيچانسک صنعتي ښار نیولی دی. لیسيچانسک په لوهانسک علاقه کې یوازېنی ښار و چې د اوکرایني ځواکونو په اختیار کې پاته و.

د روس دفاع وزارت په ټلېګرام باندې یو بیان کې ویلي چې د دفاع وزیر سرګي شویګو، صدر ولاډیمیر پوټین ته خبر ورکړی چې د لوهانسک صنعتي ښار لیسیچانسک یې "آزاد" کړی دی.

د روس د دفاع وزارت په بیان کې راغلي: "لکه څنګه چې د پوځ جنرل سرګي شویګو رپوټ ورکړ، د کامیابه جنګي عملیاتو په نتیجه کې، د روس فېډرېشن وسله والو ځواکونو، د لوګانسک جمهوریت د عوامي ملېشو د ډلو سره یوځای، په لیسیچانسک او یو شمېر شاوخوا ځایونو باندې یې پوره اختیار کلک کړی دی."

بل اړخ ته د اوکراین د دفاع وزارت چارواکو بیا د بي بي سي سره په یوه مرکه کې د روس دا دعوې ناسمې بللي او ویلي یې دي چې لیسیچانسک ښار د روس پوځیانو او د هغو د جدایي طلبه اتحادیانو د "پوره اختیار" لاندی ندی.

د اوکراین د دفاع وزارت دا منلې چې د روسانو د ډېرو سختو حملو لاندې، اوکرایني عسکر ممکن د لیسيچانسک ښار د ځینو برخو نه په شا شوي اوسي.

په سیمه کې اوکرایني ګورنر سېرهي هېدای ویلي چې لیسيچانسک ښار باندې د جنګ لمبې بلې دي.

د اوکراین د پوځ یو ترجمان وویل: "د اوکراینیانو دپاره، د انساني ژوند ارزښت ډېر ترجیح لري، نو ځکه مونږ شاید د ځینو خاصو سیمو نه شا ته ولاړ شو چې بیا وکړای شو آینده کې هغه بېرته ونیسو."

په اوکراین باندې د روس د پوځي یرغل نه څلور میاشتې تېرې شوي او په سر کې روس کوشش وکړ چې د سرښار کیېف په نیولو سره د صدر زېلنسکي حکومت نسکوره کړي. خو چې روس په دې کار کې پاته راغی، نو په ختیځ کې یې د ډونباس (ډونېټسک او لوهانسک) سیمې نیولو باندې ترکیز وکړ. روس په دغو ختیځو علاقو کې پرمختګونه کړي، مګر اوکراین اوس هم په ډونېټسک صوبه کې څو ښارونه پخپل اختیار کې ساتلي دي.

روسانو تېره میاشت د یوې سختې جګړې په نتیجه کې لیسیچانسک ته نږدې د سیوېروډونېټسک ښار باندې قبضه ولګوله.
صدر زېلنسکي د خالي/شنبې ورځې په ماښام، د ټي وي د لارې خپل تقریر کې، د اوکراین په خلکو غږ وکړ چې خپله اراده دې کلکه وساتي او "یرغلګرو" ته دې دومره نقصانونه واړوي چې "هر روس دا یاد وساتي چې اوکراین ماتېدونکی ندی."

هغه پخپلې وینا کې وویل: "د محاذ په ډېرو علاقو کې د فشار د کمېدو نښې ښکاري، مګر جنګ لا ختم ندی. د بده قسمته، په نورو ځایونو کې جګړه په تېزېدو ده او دا باید هېر نکړو. په داسې موقع کې، مونږ ته په کار ده چې د پوځ سره، د رضاکارانو سره، او د هغو سره چې یوازې پاته دي، مرسته وکړو."

په همدې مهال، روس چارواکو ویلي چې د اتوار/یکشنبې په ورځ اوکراین ته نږدې د روس په یو سرحدي ښار کې د چاودنو له امله، لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

دا چاودنې د روس په بېلګوروډ ښار کې وشوې چې په کې لسګونه رهایشي ودانیو ته نقصان ورسېد. د روس د پارلېمان یو غړي اندري کلیشاس د پوځ نه غوښتي چې د دې حملې جواب دې اوکراین ته ورکړي.

کلیشاس پخپل ټلېګرام لیکلي: "په بېلګوروډ کې د عامو خلکو وژنه او د عوامو د بنیادي اډانو ورانول، د اوکراین له اړخه د یرغل یو نېغ په نېغه عمل دی او په کار ده چې د یوې پوځي کاروایۍ په شمول، تر ټولو سخت جواب ورکړل شي."

د اوکراین چارواکو د بېلګوروډ ښار د چاودنو په اړه، د روسانو د دعوې په هړه سمدستي کوم جواب ندی ویلی.

بل پلو دننه اوکراین کې د لیسيچانسک او باخموت سیمو سربېره، په خارکیف سیمه کې هم د جنګ اور تېز شوی دی. د ځایي چارواکو په وینا، د خارکیف ښار شاوخوا په ایزیم او چوګویوف علاقو باندې د تازه ګوله باریو په نتیجه کې، څلور کسان مړه شوي او درې نور زخمیان شوي دي.

په داسې حال کې چې اوکراین کې جنګ روان دی، امریکا اوکراین سره د خپلو اضافي ۸۲۰ میلینه ډالرو پوځي مرستې جزئیات څرګند کړل. په دې مرستو کې د فضایي جهازونو د ویشتلو میزائیلونه او د توپخانې ضد رېډارونه شامل دي.

دا اوکراین سره د امریکا د پوځي مرستو څوارلسمه جوپه ده. د اوکراین مشرانو په دې زور اچولی چې مغربي هېوادونه دې هغوی ته د روس سره د مقابلې دپاره لا ډېر او پرمختللې وسلې او پوځي وسایل ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG