لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان په اسټیبلشمنټ تور لګولی چې نه غواړي روڼ انده اؤ منصفانه انتخابات وشي


دپاکستان پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند چیرمین عمران خان یوځل بیا تور لګولی چې اسټیبلشمنټ نه غواړي روڼ انده او منصفانه انتخابات وشي-

په ټوېټر خپل یو بیان کې عمران خان د یو رپورټ په حواله ویلي، ویره لرې چې PDM د درغلۍ هنر زده کړی دی او همدارنګه د اسټیبلشمنټ هم عادلانه او شفاف انتخابات نه غواړي.

تیره ورځ د پنجاب لاهور ښار کې یوې جلسې ته په وینا کې هم پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي هغه کسان چې په انتخاباتو کنټرول غواړي په انتخاباتو کې د الیکټرونیکي ووټنګ ماشینونو د کارولو مخالفت کوي.

هغه وویل د دوئ مقابله د سیاست مدارانو تر څنګ د پاکستان د انتظامیې او د ټاکنو د کمیسیون سره هم ده، خو هغه یو خل بیا تکرار کړې چې د ایمپایر د مرستو برته به ټاکنې ګټي-

د عمران خان دغه بیانونه په داسې حال کې مخې ته راروان دي چې د تحریک انصاف نه داوښتو غړو دنااهله کیدو نه وروسته د پنجاب اسمبلۍ پر ۲۰ چوکیو د جولايې په ۱۷مه نیټه ضمني ټاکنې کیدونکې دي-

بل پلو ته د الیکشن کميشن له اړخه د پي ټي ایي د مشر عمران خان د بيان په اړه سخت غبرګون ښودل شوی او د هغه دغه تورونه بې بنیاده ګرځولي دي-

د الیکشن کمیشن له اړخه بیان کې ویل شوي د غدارۍ په فتوې صادرولو یوه اداره غداره نه شې ګرځول کیدی او دا چې الیکشن کمیشن به د اساسي قانون او قانون سره سم خپلو ټولو پرېکړو ته دوام ورکړي او د هیچا تر فشار لاندې به نه راځي-

ددې څخه وړاندې عمران خان ویلي وو ملګرو ته یې ګواښونه کیږې او ځورول کیږي او دا چې هغه یوه ویډیو کې ټول تفصیلات ښودلي او یو محفوظ حائ کې یې دغه ویډیو خوندي کړې ده-

څیړونکې واېې د اسټیبلشمنټ په تاریخ کې د پاکستان په سیاست کې یو رول پاتې شوی خو ستر جرنلسټ مظهر عباس دا هم وایې" زه فکر کوم دا پر اسټيبلشمیټ باندې یو فشار دی که چرې دوئ د پنجاب په ضمنې ټاکنو کې بریالي شو نو دا فشار نور هم زیاتیدی شي"

عمران خان د وزیراعظم د څوکۍ څخه دلرې کولو تورونه هم پر امریکا لګوي خو وایي امریکا سره دې سازش کې دهیواد دننه هم مرسته شوې ده.

امریکې او د پاکستان پوځ ځوځله دغه تورونه رد کړي او د پوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار په څرګنده ویلي چې پوځ دې د سیاست څخه لرې وساتل شي-

د نیوز ورځ پاڼې د یو رپوټ ترمخه په دې ورستیو کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د ایي ایس ایي د مهمو مشرانو په شمول د پوځ کمانډرانو ته هدایت کړی چې له سیاست څخه دې لېرې اوسي او له سیاست مدارانو سره دې له اړیکو ډډه وکړي-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG