لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نيوکو وروسته عمران خان د امریکې څخه د چندې ټولولو مهم ځنډولی


د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان چې په ټولنيزو رسنیو سختې نيوکې شوي چې په ملک کې سېلاب دی خلک د سختو ستونزو سره مخ دی، او عمران خان په امریکا کې د خلکو نه د خپل ګوند دپاره چندې کوي، د نيوکو وروسته د چندې ټولولو کوربه د دغه کمپاین ځنډولو ويلي دي.

د عمران خان دغه ويډيو چې ګڼو کسانو په ټولنيزو رسنيو خپره کړې، پکې نوموړي ويلي چې "په 27 اګست نن د خالي/ شنبې په ورځ د امریکې د نيويارک په وخت ماسپښين يوه بجه تحريک انصاف د خپلې حقيقي ازادۍ دپاره چنده ټولوي".

په دغه ويډیو کې چې عمران خان د دوه تنو نومونه اخستي په هغو کې یو خورشيد عالم په ټویټر ويلي "د دوه مياشتو نه مخکې ټاکل شوي د چندې ټولول په دې موقع ځنډول شوي دي ځکه چې عمران خان د سېلاب ځپلو سيمو دوره کوي".

د پاکستان پيپلز ګوند فرحت بابر په ټويټر د عمران خان دغه ويډيو خپره کړې او ویلي يې دي،

"پکار وه چې دغه خواست اول د سېلاب څپلو د مرستو دپاره شوی وی، خو افسوس چې د واک يا اقتدار څخه محرومۍ غم او غصه ډېره ده".

او جرنلسټې ماريانه بابر ويلي،

"د واک دپاره دغه ډول مايوسي مې له دې وړاندې په پاکستان کې کله نه ده ليدلې".

عمران خان چې پرون د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا محمود خان سره ډېره اسماعيل خان او ټانک ته د سېلاب جايزې اخستو له تللی او هلته يې مطبوعاتو سره خبرې کړي او ويلي يې وو تر هغې د سېلاب دپاره د چندې غږ نه شي کولی څو پورې چې د سېلاب له امله په اوښتو تاوانونو نه وي پوهه شوی.

د عمران خان په دغه خبره هم نيوکې شوي دي او جرنلسټ مبشر زيدي ویلي، "په دوه صوبو کې ستا حکومت دی هغو له به يې ورکړې".

خو د عمران خان پلويان بيا وايي خلک په موجوده حکومت اعتماد نه کوي ځکه ورله د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره چنده نه ورکوي خو که عمران خان غږ وکړو خلک به ورسره بیا مرستې وکړي.

بل لور ته په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت ويلي، وزيراعلا محمود خان خپلې دواړه هيلي کاپټرې هم د سېلاب د مرستو دپاره ورکړي دي. خو په وزیراعلا هم نیوکې شوي چې هغه دغه ګام ډېر وروسته اوچت کړی دی.

د جماعت اسلامي د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي عنايت الله خان ويلي،

"د خېبرپښتونخوا حکومت سرکاري هيلي کاپټرې د عمران خان د شخصي استعمال نه علاوه د شندور او چترال مېلو، لوبو او نندارو دپاره کاريږي خو د بدقسمتۍ نه د ولس د ژغورولو دپاره نه. د دير، کوهستان او سوات خلک د حکومت د مرستو په تمه دی".

د تحریک انصاف په مشر عمران خان او خېبرپښتونخوا کې د ياد ګوند په حکومت او وزیراعلا محمود خان دا نیوکې په داسې حال کې شوي چې په صوبه کې د چترال نه تر سوات، چارسدې، نوښار، ډېره اسماعيل خان او ټانک پورې د بارانونو له امله سېلابونه راغلي او خلک سخت د ستونزو سره مخ دی.

که څه هم په خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې د سېلابونو له امله د مرګ ژوبلو تازه شمېرې نه دي خپرې کړي خو ډان ورځپاڼې په خپل رپورټ کې ويلي، د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا په مانسهره او کوهستان کې 21، په سوات کې 12، په شانګله کې پینځه، کوز دير کې درې او لکي مروت کې یو تن مړ شوی دی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان د سېلاب ځپلو سيمو دپاره ضلعي انتظاميو، ژغورنې او نورو مرستو دپاره پي ډي اېم اې ته 87 کروړه روپۍ ورکړي او صوابۍ، چارسده، لکي مروت، کرک، ټانک، ډېره اسماعيل خان، بر او کوز چترال او بر کوهستان کې يې بېړني حالت اعلان کړي دي.

له دې وړاندې په سوات کې هم بېړني حالت اعلان کړی شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG