لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیلاب ځپلې پښتنې میرمنې دسړک پغاړه په سپینه ډاګه په ژوند کولو مجبوره شوي


په خېبر پښتونخوا کې په لکونو خلک د سېلابونو له امله بې کوره شوي دي، ګڼ شمېر خلک په عارضي کېمپونو کې اوسيږي خو په خېبر پښتونخوا کې داسې سېلاب ځپلي هم شته چې کلي يې اوبو کې ډوب شوي او دوي د سړکونو په غاړو په اوسېدو مجبوره شوي دي۔

د پښور او چارسدې ترمينځه په لویې سړک موټری موجودو ددې سیلاب ځپلو کورونه په اوبو کې ډوب شوي دي، دوي د سرپناه د پاره د پلاسټکو، لوپټو، څادرو او د بوټو د څانګو نه ځان باندې سیوری جوړ کړی دی.

دسړک پغاړه دشین اسمان لاندې شپې سبا کوونکو دې سیلاب ځپلو کې زنانه او ماشومان هم شامل دي.

دوئ وایي د حکومت لخوا نه خېمې ورکړل شوي، نه ورته خوراک او اوبه ورکړل کيږي او نه يې د درملني بندوبست شوی دی۔

حبېب الله سره د ښځې او بچو ځان باندې د پلاسټک سیوری کړی دی، وايي کور يې اوبو کې ډوب شوی او دوي دلته په اوسيدو مجبوره دي.

"ايم پي ای يا ايم اېن ای څوک هم نه دي راغلي،عام خلک راځي خدایې دې ورسره ښه وکړي، کله وريژي راوړي، کله اوبه راوړي، نه راته خيمه ميلاو شوي زنانه او ماشومان په ډاکه ناست دي او د تکليف سره مخ دي"

د سړک په غاړه مېشت دې خلکو کې ډيرې زنانه هم ليدل کيږي، چې ورسره ماشومان بچي هم دي،

دوئ وايي يو خوا دخپلو ماشومانو بچو سره ګرمۍ ته دسړک پغاړه ناستې دي او خوراک انديښمن کړي بلخوا دوي په خپله هم د مشکلاتو ښکار دي.

رفعت بي بي ډيوه ته وويل خپلې ماشومې لور ته په په سپینه ډاګه دناستې له وجې پۍ نه شي ورکولی، پخپله هم ټوله ورځ ناسته وي، د ورځې په سړک د ګاډو تلو راتلو له امله نه شي سملاستی۔

"ماشوم ته چې پۍ ورکوم نو سړک ته شا کړم ، په غرمو کېنم بيا ورته دسينې پۍ ورکوم او پخپله هم ټوله ورځ برقعه کې ناسته يمه"

د خېبر پښتونخوا چيف سيکټري شهزاد بنګش ډيوه ته ويلي دوي به هر متاثره تن ته مرستې رسوي او تر څو چې اوبه په کلو کې وي دا خلک به په عارضي کېمپونو کې وي۔

"تر څو چې حالات سم شوي نه وي دا خلک کورونو ته نه شو پريښودی ځکه چې د دې خلکو ژوند ډير مهم دی"

پاکستان کې د افتونو په وخت د نظم قامي ادارې اېن ډي ايم ای په روستيو شمېرو کې ويلي د جون راهسې په بارانونو او سېلابونو کې نزدې نهه لکه کورونه ویجاړ شوي، درې زره کلوميټرو نه زيات سړکونه وران شوي او نزدې نهه سوه اربه روپۍ تاوان اوښتی دی۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG