لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایي ایم ایف پاکستان کې د ګرانۍ له امله د مظاهرو پېل کېدو خبرداری ورکړی


دنړيوالې مالياتي ادارې ایي ايم ايف رپوټ وایي د پاکستان مرکز کې واکمن سیاسي ایتلاف پي ډي ايم پارليمان کې ډير کمزورى حيثيت لري او یادې مالياتي ادارې راتلونکي کې د ګرانۍ په ضد د حکومت خلاف د احتجاجي مظاهرو دپیل خبردارى هم ورکړى دى.

څيړونکي وايي وایي ايم ايف پاکستان کې عام انتخابات غواړي ترڅو يو نوى مضبوط حکومت معيشت پځاى کولو لپاره کوټلې او بنيادي پريکړې وکړى شي.

د پاکستان په اړه د ایي ايم ايف د اوومې اؤ اتمې ارزونې په رپورټ کې سږ کال د ګرانۍ دکچې 20 فيصدي او د بجټ خسارې د مجموعي ملکي پيداوار 4.4 فيصدي پاتې کيدو امکان څرګند شوى دی.

دا په داسې حال کې ده چې د وړاندې نه د يو شمير معاشي چیلنجونو سره مخ پاکستان د ملکي تاريخ یو سخت سيلاب نه متاثره دى چې له امله یې 47 کاله وروسته پاکستان کې د اګست مياشت کې د ګرانۍ کچه 27 فيصدي نه اوړيدلې ده.

دایي ایم ایف د ارزونې دا رپوټ ښايي د روس او اوکراين د شخړې او د تيلو بيعو کې د اضافې له امله هم پاکستان کې په ګرانۍ کې زياتوالى راغلى دى.

هم تيره ورځ د خپل ګوند پارليماني غړو ته وينا کې وزير اعظم شهباز شريف د پاکستان او ایي ایم ايف تر منځ د تحريک انصاف د واکمنۍ په دوره کې په شوې لوظنامه انديښنې ښودلي او شهباز شريف تکرار کړې ده چې ددې لوظنامې له امله د هغه حکومت ډيرو چارو کې بې وسه دى او په هره يوه خبره کې دوي د ایي ايم يف نه پوښتنه کوي.

جايزه رپوټ ته خپله تجزیه کې د خزانې پخوانى وزير او د معاشي چارو څيړونکی ډاکټر سلمان شاه وايي ایي ايم ايف په ډاګه کړې چې پاکستان کې د اوخت مرکزي حکومت په پارليمان کې ډیر کمزورى حيثىت لري.

وي او اى ډېوه سره خبرو کې ډاکټر سلمان شاه وويل ایي ايم ايف غواړي چې پاکسنان کې زر تر زره عام انتخابات وشي چې نوى حکومت راشي او د ملکى معيشت پځاى کولو لياره مهمې او بنيادي پريکړې وکړی شي.

په دې وروستیو کې ایي ایم ايم ايف د پاکستان لپاره دشپږنیمو اربو ډالرو دپور د لوظنامې بحالولو په ترڅ کې د ځنډ د ښکار 1.6 اربو ډالرو دقسط منظوري ورکړې ده.

خو دجايزه رپوټ د لارې ایي ايم ايف دا هم په ګوته کړې ده چې پاکستان دغه قرضي سره دتړلو يو شمير شرطونو سرته رسولو کې ناکامه شوى دى.

بل اړخ ته د خزانې مرکزي وزير مفتاح اسماعيل ويلي واک کې د راتلو سره سم دوي د نړيوالې مالياتي ادارې سره دلوظنامې پځاى کولو ته لومړيتوب ورکړى ؤ.

د جمعې په ورځ کراچۍ کې یوې غونډې ته وينا کې د خزانې مرکزي وزير زیاته کړې چې ددغه لوظنامې له امله پاکستان د ديواليه کيدو نه بچ شوى دى

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG