لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېلاب ځپلي وایي ډیره اسماعیل خان کې چې عمران خان دکومو مرستو پرانسته کړې هغه دنشت برابر دي


دپاکستان پخواني وزيراعظم او دتحريک انصاف ګوند چيرمېن عمران خان تیره ورځ ډیره اسماعیل خان کې د سیلاب پرمهال د ړنګو شوو کورونو په غړو د مرستو د ویش د پروژې پرانسته کړې خو د سیلاب متاثره خلک وایي دا مرستې د سیلاب پرمهال د اوښتي زیان په پرتله د نشت برابر دي.

پخواني وزیراعظم عمران خان په دغه موقعه ویلي صوبه پخپله دومره وسایل نه لري او دا پیسې هغه په خپله د ټيلي تهون له لارې راټولې کړي چې د سیلاب ځپلو لپاره د هاؤسنګ فنانس لپاره کارول کیږي.

هغه ویلي دا د سیلاب نه د اغیزمن شوؤ کورنیو امانت دی او د دوی د حکومت ذمه واري ده چې دا په سمه او شفافه توګه دې اغیزمنو خلکو ته ورسوي۔

د صوبې حکومت د سرکاري ملازمینو ګریډ 16 نه لاندې د دوو ورځو او ګریډ 17 نه بره د پینځوؤ ورځو دتنخا پیسې د سیلاب اغیزمنو د مرستو د پاره ترې کمې کړي دي.

عمران خان دا پرانسته وروسته له هغې کړې چې د جمعې په ورځ د صوبې اعلا وزیر محمود خان د سېلاب ځپلو کورونو د بحالۍ لپاره د مرستو دپیسو ورکولو په رسمي توګه منظوري ورکړې او لارښونه یې کړي چې دا دمرستو ورکولو لړۍ دې د صوبې تر ټولو زیاتې ځپل شوې ضلعې ډيره اسماعيل خان نه پیل شي.

د صوبې حکومت د سیلاب پرمهال د مکمل وران شوي یو کور څلور لکه روپۍ او د نیم ویجاړ کور 160 زره روپۍ مرستې ورکوي

خو سیلاب ځپلي خلک وایي د دوی تاوان زیات شوی او دوی ته ورکړل کېدونکې مرستې د نشت برابر دي .

دې دستوره ته کلاچي سیمې نه راغلی یو تن غلام جان وایي د کور دیوالونه ،درې کوټې او یو دوکان یې ړنګ شوی او سامانونونه دخاورو لاندې شوي .

هغه وویل دوی ته 160 زره روپۍ لیکل شوي چې د شوي تاوان د نشت برابر دي .

هغه وایي کورونه یې ړنګ شوي په خیمو کې ژوند کوي او حکومت دې د مالي مرستو په ځایې دوی ته کورونه جوړ کړي.

یوه بل متاثره تن محمد ایاز وویل په دې مرستو په کور کې یوه غسل خانه هم نه جوړیږي.

هغه وویل دسیلاب پرمهال یې کور په بشپړه توګه ړنګ شوی کار، روزګار، زمکې اؤ پټو ته یې هم زیان رسیدلی.

د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو ټانک او بیا وروسته ډیره اسماعیل خان ضلعو کې د اګست په 24 او 25م سیلاب راغلی و.

انتظامیه ویلي سیلابي اوبو دواړه ضلعې تر 90 فیصدي زیاتې اغیزمن کړي چې پکې د سړکونو، سکولونو او هسپتالونو ترڅنګ د خلکو په زرګونو شمیره کورونه، په لکونو جریبه فصلونه، د کور ساتلي څاروي او دوکانونه زیانمن شوي دي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG