لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لورالايي کې د 17 کلن ځوان د مرموزې وژنې ضد سياسي ګوندونو احتجاجاً ښار تړلی


د پاکستان د بلوچستان صوبې د لورالايي ضلعې د پوليس چارواکو په خبره د تېر اتوار/ يکشنبې په ورځ د بوري د سېلګرۍ په کوهار ډيم سيمه کې په يوه پېښه کې 17 کلن ځوان اسرار خان وژل شوی او د هغه درې نور ملګري ټپي کړل شوي دي. د پېښې په ضد نن سياسي ګوندونو او پي ټي اېم احتجاج کړی او ښار یې احتجاجاً تړلی دی.

د وژل شوي ځوان تره نظر محمد وي او اې ډيوه ته ويلي، وراره اسرار يې د شپږو خوېندو ورور وو په نهم ټولګي کې زده کړې کولې د ملګرو سره سېل له تللی دوی د هيچا سره شخصي دښمني نه لري، نه دي خبر چې چا ورسره دغه بد وکړه.

وي او اې ډیوه ته نوموړي ويلي، د دوی په نظر دغه کار هغو خلکو کړی چې په علاقه کې بدامني غواړي، او دا د زورورو خلکو کار دی. هغه زیاته کړه دوی انصاف غواړي او په دغه پېښه کې ککړ تن دې سرعام وځړول شي دوی د وکيلانو او عدالتونو وس نه لري.

د لورالايي د پوليسو د ايس ايچ او محمد کريم مندوخېل په خبره د يکشنبې په ماځيګر له لورلايي ښار څخه 15 کلو ميتره ليري پرته د سېلګرۍ سيمه کوهار ډيم کې ياده پېښه شوې ده.

د پولیس افسر په وېنا دغه هلکان د کوهار ډيم سيمې ته تللي وو او په هم دې وخت کې له نېږدې غره څخه يو تن وسلوال ورته راغلی او له دوی سره يې شا وخوا دوه ساعته ناسته او خبرې کړې، وايي ټپي شويو زده کونکو پوليسو ته ويلي چې وسله وال تن ډول ډول غوښتنې ځينې کړې وې چې زده کونکو ورته انکار کړی او په هم دې وخت کې د ياد تن له لوري ورباندې په تماچه/توپانچنه ډزې او د خنجز ګوزارونه شوي دي.

" اسرار وژل شوی او يو بل زده کوونکی په ګولۍ ټپي شوی او دا نور دوه په خنجرو وهل شوي دي".

د يادې پېښې پر ضد د پښتون ژغورنې غورځنګ ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نېشنل ګوند، او اين ډي ايم له لوري په ګډه سره لورالايي ښار د احتجاج په توګه تړل شوی، او له حکومت څخه په پېښه کې دککړ تن د نيولو غوښتنه شوې ده.

د لورالايي ډپټي کمشنر ډاکټر عتيق الرحمان وي او اې ډيوه ته وويل، د ټپي شوو زده کونکو او د اغېزمنو کورنيو له لوري تورن کس پر ضد يې مقدمه درج کړې ، او د ياد تن د نيولو هڅې راوانې دي.

هغه وويل، چې تر اوسه لا د پېښې په اړه پوره تفصيل معلوم نه دی خو زیاته يې کړه چې دا له ترهګرۍ سره تړلې پېښه نه ده او د چا شخصي بد فعل کيدای شي.

" په مقدمه کې تورن کس و پوليسو ته مطلوب دی، هغه له اوله هم په ځينو پېښو کې لاس لري، مجرم دی، مونږ د هغه ورور د تفتيش لپاره نيولی دی، دا به معلومه شي چې کومه معامله ده".

د ډاکټر عتيق په خبره ډېر ژر به په پېښه کې ککړ تن ونيول شي او د قانون و منګولو ته به وسپارل شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG