لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور کورکمانډر د شمالي وزیرستان او خېبر سفر کړی


د پېښور کورکمانډر لفټننټ جنرل حسن اظهر حيات د افغانستان پولې ته څېرمه د خېبرپښتونخوا د شمالي وزيرستان او خېبر ضلعې سفر کړی دی. دا په داسې حال چې په دې ورستیو کې په خېبر پحتونخوا او په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي او د علاقې سیاسي او مدني فعالان وایي دې خاورې ته د جنګ نوې منصوبې راوړل کيږي.

د پاکستان پوځ ویلي د پېښور کور کمانډر لفټننټ جنرل حسن اظهر حيات د شمالي وزیرستان د سفر پرمهال ميرعلي سیمه کې د آرمي پبلک سکول پرانسته کړې او د هلکانو هاسټل او پاکستان سویټ هوم ته ورغلی دی.

د پوځ په بیان کې ویل شوي د پاکستان سویټ هوم په کال 2017م کې جوړ شوی او د میرعلي او میرانشاه څخه 96 یتیمان اوس مهال د هر ډول لګښت پرته د دې اسانتیا څخه ګټه پورته کوي.

د بیان ترمخه ارمي پبلک سکول جوړول د ځايي خلکو مهمه غوښتنه وه چې پکې د اول نه تر اتم ټولګي زده کوونکو ته تعلیمي زده کړې ورکوي او په یو وخت کې 525 زدکوونکي ځایی کولی شي. او د هلکانو هاسټل د نزدې 123 زده کوونکو ته وړیا استوګنې ځای لري.

په بيان کې ويل شوي کور کمانډر په میرعلي کې د سکاوټس ټریننګ اکاډمۍ (جنوب) کې د بیسک ملټري ټراینګ کورس پاسنګ آوټ پریډ کې هم مشر میلمه وو. او د تربیې 31م پړاو کې 1164 ریکروټ کامياب شوي دي.

پوځ ويلي د پېښور کور کمانډر لفټننټ جنرل حسن اظهر حيات د خېبر قبایلي ضلعې سفر هم کړی او سفر په مهال یې په باړه سیمه کې د تیراه، باغ میدان، راجګل، لنډی کوتل، باړې، مولا ګوری او جمرود له مشرانو سره لیدلي دي.

د پوځ په بیان کې ویل شوي کور کمانډر په سيمه کې د امن په راوستو کې د قبايلو د قربانيو ستاينه وکړه او ډاډ يې ورکړی چې د پاکستان پوځ به د سيمې د خلکو سره هر ډول ممکنه مرسته کوي.

د جاري کړي بیان ترمخه ملکانو او مشرانو په سيمه کې د امن په بحالۍ او د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د روانو هلو ځلو لپاره د پاکستان پوځ مننه وکړه. او خپلو امنیتي ځواکونو د نه ستړي کیدونکو مرستو ته يې ډاډ يې ورکړو.

کور کمانډر دا سفر په داسې حال کړې چې په خېبر پحتونخوا او په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې سیوا شوي دي.

پرون د پاکستان پوځ ویلي، د ډېره اسماعيل خان په درازنده علاقه کې د ترهګرو سره په نښته کې دوه پوځي سرتيري وژل شوي دي. خو له دې وړاندې ځايي چارواکو ويلي وو د ډېره اسماعيل خان په پروواه تحصیل کې د سېلابونو له امله د ورانو شوو کورونو د سروی په عمل بوخت ټيم باندې وسله وال بريد شوی او دوه پوځيان پکې وژل شوي وو.

تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د اکتوبر په 22مه شمالي وزیرستان کې د پاکستان په پوځ ځانمرګی برید شوی وو چې پکې د پوځ انجينيرنګ کور څلور عسکر ژوبل شوی وو.

د زیارت په ورځ په جنوبي وزیرستان کې په یو وسله وال برید کې د پاکستان پوځ یو عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي وو.

د علاقې سیاسي او مدني فعالان وایي د کور کمانډر د سفر وروسته ناامنۍ سیوا کیږي او ښکاري دې خاورې ته د جنګ نوې منصوبې راوړول شوي دي.

په جنوبي وزیرستان کې د عوامي نیشنل ګوند ځایي مشر ایاز وزیر وویل دوی تر عملیاتو وروسته په علاقه کې د ناامنۍ سره مخ دي.

هغه زیاته کړه تیره اونۍ کور کمانډر د جنوبي وزیرستان سفر کړی او هغه سره په دې سفر کې د صوبې د ترقیاتي پروژو او منصوبه بندیو سیکټري شهاب علي هم موجود وو او په واڼه سیمه کې د پخواني پولیټکل ایجنټ وخت سرکاري ملکانانو سره لیده کاته کړي.

هغه وویل دوی په صوبه کې شامل شوي او پخوانی د ایف سي ار نظام ختم شوی دی خو کور کمانډر د علاقې سیاسي مدني او د خلکو منتخب استازو نظر انداز کول اندیښمن کړي چې په بند کمرو کې بیا د علاقې د پاره څه منصوبې روانې دي ځکه چې دې بند کمرو کې شویو فیصلو دوی وړاندې د بې کورۍ ژوند ته مجبور کړي وو.

په شمالي وزیرستان کې د پي ټي ایم فعال عید رحمان وویل، د سوات نه تر وزیرستانه خلک د ناامنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې کوي چې پکې یواځې د امن یوه غوښتنه کوي.

هغه وویل یواځې شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عملیاتو نه را په دېخوا د 500 نه زیات کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې پکې د جون په میاشت کې څلور تنکي ځوانان هم شامل وو د دغو پېښو پرضد د اتمانزی قامي جرګې احتجاجي پرلت روان دی خو تر اوسه په دغو پېښو کور کمانډر غلی پاتې دی.

هغه وویل که تیر کور کمانډر جنرل فېض حمید وو او که دا نوی دا د خپلې خوښې مشرانو سره لیده کاته کوي او تور يې لګولی چې د دوی د سفرونو سره ناامني سیوا شوې ټیټه شوې نه ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG