لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت: د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې یو ترهګر وژل شوی، د پولیسو په پوسته بمي برید کې عسکر ژوبل


Khyber Pakhtunkhwa Police KP KPK , Frontier provincial law enforcement Peshawar , Pakistan
Khyber Pakhtunkhwa Police KP KPK , Frontier provincial law enforcement Peshawar , Pakistan

دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو یا سي ټي دي‌ دعوه کړې ده چې دخېبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې یې د امنیتي ځواکونو سره په شريکو استخباراتي عملیاتو کې یو ترهګر وژلی دی.

بل لوري ته په تانک ضلعه کې نامالومه کسانو د پولیسو په پوسته د لاسي بم حمله کړې ده چې پکې یو پولیس عسکر ژوبل شوی دی.

د لکي مروت پولیسو ويلي تيره شپه پوليسو ته د پیزو تاڼې په حدودو کې په عبدالخېل خېل سیمه کې د ترهګرو د شتون اطلاع ترلاسه شوې وه چې د ترهګرۍ پلان جوړوي.

په بيان کې ویل شوي کله چې بيا د علاقې پوليس، د سي ټي ډي اهلکار او نور امنیتي ځواکونه دغلته ورسېدل او له وسلوالو یې ګېره چاپیره کړه نو وسلوالو پرې ډزې پېل کړې. او د ډزو په تبادله کې یو ترهګر ارشاد ووژل.

په بیان کې ویل شوي وژل شوي ترهګر په امنیتي عسکرو بریدونو او هدفي وژنو کې ککړ و او د ډېر وخت نه امنیتي عسکرو ته مطلوب و.

پولیس ویلي د وژل شوي تن د ولکې نه وسله او نور چاودیدونکي توکي تر لاسه شوي خو د ډزو په تبادله کې امنیتي ځواکونو ته د نقصان په اړه یې څه نه دي ویلي.

لکي مروت د خېبر پښتونخوا هغه جنوبي ضلعه ده چې پولې یې د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان، بنو او د ټانک ضلعې ترڅنګ د پنجاب میانوالي ضلعې سره لګیدلې دي او دغلته په دې وروستیو کې په امنیتي عسکرو بریدونه چټک شوي دي.

په دویم نومبر په لکي مروت سیمه کې سي ټي ډي پولیس دعوه کړې وه چې د امنیتي ځواکونو سره په شريکو عملیاتو کې يې څلور ترهګر وژلي .

هغه وخت تحریک طالبان پاکستان منلي وو چې وژل شوي کسان د امنیتي ځواکونو سره بند کې د دوی ساتل شوي غړي وو.

بل لوري ته په ټانک کې نامالومه کسانو د پولیسو په پوسته د لاسي بم برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر ژوبل شوی دی.

د ټانک پولیسو ویاند یونس کنډي وایي دا پېښه تیره ورځ د شار میلال سیمه کې شوې ده.

هغه وویل په موټر سايکل سواره دوه نامعلومه کسان راغلي لومړی یې پولیس چوکۍ ته لاسي بم غورځولی او بیا یې ډزې کړي چې پکې د پولیس یو سپاهي ثناء الرحمان ژوبل شوی.

هغه وویل د ژوبل پولیس عسکر حالت د خطرې نه بهر دی او د بريد وروسته سمدستي د ټانک ضلعي پوليس افسر وقار احمد سره د نفرۍ موقعې ته رسيدلى او په پراخه کچه یې د بریدکوونکو پرضد د لټونې عمليات پيل کړي دي.

ددغه برید ذمه داري تحریک طالبان پاکستان منلې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG