لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند دعلي وزیر په بند کې دساتلو اؤ دناامنۍ پرضد بلوچستان کې احتجاجونه کړي دي


ANP Protest in quetta
ANP Protest in quetta

دپښتنو په سیمو کې د روانې ناامنۍ،هدفي وژنو،قلنګ غوښتنې،دعلي وزیر په زندان کې دساتل کیدو،دچمن پولې دتړل کیدو اؤ په کراچۍ کې دپښتنو دابادیو ړنګیدو پرضد عوامي نیشنل ګوند داتوار په ورځ دبلوچستان ایالت په بیلابیلو سیمو کې احتجاجونه کړي دي.

د عوامي نېشنل ګوند دبلوچستان عمومي سکتر مابت کاکا وي او ای ډيوه ته ويلي په دې احتجاجونو کې دقامی‌اسمبلۍ دغړي علي وزیر په زندان کې دساتل کیدو غندنه اؤ په سمدستي توګه دهغه دخوشې کولو غوښتنه شوې ده.

دکوټې د مطبوعاتي مخې ته راجوړې شوې احتجاجي جلسې ته خپله وینا کې دعوامي نیشنل ګوند دبلوچستان ایالت صدر اصغرخان اڅکزي وویل په پاکستان کې يوازې پښتنو سره نا انصافۍ روانې دي.

دهغه وينا وه چې دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير د عدالتي حکمونو باوجود په زندان کې ساتل شوی دی.

اصغر اڅکژي وویل په پاکستان کې نورو سياستوالو هم تقريرونه کړي او د ملک د ادارو پر تګ لارو يې نيوکې کړي خو هغوي ازاد ګرځي او يوازې د امن لپاره د خپلې کورنۍ د اتلسو غړو قرباني ورکونکی علي وزير په ریښتوني غږ پورته کولو په ناقانونه توګه د تېرو دوؤ کالو راهسې زندان کې پروت دی.

" علي وزير زموږ د ځپلي قام ږغ پورته کاوه، د اولس په رايه د قامي اسمبلۍ غړی جوړ شو او د ځپلي ولس ږغ یې پارلېمنټ ته يووړو يا یې د ولس په ميان کې دا ږغ پورته کړی، هغه دا من چيغه پورته کړې خو هغه پر دې ږغ نيول کېږي نو نه د قانون او نه د پارليمېنت احترام شته نو ددې څخه کوم پېغام راکول دي؟ "

هغه ویلي ریاست دپښتنو سره دمیرې مور سلوک کوي همدا لامل دی چې دلته په ادارو پسې کوم خلک کنځلې کوي هغوئ پرانستې تڼۍ ګرځي اؤ علي وزیر چې یوازې په پښتنه سیمه دامن غږ پورته کوي هغه د تیرو دؤو کالو نه زندان ته اچول شوی اؤ په یوې پسې دبلې مقدمې سره مخ کیږي.

په بلوچستان کې دعوامي نیشنل ګوند عمومي سکتر مابت کاکا وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي نني احتجاجونه اؤ لاریونونه دعوامي نیشنل ګوند له لوري په ژوب، پښين، مسلم باغ،قلعه عبدالله، لوالايي، چمن، کوټه او نورو ګڼو ښارونو کې شوي دي.

دمابت کاکا په وینا دې احتجاجونو کې وینا والو دپښتنو په سیمو کې دروانې ترهکرۍ اؤ انتهاخوښې دمخې نیولو ،دامنیت دټینګښت،افغانستان سره دلګیدلو لارو د پرانستلو اؤ په کراچۍ اؤ حیدر اباد کې دپښتنو دابادیو د ړنګولو دمخنیوي غوښتنې کړي دي.

په ټولننیزو رسنیو دترسره شوؤ احتجاجونو بیلابیلو ویډيوګانو کې لیدل کیږي چې ګڼ شمیر دعوامي نیشنل ګوند فعالیت په سړکونو لاریونونه کوي ، په لاسونو کې یې بینرې اؤ کتبې پورته کړي اؤ شعارونه ورکوي چې "مونږ پخپله خاوره امن غواړو، علي وزیر دې راخوشې کړی شي"

احتجاجي جلسو اؤ لاریونو ته خپلو ویناګانو کې دګوند مشرانو ویلي چې دیو سازش لاندې بیا دپښتنو سیمو کې دترهګرو دفعالولو هڅې کیږي خو دوئ په ‌ډاګه کړې ده چې پښتانه اوس په هیڅ قیمت امن دښمنه قوتونو ته دخپلې خاورې دامنیت ګډوډولو اجازه نه ورکوي.

دبلوچستان بیلابیلو سیمو کې دترسره شوؤ دې احتجاجونو نه وړاندې په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې هم سیاسي ګوندونو،مدني ټولنې اؤ ولسي تحریکونو دغسې احتجاجونه کړي اؤ ویلي یې دي چې دوي پخپله خاوره کې هیچاته ته دامنیت ګډوډولو اجازه نه ورکوي.

په خیبر پښتونخوا کې د احتجاجونو غونډو اؤ لاریونونو دا لړۍ وروسته له هغې پیل شوې چې په سوات،دیر،باجوړ،وزیرستان،خیبر اؤ ځینو نورو سیمو کې یو ځل بیا د طالب وسله والو د راپورته کیدو رپورټونه مخې ته راغلل اؤ دطالبانو له لوري نه خلکو نه دقلنګونو غوښتنو زور ونیولو.

په دې وروستیو کې په سوشل میډیا داسې ویډيوګانې هم مخې ته راغلې وې چې پکې لیدل کیدل سوات کې طالبانو دپوځ اؤ پولیسو ځینې افسران تښتولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله سوات کې دطالبانو بیا راپورته کیدو ته د پروپیګنډې نوم ورکړی اؤ دخیبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر سېف منلې چې سوات ته طالبان ورغلي وؤ خو هغه وایي طالبان جګړې لپاره نه دي وؤ تللي بلکې سوات ته دطالبانو یو کمانډر دخپلې ناروغه خور پوښتنې له تللی ؤ اؤ اوس هغوئ بیرته له سواته وتلي دي.

تیره ورځ بیرسټرسېف پخپله یوه مرکه کې ویلي طالبانو سره مذاکراتو کې تعطل راغلی ؤ خو وایي چې روانه به میاشت به ټي ټي پي سره د خبرو دریم پړاؤ هم پیل شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG