لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په خضدار کې چاودنه شوې 13 تنه پکې ټپيان شوي


د بلوچستان صوبې د پوليسو په وينا د ګل/دوشنبې په ماښام [19دسمبر] د خضدار د عمر فاورق چوک په نامه سيمه کې چاودنه شوې چې پکې د درېو ماشومانو په ګډون 13تنه ټپيان شوي دي.

د خضدار د پوليسو يو چاوراکي ثناالله وي او اې ډيوه ته وويل،" د سړک غاړې ته د کچرې و ټپ ته نېږدې چاودېدونکي توکي پټ کړل شوي وو او چې کله له يادې سيمې ځايي خلک تېرېده په هم دې وخت کې چاودنه شوې چې پکې 13 تنه ټپيان شوي دي".

د پېښې ټپيان يې د خضدار سيول روغتون ته وړي، د روغتون د چارواکو په وينا د زياتې وينې د بهېدو له کبله د دوو ټپيانو حالت له خطر سره مخ دی.

ځايي رسنيو ويلي چې په ياده سيمه کې دوې چاودنې شوې، چې په دويمه چاودنه کې زيات خلک ټپيان شوي دي خو پوليس چاوراکي وايي چې يوه چاودنه وه او له پېښې وروسته يې په سيمه کې د امنيت خوندي ساتلو په موخه د پوليسو او نورو ځواکونو زيات عسکر ځای پر ځای کړي دي.

د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو د پېښې غندنه کړې او په پېښه تر شا د لاس لرونکو د نيولو تر څنګ يې ټپيانو د جدي درملنې امر کړی.

د رپورټ د جوړولو تر وخته د يادې پېښې زمه واري کوم چا نه ده منلې، خو د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې د بمي بريدنو چاودنو او هدفي وژنو زياتره وخت زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتنوکې ډلې مني.

د حکومت له لوري هم د ايالت په بلوڅ مېشتو سيمو کې د ځانګړو عملياتو د تر سره کېدو او په دې عملياتو کې وخت نا وخته د وسلوالو د وژلو ادعاوې هم کيږي.

د بېلا بېلو ادارو رپورټونه دي چې په بلوچستان کې د دسمبر تر 16م پورې د چمن او بولدک ترمينځ پر اغزن تار د دوو وسلوالو نښتو په ګډون په اته جلا جلا پېښو کې 11 تنه وژل شوي او 25 ټپيان شوي دي، په يادو پېښو کې د زياتره پېښو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو منلې.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG