لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:دوه مېرمنې اؤ‌ یو ځوان دناموس په نوم وژل شوي دي


دبلوچستان ایالت په مستونګ ضلعه ضلع کې دغېرت په نوم د دوو مېرمنو په ګډون درې کسان وژل شوي،

چارواکي وايي دغه پېښه تېره ورځ له کوټې ښار څخه په۵۰ کیلو مېټره واټن د د سویل په لوري ته مستونګ ته نزدې په کلی پده کې رامنځته شوې ده.

د مستونګ د پولیسو مشر یا ايس ايس پي محمد نعیم اڅکزي دپېښې پخلی کړی اؤ او وایي چې دا پېښه دخپلې خوښې د واده پسر رامنځته شوې ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې دپولیسو مشر په وژل شوؤ کسانو کې يوې ښځې او یو ځوان شپږ مياشتې مخکې په کوټه کې د خپلې خوښې واده کړى و.

هغه وایي دغه وژل شوې ځوان د سېوې اوسیدونکی و، ، چې له خپلې يوې بلې مېرمنې سره دلته په يوه کور کې اوسېدل.

دپوليسو دچارواکو په وينا نامعلومو کسانو دغه درې واړه نهې یا سه شنبې په سهار په ډزو وژلي دي .

دپولیسو مشر وایي د وژل شوؤ کسانو جسدونه د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته انتقال کړل شوي دي.

پوليس وایي دا وژنې دغیرت په نوم شوي دي اؤ دوئ په پېښه کې دککړو تنانو دنیولو لپاره هڅې کوي.

د مدني ټولنې فعاله غړي زلېخا عزیز وي او ای ډیوه ته وایي چې په بلوچستان کې په ښځو د تشدد پېښې سږکال بیا زیاتې شوې دي.

"تر ټولو زیاتې په ښځو د تشدد پېښې بلوچستان کې دي، که دواده په بڼه وي که د خپلې خوښې د نکاح په شکل کې وي او که ده مېړه ناخوښه وي هم دا ښځه وژل کېږي، په ښځو تشدد په مختلفو شکلونه کې موجود دی"

هغه وایي بلوچستان کې زیات شمیر ښځې د قبایلی نظام لاندې د جګو دېوتلو په منځ ګې د تړلو دروازو شاته ژوند کوي اؤ دوې زیاتره په خپلو حقوقو باندې خبر نه وي.

د ښځو د حقوقو لپاره دغږ پورته کوونکي غیر دولتي سازمان عورت فاونډېشن د تېرکال ۲۰۲۱ د راپور له مخې په ټول بلوچستان کې په ښځو د تشدد ۱۲۹ پېښې ثبت شوي چې په دغو پېښو کې ۵۷ ښځې وژل شوي‌ دي.

په وژل شوؤ کې ۲۸ ښځې او ۲۱ نارینه د نګ او ناموس په نوم وژل شوي،

د رپورټ ترمه په دې پېښو کې ۳۳ په کوټه کې، ۳۰ پېښې نصیر اباد، ۱۱ پېښې مستونګ،جعفرآباد کې ۷، په ژوب او په خضدار کې شپږ ،شپږ، سېوې، کلات، نوشکي، چاغی او بارکان کې ۲، پشین، پنجګور، کوهلو کې ۱، ۱، پېښې ثبت شوې وې.

غېر دولتی موسېسې وايي د نګ او ناموس د زیات شمیر وژنو مقدمې د قتل په نومونو باندې ثبت کېږي چې په هغې کې بیا ضمانت هم کېدای شي.

عورت فاونډېشن وايي په ښځو د تشدد پېښې په خېبر پښتونخوا او سېند صوبو کې هم ډیرې زیاتې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG