لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: حکومت وایي ګوادر کې انټرنیټ او امن بحال شوی، خو احتجاج کوونکي وایي ملګري یې نیول کېږي


واشنګټن ــــ د بلوچستان حکومت وایي په ساحلي او تجارتي ښار ګوادر کې له احتجاجونو او د نا امنۍ له پېښو پس حالات سم شوي او خلکو خپل عادي ژوند پېل کړی دی او انټرنیټ یې بیرته بحال کړی دی.

حکومت د پنجشنبې- زیارت په ورځ پخپل بيان کې ویلي، چې په ګوادر کې د امنيتي ادارو او حکومت له لوري موثر ګامونه اخیستل شوي او اوس هلته امن پر ځای شوی دی:

"د ژوند چارې بيا را ستنې شوې دي، د دې تجارتي ښار کردار د پاکستان او د بلوچستان لپاره ډېر مهم دی، د ګوادر خلګو له تشدد ډک حالات رد کړي او دا يې وښوول چي دوی به يو سياسي قوت ته هم دا اجازه ورنه کړي چې د دوی راتلونکی خرابولول يا دوی تشدد کولو ته وهڅوي"َ۔

څو ورځې وړاندې پر 26 دسمبر د حکومت له لوري په ګوادر کې روان د «حق دو تحريک» احتجاجي پرلت له ختمولو پس حکومت نن دغه بيان ورکړی دی.

په ګوادر کې روان احتجاجي اولسي تحريک " ګوادر کو حق دو" يوه غړی د نوم او ځای نه ښوولو په شرط له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل چې د موبايل سګنلز او انټرنېټ خو بحاله شوي خو وایي د حکومت له د دوی لسګونه غړي نيول شوي او اوس هم د دوی د تحريک غړي نيول کېږي او پر کورونو يې چاپې وهل کېږي.

د دې تن په خبره د حکومت له لوري يواځې پر دې تن پينځه مقدمې درج دي ځکه دی له پوليسو پټ شوی دی:

"زموږ ترجمان حفيظ کيازی دوې ورځې وړاندې ونيول شو، کوټې ته یووړل شو، تېره شپه د بابر شهزاد په نوم د حق دو تحريک يو غړی نيول شوی، د حق دو تحريک د کونسلرانو پر کورونو د پوليسو چاپې وهل کېږي"۔

د ولسي تحريک مشر مولانا هدايت الرحمان تېره ورځ له نا معلوم ځایه ويډيو بيان خپور کړی او ويلي يې دي، په ګوادر کې اوس هم حالات سخت دي، کرفيو ده او په خلکو کې ويره خوره ده:

" موږ پرامن جدودجهد کوونکي يو، د پاکستان تر ایين لاندي د خپل حق غوښتنې لپاره مېدان ته را وتلي يو، له تاسو تولو څخه غوښتنه کوم چې د بلوچستان او د ګوادر له خلګو سره د مرستې او همغږۍ لپاره ودرېږئ"-

د 2022م کال اخيرنۍ دوې مياشتې ( نومبر، ديسمبر) کې د مونالا هدايت الرحمان په مشرۍ ګوادر ته د حق ورکړی تحريک پرلت پېل شوی وو.

له حکومت سره له څو ځلو ناستو او مزاکراتو ناکامه کېدو ورستو پر 26م ديسمبر د پوليسو او احتجاج کونکو تر ميان د تاوتريخوالي له کبله په ګوادر ښار کې ټيليفوني او انټرنېټي شبکې بندي کړل شوي وې.

د حکومت له لوري په ښار پر احتجاج او غونډو د پابندۍ لپاره دفعه 144 نافزه کړل شوې ده.

د تحريک د غړو په وينا، حکومت بنيادي اسانتياوې له اوله نه وې برابرې کړې او اوس يې ورڅخه د احتجاج کولو قانوني او ايني حق هم اخصيستی، وايي ځکه يې د بلوچستان په هايي کورټ کې درخواست جمع کړی او له عدالت څخه يې غوښتي چې د حکومت له لوري ورباندې لګول شوي قدغنونه لېري او د دوی نيول شوي ملګري دې خوشي کړل شي.

د ولسي تحريک غوښتنې دي چې د ګوادر په سمندر کې د ماهيانو ناقانونه ښکار دې بند کړل شي، په ګوادر ښار کې امنيتي څوکۍ دې له ابادۍ و ايستل شي، د نشيي توکو پلورل دې بند کړل شي، له ايران سره دې سرحدي تجارت کې دې اسانۍ جوړې شي او د ګوادر و خلکو ته دې ژوند نورې اسانتياوې ورکړل شي.

ايالتي حکومت دا غوښتنې ایيني او قانوني ګڼي خو د چارواکو په خبره چې ټولې غوښتنې پوره کول به وخت اخلي.

حکومت دا تور هم پورې کوي چې د تحريک مشر مولانا ځکه د سخت احتجاج لاره خپله کړې چې سياسي ګټې تر لاسه کړي.

مولانا دا تور ردوي او وايي چې د چين او پاکستان تر ميان د اربونو روپو پروژې سي پېک مرکز ګوادر ښار خلک د ژوند له ټولو بنيادي اسانتياوو بې برخې دي، ځکه دوی د احتجاج لاره خپله کړې ده.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG