لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دغنمو کمی، پاکستان کې ارزان بیعه اوړو پسې یو تن ژوند دلاسه ورکړی


په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو اؤ ذخیره اندوزۍ له امله دغنمو کمی رامنځته شوی اؤ د اوړو بیعې په چټکتیا سره په بره روانې دي.

رسنۍ وایي دسیند ایالت په میرپور خاص سیمه کې د ارزان بیعه سرکاري اوړو داخستو په هڅه کې یو خواریکښ خپل ژوند دلاسه ورکړی اؤ دیوې ماشومې په ګډون درې میرمنې دپښو لاندې چقېدلي دي.

دپاکستان په ټولو صوبو کې دا مهال د اوړو بیعې دتاریخ لوړې کچې ته ختلي اؤ صوبایي حکومتونو دخپلو صوبو دننه دغریب ولس د اوړو د ضرورتونو پوره کولو لپاره بیلابیلو سیمو ته د ارزان بیعه اوړو لیږلو لړۍ پیل کړې ده .

په ټولنیزو رسنیو عام ولس نیوکې کوي چې ددې ارزان بیعه اوړو په ترلاسه کولو دومره رش وي چې ترلاسه کول یې دهر چا له وسه نه وي.

پاکستاني رسنۍ وایي د ارزان بیعه اوړو ترلاسه کولو په هڅه کې تېره ورځ دسیند ایالت دمیرپور خاص سیمې په ګلستان بلدیه علاقه کې یو بې وزله مزدور کار دخلکو دپښو لاندې راغلی اؤ ژوند یې بایللی دی.

د اوړو ترلاسه کولو په هڅه کې دمړ شوي تن پېژندګلو د هرسنګ پولي په نوم شوې ده چې ویل کیږي داتوؤ اولادونو پلار ؤ اؤ په سیمه کې یې خواري مزدوري کوله.

د مړ شوي تن کورنۍ اؤ سیمې خلکو په دې پېښه سخت احتجاج کړی اؤ د میرپور پریس کلب مخې ته یې داحتجاج په توګه د مړ شوي تن جسد اېښودلی ؤ.

دپاکستان ایکسپریس رسنۍ دمیرپور خاص د ډپټي کمشنر له خولې ویلي هغوئ ته اطلاع نه وه ورکړل شوې چې یادې سیمې ته به د ارزان بیعه اوړو ټرک لیږل کیږي ګنې هغوئ به دغلته پولیس ګمارلي وؤ اؤ بدنظمي به نه رامنځته کیده.

ډپټي کمشنر ویلي له دې پېښې وروسته به دسیند ایالت دخوراک سیکرټري ته لیک استوي اؤ د مسولو کسانو پرضد به دګامونو اخستو غوښتنه کولی شي.

په عین حال کې رسنیو د نواب شاه په سکرنډ سیمه کې هم د اوړو دیو مل مخې ته د ارزان بیعه سرکاري اوړو داخستو په مهال دخلکو الغاؤ تلغاؤ کې دیوې ماشومې په ګډون د دریوؤ مېرمنو د پښو لاندې د چقېدو رپورټونه خپاره کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو دپاکستان دبیلابیلو سیمو اوسیدونکو د اوړو دبیعو په لوړوالي سختې نیوکې کړي اؤ وایي ولس په اوږدو،اوږدو قطارونو کې د اوړو په ترلاسه کولو پسې خواریږي خو حکمرانان دیو بل دپښو راښکلو نه وزګار نه دي.

په خېبر پښتونخوا کې دا مهال د20 کلو اوړو تروړه قابو 3000 روپو ته رسېدلې ده چې دوه میاشتې مخکې په 1400 روپۍ ترلاسه کېده.

پنجاب کې د15 کلو اوړو تروړه دامهال په 2155 روپۍ پلورل کیږي،کراچۍ کې دیو کلو اوړو بیعه 160 ته رسېدلې ده اؤ په اسلام اباد اؤ پېښور کې د اوړو 10 کلو تروړه په 1500 روپۍ خرڅېږي.

همداشان په کوټه کې د20کلو اوړو دتروړې بیعه 2800 روپو ته رسېدلې ده.

څېړونکي وایي هیواد کې د اوسنیو سیلابونو له امله د کروندې د زمکو دتباه کیدو، دصوبایي حکومتونو له لوري داوړو دملونو په کوټه کې دکمي اؤ دغنمو د ذخیره اندوزۍ له امله هم پاکستان کې د اوړو بحران شدت اختیار کړی دی.

د اوړو ترڅنګ په پاکستان کې د نورو خوراکي توکو بیعې هم په بره تللي دي اؤ څېړونکي ویرې ښایي چې که پاکستان ته په نزدې ورځو کې دوستو هیوادونو دمرستې لاس ور ونه غځولو نو په ممکنه توګه ددې هیواد اقتصاد سقوط کولی شي.

د رپورټونو له مخې دا مهال پاکستان سره دبهرنیو اسعارو ذخیره یوازې څلور نیم اربه ډالر پاتې شوې ده اؤ اقتصاد پوهان وایي چې په راتلونکو دوؤ میاشتو کې پاکستان ته 8 اربه ډالر بهرني پورونه ستنول دي .

داقتصاد پوهانو په وینا که چرې نړیواله مالیاتي اداره ایي ایم ایف دپور پاتې پیسې1.2 اربه ډالر پاکستان ته ورهم کړي نو دپاکستان کار پرې نه شي روانیدلی ځکه چې سږکال پاکستان33 اربو ډالرو ته اړتیا لري اؤ 23 اربه ډالر بهرني پورونه ورته ستنول دي

ځانګړې ویډیوګانې

غزه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې فلسطیني صحافیان وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG