لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: مستونګ کې د اسسټنټ کمشنر په ګاډی حمله شوې او دوه تنه وژل شوي دي


عکس (فایل)
عکس (فایل)

د بلوچستان په مستونګ ضلع کې وسله والو د اسېسټنټ کمېشنر په ګاډي ډزې کړي چې له امله یې د یو لیویز عسکر په شمول، دوه تنه وژل شوي دي.

دا برید له کوټې ښار څخه ۵۰ کلومټره لېرې ترسره شوی دی. د مستونګ ضلعې د پولیسو اعلی رتبه مشر وویل چې ښار ته نږدې په ولي بای پاس باندې د اسسټنټ کمشنر برکت بلوڅ پر ګاډي ډزې وشوې چې له امله یې د ليويزو د یو عسکر په شمول دوه تنه ووژل شول او يو ژوبل شوى دی. په وژل شویو کې يو لاروی هم شامل دی.

د چارواکو په وینا د ډزو په پېښه کې اسسټنټ کمشنر خوندي پاتې شوی او برید کوونکي تښتېدلي دي. د پولیسو افیسر وویل چې بریدګر پر ځنګل کراس باندې د پټرول پمپ په لوري ګرځېدل چې د لیویزو په ګاډي یې ډزې وکړې. د پېښې ذمه واري تر اوسه چا نده منلې.

مستونګ په انتظامي توګه د قلات ډوېژن برخه ده. په تېرو وختو کې هم دلته زیاتره د نا امنۍ پېښې د بلوڅ وسلوالو له لوري تر سره کېدلې.

صوبائي حکومت په وار وار ویلي چې دوی ترهګرو ته ماته ورکړې ده او د صوبې په لېرو پرتو سیمو کې امنېت ټینګ شوی دی. بلوچستان کې له تېرو دوو لسیزو څخه حالات ترینګلي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې تېرکال هم د نا امنۍ ۲۷۳ پېښو کې د امنېتی ادارو ۷۹، د پولیسو ۸ ، د لیویزو ۸ او عادي وګړي تر ۲۲۱ زیات وژل شوي، او قریب ۵۰۰ کسان ټپیان شوي و.

چارواکي دعوه کوي چې ګني تېر کال په عملیاتو کې ۹۳ ترهګر هم وژل شوي ۲۱۰نیول شوي وو.

د کورنیو چارو د وزارت د شمیرو له مخې د تیر کال د نا امنې تر ټولو زیاتی پېښې په مکران، کوئټه، رخشان ډویژن، نصیر اباد، قلات ډوېژن او ژوب کې رامنځ ته شوې وې.

د بلوچستان صوبائي حکومت دعوه لري چې د نا امنۍ په دغو پېښو کې ۹ کالعدم سازمانونه ککړ دي چې په کوم کې بلوڅ لبرېشن آرمي، بلوچستان لیبرېشن فرنټ، بلوڅ ريپبلکن آرمي، داعش او طالبان شامل دي.

بلوچستان حکومت هر کال له څلوېښت څخه تر پنځوس ارب روپۍ پر امنېت باندې لګوي. صوبايي حکومت له مرکز څخه غوښتنه کړې ده چې د امنیت له پاره دې په نشنل فائنانس کمشن ایوارډ کې بلوچستان ته یو فیصد برخه ورکول شي. بلوچستان د ځمکې په لحاظ، د پاکستان تر ټولو غټه صوبه ده چې د ټوله هیواد ۴۳ فیصد برخه ګڼل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG