د پاکستان پوځ وایي د بلوچستان په کېچ سیمه کې یې په امنیتي ځواکونو برید کوونکي اته ترهګر وژلي دي او دهغوی د ولکې نه یې وسلې او چاودیدونکي مواد ترلاسه کړي دي.
د پوځ مطبوعاتي څانګې ایي ایس پي ار د زیارت/پنجشنبې په ورځ پخپل بیان کې ویلي چې ترهګرو د شورو/چهارشنبې په ماښام د بلوچستان په کېچ سیمه کې د امنیتي ځواکونو په کاروان برید کړی و، خو پوځ وایي امنیتي ځواکونه تیار ولاړ وؤ او ترهګر یې په خپله ناوړه اراده کې کامیابېدو ته نه دي پریښي.
د پوځ بیان کې ویل شوي چې په دغه مهال پوځ پرته له کوم ځاني زیان د ترهګرو برید شنډ کړی او په تښتېدلو ترهګرو پسې لګیدلي وؤ.
د ایي ایس پی ار د بیان له مخې د زیارت په سهار د کېچ ضلعې په مازابند سیمه کې امنیتي ځواکونو د خفیه اطلاع په اساس د ترهګرو پرضد عملیات وکړل چې په دغه مهال د دواړو خواؤ ترمنځ سخته نښته هم شوې ده.
پوځ وایي نښته کې اته ترهګر وژل شوي خو امنیتي ځواکونو ته پکې هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
پوځ د دغو ترهګرو پېژندګلو نه ده واضحه کړې چې تړاو یې د کومې وسله والې ډلې سره و، خو په کیچ ضلعه کې چې وخت په وخت په امنیتي ځواکونه څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو ډلو په غاړه اخستې ده.
دپاکستان د پوځ ویاند هوډ څرګند کړی چې امنیتي ځواکونه به د دښمن له لوري دامن ګډوډولو هره ناوړه اراده شنډوي.
پاکستان کې د ترهګرۍ وروستۍ پېښې:
په دې وروستیو کې د پاکستان دننه په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو او ځانمرګي چاودنو لړۍ چټک شوې ده او په دې لړ کې تر ټولو ستر خونړی ځانمرګی برید په 30مه جنورۍ د پېښور پولیس لاین په جومات کې شوی و چې وړومبی په کې حکومت د 102 کسانو د وژل کیدو پخلی کړی و خو وروسته پولیسو وویل چې دې برید کې 84اتیا کسان وژل شوي چې زیاتره په کې پولیس دي.
د پېښور په دغه برید کې تر 200 زیات کسان ژوبل شوي هم وؤ.
د امنیتي چارو د څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز د وروستي رپورټ ترمخه تېره دجنورۍ میاشت کې په ټول هېواد کې 44 ترهګریز بریدونه شوي وؤ چې پکې 134 کسان وژل شوي وؤ اؤ په دې کې تر ټولو زیاته شمیره د پولیسو ده.
د ترهګرو پرضد څه ګامونه اخستل شوي؟
د پاکستان د دولتي خبري ادارې ای پي پي اوړمه ورځ خپل یو رپورټ کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د تېرو دریوؤ میاشتو په مهال په ګرد هیواد کې دترهګرو پرضد 6921 عملیات کړي چې پکې 142 ترهګر وژل شوي اؤ 1700 نیول شوي دي.
د رپورټ له مخې امنیتي د دریوؤ میاشتو په مهال خېبر پښتونخوا صوبه کې 1960 عملیات کړي چې پکې 98 ترهګر وژل شوي او 540 نور ژوندي نیول شوي دي.
همدا شان بلوچستان ایالت کې 3414 ترسره شوؤ عملیاتو کې د40 ترهګرو د وژل کیدو او 112 دنیول کیدو دعوه شوې ده.
رپورټ زیاتوي په سیند صوبه کې 752 عملیات شوي چې پکې درې ترهګر وژل شوي او 344 نور نیول شوي دي.
په پنجاب صوبه کې دترسره شوؤ عملیاتو شمېره 165 ښودل شوې چې اؤ رپورټ وایي په دریوؤ میاشتو کې دغه صوبه کې یو ترهګر وژل شوی او 11نیول شوي دي.