لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سږکال پاکستان نه په حج څومره خرچه راځي؟


د پاکستان اقتصادي رابطه کمیټۍ د کال 2023م لپاره د حج پالیسۍ منظوري ورکړې ده چې له مخې به یې سږکال پاکستان نه په حج 11لکه اؤ 75زره خرچه راځي.

د اقتصادي رابطه کمیټۍ غونډه د ګل/دوشنبې په ورځ د خزانې د وزیر اسحاق ډار په مشرۍ شوې ده چې په کې د مذهبي چارو وزیر مولانا عبدالشکور د حج پالیسۍ لنډیز د غونډې برخه والو ته وړاندې کړی دی.

د اعلامیې له مخې سږکال به پاکستان نه یو لک ،79 زره اؤ 210 کسان د حج فریضه ترسره کوي چې دې لپاره اقتصادي رابطه کمیټۍ د نهو کروړو ډالرو د ورکولو منظوري ورکړې ده.

د حج کوټه کې به نیمایي د سرکار په لاس کې وي اؤ نیمایي به د حج شخصي کمپنیو ته ورکول کیږي.

د نوې حج پالیسۍ له مخې دشمالي ریجن نه به په حج 11 لکه اؤ 75 اؤ دجنوبي ریجن نه 11 لکه اؤ 65 زره روپۍ مصرف کیږي.

پروسږکال د پاکستان نه81 زره اؤ210 کسانو د حج فریضه ترسره کړې وه چې هغې کې د شمالي ریجن نه حج کوونکو باندې لګښت 8۸لکه اؤ 287روپۍ اؤ دجنوبي نه 8لکه ،91زره اؤ 237 روپۍ خرچه راغلې وه.

په دغو پیسو کې د یونیم لکو روپو رعایت د حکومت لخوا هم ورکړل شوی ؤ.

ټاکل شوې ده سږکال به دپاکستان نه دحاجیانو وړومبی کاروان په21مئ سعودي عرب ته روانیږي.

په نوې حج پالیسې کې راغلي هغه کسان چې د حج لګښتونه په ډالرو کې جمع کوي له پچې یا قرعه اندازۍ نه به ورته استثنا ترلاسه وي.

پاکستاني رسنیو دحکومتي چارواکو لخوا هیله ښودلې ده چې کوم حاجیان په ډالرو کې دحج لپاره داخله کوي دهغوي شمیره په ممکنه ډول د44,800 څخه اوښتی شي.

حکومت دحج دسرکاري کوټې 25فیصدي برخه په ډالرو کې داخله کوونکو ته ځانګړې کړې ده چې لامل یې پاکستان کې د ډالرو کمی اؤ له دې لارې ډالر راټولول ښودل شوي دي.

سږکال پاکستان کې د ډالرو زیات کمی رامنځته شوی چې له دې امله حکومت دخپلې برخې د حج کوټې زیاه برخه شخصي ټور اپریټرانو ته ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

غزه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې فلسطیني صحافیان وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG