لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په هرنايي کې بمي چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده


د پاکستان د بلوچستان صوبې د هرنايي سيمې د ليويز چارواکي په وينا "د هرنايي په هزاره ډم نومې سيمه کې چاودنه شوې چې پکې يو تن مړ او درې ټپيان شوي دي، وايي ټپيان يې د سيمې روغتون ته وړي دي".

د نوم نه ښکاره کولو په شرط د ليويز چارواکي وويل ، چاودنه هغه مهال شوې کله چې د هرنايي په هزاره ډم نومې سیمه کې د اوبو وړونکی ټرېکټر د سکرو کانونو ته اوبه اخيستې وې چې ناببره په مځکه کې ښخ کړل شوي چاودونکې مواد ورباندي چاودېدلي دي.

چارواکي وويل د مړه شوي تن پېژندګلو د قابل په نوم شوې چې تعلق يې د بلوچستان د پښین برښور سېمې سره دی، او د ټپيانو شناخت د عبدالباري، نصیب الله او محمد جان په نوم شوی چې د کوټې بوسه منډۍ سيمې اوسېدونکي دي.

ځايي خبریال محمد عارف د ټلیفون له لارې ډيوه ته وویل، " د اوبو پر ټریکټر چاودنه شوې، يوه تن د چاودنې پر ځای ساه ورکړې، او درې تنه ټپیان شوي، د مړي جسد د هغه کورنۍ ته وسپارل شو".

د پېښي زمه واري د رپورټ د جوړلو تر وخته چا نه ده منلې.

هرنایي د سکرو زيات کانونه يا زېرمې لرونکې سيمه ده، ياده سيمه د بلوچستان له هغو سیمو څخه بلل کيږي چې وخت ناوخته پکې دغه ډول پېښې کيږي.

تر دې وړاندي روان کال 2023 د فرورۍ پر 27مه هم د سکرو پر کان کيندونکو باندې ډزې شوې وې چې له امله یې څلور مزدوران وژل شوي وو.

په بلوچستان کې روان کال د نا امنۍ په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

روانه اوونۍ د پاکستان د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د عسکرو پر یو ګاډي باندې برید کې نهه تنو عسکر د ټپي کېدو خبر ورکول شوی وو.

د مارچ پر اومه د بلوچستان د کچي ضلعې بولان سيمه کې د بلوچستان کانسټبلري پوليسو پر ټرک ځانمرګي بريد کې د اتهه پوليسو په ګډون نهه تنه وژل شوي تنه وژل شوي او 13 پوليس عسکر ټپي شوي وو.

د ساوت ايشيا ټېروريزم پورټل ادارې رپوټ دی چې د روان کال 2023م په لومړيو دوو مياشتو (جنورۍ او فرورۍ) کې په بېلا بېلو چاودونو او هدفي بريدونو کې په بلوچستان کې 84 تنه وژل شوي چې په کې 62 د امنیتي ادارو عسکر وژل شوي او 45 ټپیان شوي، 27 ته نېږدي عام وګړي هم په داسې پېښو کې وژل شوي او 18 ټپیان شوي دي.

رپوټ زياتوي چې تېر کال 2022 کې هم په 250 پېښو کې شاوخوا 228 تنه وژل شوي او 217 تنه ټپیان سوي و. په وژل شوو او ټپیانو کې زیات شمېر یې د امنیتي ځواکونو عسکر ښودل شوي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG