لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کچلاغ: د وسله والو ضد عملياتو او نښته کې څلور پوليس وژل شوي


بلوچستان پوليس
بلوچستان پوليس

د پاکستان د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې عملیاتو کې د ترهګرۍ ضد پوليسو څلور اهلکار وژل شوي، پوليسو د يو ترهګر د وژلو دعوه هم کړې ده. ټي ټي پي د پولیسو وژلو زمه واري منلې.

د پوليس چارواکو په وينا د دوشنبې او سهه شنبې په منځنۍ شپه يې د پټو معلوماتو پر اساس په کچلاغ کې عمليات کړي او د عملياتو پر وخت د وسلوالو له لوري په ډزو کې څلور د پوليس عسکر وژل شوي او يو ترهګر هم وژل شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] هم مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې د دغو عملیاتو او نښتې تاييد کړی چې نزدې د لسو ساعتونو پورې روانو عملياتو کې یې څلور پوليس وژلی او د دوی يو غړی هم پکې وژل شوی دی.

د بلوچستان حکومت وياندې فرح عظيم شاه ويلي چې د ترهګرۍ ضد ځواک اې ټي ايف د ترهګرو پر ضد عمليات کول چې هلته پرې له اوله پټ ترهګرو ورباندې ډزې کړي او پولیس اهلکار پکې وژل شوي دي.

په وژل شوو عسکر شناخت د علي اکبر، فېض محمد، محمد جاوېد، او چنګېزخان په نومونو شوې ده.

هغې ويلي په عملياتو کې ترهګرو وژلو هم اطلاع ده.

کچلاغ کې په تېره يوه اوونۍ کې په دوه بريدونو کې څلور پوليس اهلکار وژل شوي وو، او د دواړو بريدونو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلې وې.

د وژل شوو عسکر د جنازې مراسم په کوټه کې تر سره شوي، په سرکاري خبر کې ويل شوي چې په د جنازې په مراسمو کې د پوځ او پوليسو لوړ پوړو چارواکو شرکت کړی دی.

د بلوچستان پوليس له لوري جاري شوي بيان کې دعوه شوې چې عملياتو پر وخت په سيمه کې پټ يو ترهګر هم وژل شوی او لا هم عمليات روان دي، خو پوليس او نور حکومتي چارواکي پدې له نور تفصيل ورکولو لا هم ډډه کوي.

وي او اې ډیوه د بلوچستان صوبې د حکومتي او پوليس مشرانو سره د رابطې هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ویل شوی.

خو د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو ويلي، د ترهګرو پر ضد په اپرېشن کې عسکرو مرګ خفه کړی.

د نوموړي د دفتر څخه جاري شوي بيان کې هغه ويلي،" له ترهګرو سره د ډزو په مقابله کې وژل شوو پوليسو د ښاغلتيا مثال جوړ کړی، د ترهګرۍ پر ضد د ځانونو قرباني ورکونکي د قام وياړ دي، د ترهګرۍ مکمله خاتمه د قام او د حکومت ګډ هوډ دی".

د بلوچستان سر ښارکوټه کې پرون ناوخته پر له پسې دوې چاودنې شوې وې، د کوټې پر شارع اقبال قندهاري بازار په چاودنه کې د دوه پوليس عسکرو په ګډون څلور تنه وژل شوي او اتلس ټپيان شوي وو.

دويمه چاودنه د سرياب پر منير احمد خان سړک د پوليس موټر ته نېږدې شوې وه، چې پکې څلور تنه ټپي شوي و، د چارواکو په وينا د دواړو چاودنو هدف د پوليس موټر وو.

د يادو دواړو چاودو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل اې منلې ده.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG