لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي د طالبانو په رسمیت پېژندلو او ورسره اړیکو جوړولو باندې هیڅ بحث نه کوي


واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړې استازې وایي، دا خبره سپینه ده چې د طالبانو په رسمیت پېژندل په بشپړه توګه د امریکا له بحثه وتلې موضوع ده او د بشري حقونو د سرغړونو له کبله به ورسره اړیکې عادي نه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل د نهې- سه شنبې په ورځ وویل، په قطر کې د مې پر لومړۍ نېټه کېدونکي کانفرنس هدف شاید دا نه وي چې پکې د طالبانو په رسمیت پېژندلو باندې خبرې وشي.

د خبري غونډې په وخت له ښاغلي پټېل څخه وپوښتل شول چې آیا امریکا به د دوحې غونډې ته خپل استازی ټامس ویسټ ور ولېږي او آیا د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه د امریکا دریځ به څه وي، هغه یې په جواب کې وویل:

"زه د [ټامس ویسټ] له راتلونکي سفره خبر نه یم یا زه د داسې سفر د اعلانولو لپاره څه نه لرم. هغه څه چې زه یې باید ووایم دا دي چې د طالبانو رسمیت پېژندل په مکمله توګه له مېزه بهر موضوع ده، د [قطر] د کانفرنس مقصد باید دا نه وي".

د ملګرو ملتونو د عمومي‌ مشر مرستیالې آمنه محمد د اپرېل پر 17مه د امریکې په پرنسټن پوهنتون کې په یوه غونډه کې له طالبانو سره د خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې ملګري ملتونه په راتلونکو ورځو کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په اړه په یو کانفرنس کې بحث کوي.

د مېرمن آمنه محمد دغو خبرو په افغانانو کې زیاتې اندېښنې را وپارولې او د هغې دا خبره یې د هغو افغانانو سپکاوی وګاڼه چې وایي طالبانو په تېرو کلونو کې وژلي او د ښځو په ګډون د اقلیتونو حقونه یې پخپله څه کم دوه کلنه واکمنۍ کې تر پښو لاندې کړي دي.

ویدانت پټېل وویل چې د طالبانو په اړه د امریکې دریځ ډېر ښکاره دی. د ده په وينا، طالبانو په وروستیو کې پرله پسې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونې کړې دي:

"همدا په پرله پسې توګه د دوی [طالبانو] د نړیوالې پېژندنې په لاره کې یو لوی خنډ دی چې دوی یې غوښتنه کوي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وویل، طالبانو د افغانستان د ابادۍ نیمایي برخه یعنې ښځې او نجونې په ټولنه او اقتصادي فعالیتونو کې له ګډونه بې برخې کړې دي چې وایي دا کار د افغانانو د سوکالۍ او پرمختګ په مخ کې لوی خنډ دی.

د افغانو ښځو د حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري وایي، دې یو شمېر پیغامونه تر لاسه کړي دي چې پکې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه اندېښنې ښکاره شوې دي. مېرمن امیري د نهې- سه شنبې په ورځ پر ټویټر لیکلي:

"زموږ دریځ واضح پاته شوی دی. له طالبانو سره به پرته له دې اړیکې عادي نه شي چې د ټولو افغانانو خصوصاً د ښځو حقونو ته یې درناوی نه وي لرلی".

طالبانو تر اوسه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند او ځانګړې استازې د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو مشرانو یې په تېر یو نیم کال کې په وار وار غوښتنه کړې چې غواړي له نړۍ سره اړیکې جوړې کړي او حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.

د 2021م کال په اګست کې چې طالبان دویم ځل د وسلو په زور واکمن شوي امریکې له افغانستان سره تر ټولو زیاتې بشري مرستې کړې دي چې مجموعي ارزښت یې تر یو ارب ډالرو زیات دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل وایي د افغانستان له خلکو سره د امریکې ژمنې دوامداره دي او په دې برخه کې یې دریځ روښانه دی:

"امريکا اوس هم له افغانانو سره د بشري مرستو تر ټولو ستر ډونر هېواد دى، موږ د دې کار لپاره لارې لرو، غیرسرکاري ادارې او کارپوهان لرو چې په وسیله یې موږ کار کوو او ډاډ تر لاسه کوو چې دا پیسې طالبانو ته نه ځي".

طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په دې هیواد کې د ښځو او نجونو پر کار، اعلی تعلیم، اقتصادي، سیاسي او ټولنیز ژوند ګڼ شمېر بندیزونه لګولي دي چې نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو تنظیمونه ورسره کلک مخالفت کړی خو طالبان بیا هم خپلې پرېکړې له "اسلامي شریعت" سره سمې ګڼي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG