لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په ناامنیو کې اضافه: چارواکي وايي د سرحد له هغې غاړې ترهګر راځي


کوئټه - د ساوت ایشیا ټېروریزم پورټل رپورټ دی چې په بلوچستان کې د روان کال په 63 مرګوني پېښو کې 132 تنه وژل شوي چې 98 د امنیتي عسکر او 34 اولسي وګړي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء لانګو یې وجه دا بولي چې ګني د افغانستان څخه ترهګر پاکستان ته اوړي او امن خرابوي.

ښاغلي لانګو خبریالانو ته وویل: "د افغانستان له سرحدي پولې ترهګر را ځي، ممکن هغوی ته غېر رياستي يا رياستي حمايت حاصل وي مګر دا زموږ ستونځه ده. د دې د مخنيوي لپار په کار ده چې پاکستان او افغانستان له یو بل سره مرسته وکړي ترڅو زموږ پوله مضبوطه وي."

ضيا لانګو دا خبرې نن د اتوار/يکشنبې په ورځ د بلوچستان د مسلم باغ د اېف سي په کېمپ کې له رسنيو سره وکړې.

دوه ورځې وړاندې د اېف سي پر کېمپ وسله وال بريد شوی و.

د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې، آی اېس پي آر ويلي دي چې په پښتون مېشته سیمه مسلم باغ کې د اېف سي پر کلا د جمعې په شپه کېدونکي ترهګريز بريد کې شپږ د اېف سي عسکر او يو اولسي وګړی وژل شوی، او د يوې زنانې په ګډون شپږ عسکر ژوبل شوي دي. پوځ دا هم ویلي چې شاوخوا دیرش (۳۰) ساعته پس یې د شپږ تنه وسله والو په وژلو سره عملیات پای ته رسولي دي.

د پېښي ذمه واري تندروه ډلې «تحریک جهاد پاکستان» منلې ده.

وتلی خبريال او شنونکی شهزاده ذوالفقار وايي، مذهبي تندروه ډلې له ډېره وخته په بلوچستان کې فعاليت لري، خو دا اول ځل دی چې د مذهبي تندروه ډلې له لوري داسې يو پوره منظمه بريد په بلوچستان کې تر سره شوی دی."

تر دې وړاندې په بلوڅ مېشته سيمو کې د بلوڅو تنظيمونو له لوري داسې بريدونه شوي چې پوځي او نيم پوځي کېمپونو باندې ډله يیزې حملې شوي خو د بلوچستان په شمالي برخو کې د یوې تندلارې مذهبي ډلې لوري داسې پېښه په اول ځل کېږي.

پاکستان ته پخپلې وروستنۍ دوره کې د افغان طالبانو خارجه وزير امير خان متقي د پاکستان دا تورنه رد کړل چې ګني د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمالیږي.

امیرخان متقي په پلازمينه اسلام اباد کې په انسټيټيوټ اف اسټرېټجېک سټډيز کې د وينا پر وخت ويلي و چې پاکستان او ټي ټي پي دې په پخپل مينځ کې خبرو اترو ته سره کښېني.

د متقي په وينا دوی هيچا ته هم د افغانستان خاوره د چا پر ضد د استعمالولو حق نه ورکوي.

د هوشاب د عملیاتو پایله

تر دې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آی اېس پي آر پخپل رپورټ کې ویلي وو چې د بلوچستان په هوشاب سیمه کې د عملیاتو پر وخت يې شپږ تنه بلوڅ وسلوال وژلي و.

د اېف سي ځواک له لوري د شپږ تنه وژل شوو مړي، ځاي لیویز ته سپارل شوي دي. لیویز عسکرو د شپږ تنو جسدونه د شناخت لپاره ځايي روغتون ته وړي دي.

د لیوز د چارواکو د مېډیکل رپورټ کې د پېژندل شویو شپږو تنو تعلق د بلوچستان د بېلا بېلو سیمو څخه ښول شوی دی.

د روغتون چارواکو ویلي چې د یادو شپږ تنو شناخت یې عبدالصمد د آوران اوسېدونکی، شاه میر سفر د تجابان اوسېدونکی، جاوید د کولواه شاپکول اوسېدونکی، آسمي کولواه د ډنډا اوسېدونکی، عارف او علي شناخت د آواران د اوسېدنکو په توګه شوی. دوی وایي چې جسدونه یې خپلوانو ورکړل شوي دي.

د لادرکه بلوڅانو لپاره کار کوونکي تنظیم وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز تنظیم مرستیال مشر ماما قدیر د پېښي په اړه وایي چې داسې ډېروار امنیتي ادارو دعوې کړي چي دوی پرځان باندې د بریدونو په تړاو کسان وژلي خو په خبره یې د دوی سره د ډېر لادرکه کسانو نوملړ شته چې لومړی لادرکه وو خو وروسته وژل شوي دي.

ماما قدیر بلوڅ وي او اې ډیوه ته وویل: "دومره ژر تر اوسه کله هم کورنیو ته د خپلو مړو جسدونه نه دي ورکړل شوي. زیاتره وخت په بولان، مارواړ، مستونګ یا قلات کې چې داسي پېښه شوې وي په هغوی کې تر شلو ورځو پس لا په زور په زارۍ کورنیو ته جسدونه ورکړل شوي. زموږ سره ډېر نومونه دي چې لادرکه وو خو وروسته هغه وژل شوي، زیاتره وخت دوی ( امنیتي چارواکي) لادرکه کسان وولي، ويې وژني بیا وايي دا په وسله واله مقابله کې وژل شوي دي."

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء لانګو د نا امنیو د پېښو په اړه ویلي، وسله والو ډلو یو ځل بیا بلوچستان په نخښه کړی دی.

د ضیاء لانګو په خبره د ترهګرۍ د ختمولو لپاره به ټول ریاستي قوت او یووالی څخه کار اخلي.

په چمن کې هدفي وژنه

د شنبې په ورځ د چمن په مېزۍ اډه سیمه کې د ناپېژندل شویو وسلوالو لخوا د لیویز یو عسکر هغه مهال په ډزو ويشتل شوی کله چې هغه خپل کورته روان وو.

د چمن مرستیال کمشنر په خبره د لیویز عسکر ویشتونکي پر موټر سایکل سپاره وو. وايي د چمن د لېویز چارواکو د سیمې ناکه بندي کړې او پلټنې یې پېل کړي دي.

د پېښي ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پر سوشل مېډیا منلې او هم د دې ترڅنګ یې د قلعه عبدالله په پیرعلېزي سیمه کې د لېویز عسکر د یوې پوستې د تباه کولو دعوه کړې ده.

بلوچستان د پاکستان له نا ارامو سيمو څخه ګڼل کېږي، د قدرتي معدنياتو تر څنګ د پاکستان او چين تر ميان د اربونو روپو اقتصادي پروژې مرکز هم د بلوچستان ګوادر ښار دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG