لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: دوکۍ کې د کولې په کان کې چاودنه شوې يو مزدور مړ، څلور ټپي شوي


د بلوچستان د دوکۍ په ناصر اباد سيمه کې د کولې په کان کې چاودنه شوې يو مزدور پکې وژل شوی او څلور نور ټپي شوي دي.

د کولې د کانونو او معدنياتو د محکمې د دوکۍ انسپېکټر مقصود احمد وايي، "دا د ميتين ګېس چاودنه ده، يو تن پکې مړ او څلور ټپي دي".

نوموړي وي او اې ډيوه ته وویل، په پېښه کې مړ تن د ناصر اباد دوکۍ اوسېدونکی، يو ټپي له افغانستان او نور هم د دوکۍ تعلق لري.

په دوکۍ کې درې اوونۍ وړاندې د کولې په کان کې بند پاتې مزدوران هم لا نه دي را ايستل شوي دي.

د روانې مې مياشتې په څلورمه د دوکۍ ضلعې په معراج کول کمپنۍ سيمه کې دوه مزدوران د کولې په کان کې بند پاتې شوي وو.

د نېشنل لېبر فېډریشن بلوچستان صدر شېر محمد کاکړ وايي،" مرسته کونکي خلک سخت ستړي او خفه دي، حکومت يو ډول مرستې هم نه دي کړي".

خو مقصود احمد وايي، د مرستې کارونه روان دي او تر اوسه پورې شاوخوا 700 فټه ته مزدوران رسېدلي دي، دوی هلته موجود دي او هر څه له نېږدې څاري، هغه دا ومنله چې حکومت کوم خاص څه ندي کړي خو وايي چې داسې څه کم نه دي چې حکومت يې وکړي.

" کوم څه چې ضرورت دي هغه له اوله هلته موجود وو او خلک په مرسته لګيا دي، لکه جنرېټر، اينجن، د اکسيجن پايپ لاين او پنکه".

په کان کې بند دوه تنه د بلوچستان د قلعه سيف الله د خوسنوب سيمې اوسېدونکي دي. یو خپلوان یې نېک محمد باتوزي وايي،

" لويه ستونزه دا ده چې دوی له زياته غرېبې کورنۍ سره تعلق لري، چې لاندې دي هغه خو لاندې دي چې هغه ژوندي پاته دي هغه له لوږې مري ولې چې د غرېبۍ يې څوک نشته چې سته هغه هلته ورته په انتظار دي".

د انسپکټر ماين په خبره دا 900 فټه اوږد کان دی، چې په کوم ځای کې مزدورانو کار کولو هلته مرستندويه ټيمونه رسېدلي دي او د هغو مزدورانو ټيله يې پېدا کړې ده،" امېد دی چې په لنډ وخټ کې به تر مزدورانو ورسېږو".

د کوله کان د مزدورانو تنظيمونه پر حکومت د داسې پېښو پر کېدو سختې نيوکې کوي او وايي چې حکومت د داسې پېښو په مخ نيوي کې ناکامه دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG