لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه کې د وژل شوي وکیل عبدالرزاق شر د وژنې مقدمه د پخواني وزیراعظم عمران خان  پر ضد درج شوې ده


په کوټه کې د وژل شوې وکیل د قتل مقدمه د پاکستان د پخواني وزیر اعظم عمران خان پر ضد د کوټې په شهيد جميل پوليس تاڼه کې درج شوې ده .

د کوټې د پولیسو ایس ایي عبدالرازق وي او ای ډيوه سره خبرو کې دمقدمې درج کولو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي اوړمه ورځ په کوټه کې د وژل شوي وکيل عبدالرزاق شر د وژنې مقدمه د وژل شوي وکيل د زوی په وينا د عمران خان پر ضد درج کړل شوې ده.

پخواني وزیراعظم عمران خان دځان پرضد درج شوې دا مقدمه انتقام بللی دی اؤ ویلي‌ یې دي په هغه دفشار راوړلو اؤ دخپلې سیاسي مبارزې نه دهغه دلاس پسر کولو لپاره حکومت تر 150 زیاتې مقدمې درج کړې دي خو عمران خان وایي چې هیڅکله به دخپلې سیاسي مبارزې نه تېر نه شي.


د وژل شوي وکيل زوي سراج احمد د درج کړل شوې مقدمې په اړه وي او ای ډیوه ته یوازې دومره ویلي چې هغه په دې معامله پوهه نه دی اؤ لږ وروسته به معلومات شريک کړي.

خو وروسته چې د ډیوه خبریال بيا ،بيا د ښاغلي سراج احمد سره دتماس نیولو هڅه وکړه نو هغه په ټيلي فون ورتلونکي زنګ ته هیڅ ځواب ونه ویلو.

د چارشنبې په ورځ درج شوې مقدمه کې د وژل شوي وکيل د زوی له قوله ليکل شوي چې دهغه پلار
پلار د عمران خان پر ضد په بلوچستان هايي کورټ کې د ملک سره د غدارۍ مقدمه درج کړې وه.

"زه پوخ يقين لرم چې عمران خان او د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړي د هم دې مقدمې په وجه غصه شوي او زما پلار يې د کوټې پر ایرپورټ سړک باندې د نامعلوم وسلوالو په لاس په ډزو وويشت او ناحقه يې مړ کړ"

د وژل شوي وکیل زوي پخپل درخواست کې لیکلي چې دهغه دپلار په وژلو سره وسلوالو په خلکو کې ويره او ترهه خوره کړې ده

"زه دعمران خان پر ضد مقدمه درج کووم ،د هغه پر ضد دې قانوني کاروايي وشي، زما پلار د عمران خان په خوښه نا پېژاندو کسانو وژلی، د هم دې مقدمې په اړه پلار راته ويلي وو چې د دې مقدمې په وجه و هغه ته د مرګ ګواښونه کېږي-"

د پوليسو په وينا په مقدمه کې دقتل دفعه 302، د مرستې او هڅولو دفعه 109، د پاکستان د جزا قانون 34 برخه او د 1997 د ترهګری ضد قانون 6مه او 7مه دفعه لګول شوې ده۔

دچهارشنبې په شپه پخپله یوه ویډیو وینا کې پخواني وزير اعظم عمران خان پر ځان لګول شوي تورونه بې ځايه بللي او دا يې رد کړي دي

هغه ويلي چې پوليسو د وژل شوي وکيل په زوی ياد بيان په زور او زبردستي ورکړی دی.

عمران خان وویل" پر ما يو نيم سل مقدمې له اوله درج وې او پرون (سه شنبه ) دوه نورې مقدمې ﺯما پر ضد درج شوې، چې ډېرد افسوس مقام دی"

عمران خان وایي پولیسو هغه وخت ويلي وؤ چې وکيل په کورنۍ دښمنۍ کې وژل شوی خو حکومت له تحقیقاتو کولو پرته له پېښې څلور ساعته وروسته پر ده د وکيل د قتل تور پوری کړی دی.

په دې اړه مو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء لانګو سره هم د خبرو هڅه وکړه خو دهغه سره په خبرو کې بریالي نه شو۔

وژل شوي وکيل د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او د پاکستان د پخواني وزیر اعظم عمران خان پر ضد له ملک او ايین سره د غدارۍ دمقدمې چلولو خواست د بلوچستان په هايي کورټ کې داخل کړی و۔

د خبري ادارې اين اين ایي رپورټ دی چې په 29مه مئ د بلوچستان هايي کورټ چيف جسټس نعيم اختر افغان اؤ جسټس محمد عامر نواز رانا د درخواست اوریدنه کړې، او د هغه درخواست تفصلي اوریدنه هغه وخت تر 7م جون 2023 يعني پرون د چهار شنبې تر ورځې ځنډول شوې وه، خو د وکيلانو د احتجاج له کبله دا اوریدنه نه ده شوې۔

د سپريم کورټ وکيل عبدالرزاق شر د سه شنبې په سهار له کوره و عدالت ته د تګ په حال کې و، چې وژل شوی،

له پېښې وروسته وکيلانو د سه شنبې او چهار شنبې په ورځ له عدالتونو څخه بایکاټ کړی و۔


د وکيل د وژنې په ورځ پوليسو د وژل شوي وکیل عبدالرزاق شر وژنه شخصي دښمني بللې وه او ويلي يې وو چې د دې پېښې په اړه هر اړخيزه پلټنې کوي۔

د وکيلانو د تنظيمونه له لوري پېښې ته د سياسي رنګ ورکولوغندنه شوې، او له حکومته غوښتل شوي، چې د پېښې پلټنه دې وکړي او په قتل کې ککړ کسان دې ژر تر ژره ونيول شي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG