لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په بارکان سیمه کې چاودنې دوه تنه وژلي دي، خلکو د چاودنې په ضد احتجاج کړی


عکس پخوانی دی.
عکس پخوانی دی.

کوټه / واشنګټن ــــ د بلوچستان په بارکان سیمه کې چاودنه شوې ده چې د لېویز چارواکو په وینا دوہ ځایي کسان پکې وژل شوي دي. د پېښې ذمه واري تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

لېویز چارواکي د نوم نه ښولو په شرط وي او اې ډیوه ته وویل، چې پېښه د سه شنبې- نهې په سهار شوې ده چې پکې د وژل شوو شناخت د سلېمان او مدو مري په نومونو شوی دی:

"ضلع کوهلو ته څېرمه د هن ندي سيمه دہ، دا لېنډ ماین چاودنه شوې، ليويز او نور د امنیتي ادارو ادارو چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي او د پيښې اړوند پلټنې یې پيل کړي دي".

لیویز چارواکي په خبرہ وژل شوي کسان د بارکان ضلې اوسېدونکي وو. له پېښې پس د بارکان ځایي خلک په ګڼ شمېر د پېښې ځای ته رسېدلي او د پېښې پر ضد يې احتجاج کړی دی.

د رپورټ د جوړولو تر وخت د پېښې زمه واري چا نه دہ منلې.

دوی په برید کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کړې، د احتجاج کوونکو سره د خبرو په موخه د پوليسو لوړ پوړي چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي او له احتجاج کوونکو سره يې خبرې اترې کړې دي.

د بارکان ځایي خبریال دوران بلوڅ د ټیلیفون د لارې وي او اې ډیوه ته وویل، له پېښې وروسته د اغېزمنې کورنۍ او د پولیسو تر منځ تاوتریخوالی پېښ شوی دی. هغه وایي پېښه د ضلع کوهلو او بارکان تر منځ پرته سیمه کې شوې ده خو د یوې ضلع چارواکي ھم د پېښې ځای ته پر وخت نه وو ورغلي.

دوران بلوڅ وایي اغېزمنې کورنۍ د وژل شوو کسانو مړي په خپله د پېښې له ځایه پورته کړل خو وروسته پولیسو غوښتل مړي د پوسټ مارټم لپارہ روغتون ته یوسي:

"خو د کورنۍ غړو دا خبرہ نه ورسرہ منله، د وژل شوو کسانو خپلوانو نه غوښتل چې پولیس د مړو جسدونه یوسي، بیا پولیسو ھغه پرېښول، دا لومړی وار نه دی، دلته د لېنډماین داسې پېښي مخکې هم شوې دي".

رپوټونه وایي پولیسو مظاهره کوونکي د پېښې له ځايه لرې کړي دي او په پېښه کې وژل شوي کسان خاورو ته سپارل شوي دي.

په بارکان ضلع کې د بلوڅو له کېتراڼ قبیلې سره سره د پښتنو جعفر، بزدار موسی خېل او ځینې نورې قبیلې ھم ابادې دي.

په دې سیمه کې زیاترہ وخت د ناامنۍ پېښې او د پاکستان پر امنیتي عسکرو بریدونه کېږي چې زیاتره وخت یې ذمه وارۍ بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې مني.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG