لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد  ادارې د بلوچستان په چمن ښار کې د ټي ټي پي او ټي جې پي د څلورو غړو د وژلو ادعا کړې


په بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد کار کونکې ادارې سي ټي ډي ادعا کړې چې د چمن ښار د ګوري کھول په نامه سیمه کې یې د پټو معلوماتو پر مټ عملیات کړي.

دوی وایي، په ځوابي برید کې یې د تحریک طالبان پاکستان او تحریک جهاد پاکستان څلور تنه وژلي دي.

د سي ټي ډي د ویاند له لوري په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، سي ټي ډي د یو نيول شوي ملزم علي محمد عرف چھوٹا قاري په ښونه او معلوماتو د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ګوري کھول سيمه کښې د ترهګرو پر پټنځايونو چاپه ووهله۔

د سي ټي ډي وياند دعوہ کړې، په وژل شويو کسانو کې د مې پر 13 په مسلم باغ کې د ایف سي پر مرکزي دفتر /کیمپ په برید کې او د قلعه عبدالله ګرېډ سټیشن پولیس په هدفي وژنې کې لاس درلود.

بیان کې راغلي، د مسلم باغ په پېښه کې کارول شوی موټر یې هم د عملیاتو له ځاي څخه ترلاسه کړی دی.

دوی وایي، په عملیاتو کې له وژل شويو وسلوالو څخه ځانمرګي واسکټونه، اټومېټک ټوپکونه، لاسي بمونه او نور ډول ډول وسلې ترلاسه شوي دي،

پولیس وایي، د پيښې رپورټ د سي ټي ډي کوټي پوليس سټيشن کښي درج کړې شوی، او د نيټ ورک د پاتي غړو د نيولو لپاره یې پلټني پېل کړې دي.

ددې پېښي په اړه د رپورټ جوړلو تر وخته تحریک طالبان پاکستان او نه هم د تحریک جهاد پاکستان کوم غبرګون ښودلی.

تحریک طالبان پاکستان په پښتون میشت سیمه کې وخت ناوخته پر امنیتي ځواکونو د پېښو زمه واري مني.

د مې پر 13 په پښتون مېشتې سیمه مسلم باغ کې د ایف سي پر ودانۍ حمله شوې وه چې له 33 ساعتو وروسته د پاکستان د پوځ ویاندي ادارې آي ایس پي آر د پاکۍ د عمیاتو خبر ورکړی وو۔ ادارې ویلي وو چې دوی په پېښه کې شپږ حمله کونکي وژلي وو.

په رپورټ کې د یوه ولسي وکړي په ګډون د 6 امنیتي عسکرو د وژلو خبر ھم ورکول شوی وو.

د ھغه برید زمه واري تحریک جھاد پاکستان نومي تنظیم منلې وہ.

د سي ټي ډي له لوري د تحریک طالبان پاکستان او ټي جې پي د غړو د وژلو دعوہ پداسې وخت کې شوې چې دوه ورځې وړاندې د تحریک طالبان پاکستان له لوري دعوہ شوې چې د بلوچستان دوو وسلوالو ډلو د ټي ټي پي د مشرتابه پر لاس بیعت کړی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG