لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي وایي دوه نورې بلوڅ ډلې ورسره ملګرې شوي او بلوچستان کې یې بل خپلسره ولایت اعلان کړی


تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وایي دوي خپل تنظیمي نظام لا پسې پراخه کړی دی اؤ بلوچستان صوبه کې یې یو بل خپلسره "ولایت" جوړ کړی دی.

تحریک طالبان پاکستان دچهارشنبې په ورځ ځان سره د دوو نورو بلوڅو ډلو د شاملولو دعوه هم کړې ده.

څېړونکي وايي، تر دېرشو زياتې وسله والې ډلې ټي ټي پي سره يو ځای شوي او دا تنظيم دپخوا په پرتله اوس نور هم پیاوړی شوی دی.

دخپل نوي خودسره ولایت دجوړښت دلارې ټي ټي‌ پي د لسیزو راهسې دبیلتون خوښو له لوري د بغاوت سره مخ بلوچستان صوبه کې خپل تنظیم په دوؤ برخو ویشلی دی چې یوه برخه یې دبلوڅانو سیمې دي اؤ بله دږوب اړوند پښتون میشتې سیمې دي .

تحریک طالبان پاکستان پخپل یو تازه بیان کې دعوه کړې ده چې په بلوچستان کې دهغوی د نوي ولایت اضافه شوې چې پکې د بلوچستان دوه نوري ډلې ورسره یوځاي شوې دي.

د تحریک طالبان پاکستان ترجمان محمد خراساني له نامه سره خپور شوي بیان کې ویل شوي

"د بلوچستان صوبې له دوو مختلفو سیمو، قلات څخه داکرم بلوڅ، او کوټي څخه د عاصم بلوچ ډلو، د تحریک طالبان پاکستان امیر مفتي ابو منصور عاصم پر لاس دهجرت او جهاد بيعت کړی اؤ دواړو کسانو د تحريک طالبان پاکستان د شرعي لارې د عملي کولو ژمنه کړې-"

په خبر کې له نورو وسلوالو ډلو په خاصه توګه له بلوڅ وسلوال تنظيمونو څخه غوښتنه شوې چې د ټي ټي پي ملګرتيا دې وکړي۔

دسیاسي او امنیتی چارو څېړونکی او خبريال افتخار فردوس وایي تر اوسه په پاکستان کې تر دېرشو زياتې مذهبي ډلې ټي ټي پي سره يو ځاي شوې دي.

ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي تحريک طالبان پاکستان د پخوا په پرتله اوس زيات مضبوط شوی تنظیم دی اؤ په دې کې بلوڅان، سيندیان، پنجابيان اؤ قبايلي طالبان شامل شوي دي.

افتخار فردوس وایي" تحریک طالبان مخکې هم په بلوچستان صوبه کې یو ولایت د ”ږوب “ په نوم اعلان کړی و چې مشر يې سربکف مومند ښودل شوی وو، او اوس يې د مکران او قلات ولایت اعلان کړی دی.

هغه وایي ټي ټي پي سره يوازې دا دوه ډلې نه دي یو ځاي شوي بلکې له تېرو دریوؤ څلورو میاشتو څخه بیلا بیلې بلوڅ جهادي ډلي له تحریک طالبان سره یوځای کېږي اؤ تراوسه څلور ډلې ورسره یوځای شوي دي ،

دافتخار فردوس په خبره ،دا هغه ډلي دي چې پخوا به له (تحريک طالبان افغانستان) سره يو ځای په افغانستان کې، د نېټو او امریکایانو پر ضد جنګېدلې،

"دا جهاي بلوڅ دي، دا قام پاله يا بېلتون غوښتونکي ليبرل بلوڅ وسلوال نه دي، په افغانستان کې د افغان طالبانو له راتګ سره دا خلک دلته راغلل او په ټي ټي پي کې شرکت کوي"

د ټي ټي پي په جاري شوي بيان کې د دوو تنو نومونه خو مخې ته راوړل شوي خو د هغوی نور شناخت او د ډلو په اړه کوم تفصيل نه دی ورکول شوی۔

څېړونکی او خبريال شهزاده ذولفقار وايي چې دومره خبره کول کافي او موثره نه ده چې له دوی سره دوه ډلې يو ځای شوې دي بلکې دا کتل مهم دي چې څوک او کومې ډلې ورسره يو ځای شوې،

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د شامل شويو کسانو په اړه هیڅ مالومات نشته چې د دوی د ګروپونو نومونه څه دي، تردې دمه څومره موثره پاته شوي دي؟په بلوڅ وسلوال فعاليت کې د هغوی کوم اهميت و؟ اؤ څومره خلک يې ملګري دي؟

"داسي ښکاري چې تحریک طالبان یواځي پر امنیتي ادارو د فشار اچولو لپاره داسي بیان ورکړی دی، دا ممکن چې دا خلک له داعش، سپاه صحابه يا بلې ډلې څخه شامله شوي وي، خو دا کتل ضروري دی چې د دوی کاروايانې له څومره وخته وې، تش خبر جاري کول مهمه ندي، دا يواځې دوه افراد ښودل شوي دي"

د ښاغلي ذولفقار په خبره،"بلوڅ عملي او په ښکاره توګه ډېر آزاد فکره خلک دي او له مذهبي فکر څخه لېري دي، دا ممکن چې دوی تش له يو بل سره په کارروايانو کولو کې مرسته وکړي"

هغه وایي که څه هم ټي ټي پي پخوا دعوه کړې وه چې دوه بلوڅ قامپرسته ډلې له دوی سره يو ځای شوې دي، يو خبره ډيره مهمه ده چې په بلوچستان کې د رياست او حکومت له خوا ساتل شوي ځينو وسلوال لښکرونو د تحريک طالبان او نورو مذهبي ډلو د خلکو د ساتلو، پناه ورکولو او له هغوی سره د ملګرتيا په ښکاره اعلانونه کړي دي.

ښاغلی فردوس بیا وايي چې د ټي ټي پي سرچينو ورته ويلي چې، داسي نوري ډلي هم شته چې له پنجاب او سيند څخه به له ټي ټي پي سره یوځای کېږي۔

تحریک طالبان پاکستان ډله څه ده؟

تحریک طالبان پاکستان مذهبي تندروه ډله ده چې په کال 2007م کې جوړه شوې ده، دا ډله د پاکستان رياست له لوري ناقانونه او ترهګره ګرځول شوې ده.

له دیوبندي فکر سره تړلې دا وسلواله ډله په افغانستان کې د بېلا بېلو ځواکونو سره د جنګېدلو تر څنګ په پاکستان کې د پاکستان د پوځ پر ضد وسلوال فعاليت کوي او وايي دوی په پاکستان کې اسلامي او شرعي نظام غواړي۔

په 2007م کال کې له خپل پیل راهیسې، تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي په پاکستان کې ترټولو لویه او فعاله وسله واله مخالفه ډله بلل کېږي.

ټي ټي پي په پاکستان کې بېلا بېل لوی او واړه بریدونه منلي خو په کال 2014م کې په پیښور کې د پوځ په یوه ښوونځي آرمي پبلک سکول باندې شوی ترهګریز برید تر ټولو ستر برید ؤ چې 154 تنه پکې وژل شوي وؤ چې لويه برخه يې د ښوونځي د کم عمره ماشومانو زدکونکو وه.

پوځ وخت ناوخته ددې تنظيم د غړو اؤ مشرانو د وژلو او دې تنظيم ته د زيان رسولو دعوې کوي۔

ټي ټي پي د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې وخت ناوخته د لويو او وړو چاودنو، ځانمرګي بريدونو او هدفي وژنو پړه مني۔

د پاکستان حکومت سره خبرې

د 2021م کال د اګست په میاشت کې د افغان طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته، پاکستان د قبایلي مشرانو، دیني عالمانو او افغان طالبانو په منځګړتوب له ټي ټي پي سره د ښکیلتیا لپاره له ټولو ممکنه لارو د روغې جوړې د هڅې کولو دعوې کړې وې۔

راپورونو دي چې پاکستان د ټي ټي پي د جنګیالیو او د هغوی د کورنیو پاکستان ته د راوستلو او دلته دبیا ابادولو وړاندیز پدې شرط سره کړی وؤ چې که ياده ډله د پاکستان اساسي قانون منلو ته چمتو شي او خپل وسله وال فعاليت پریږدي، پاکستان ورسره خبرو اترو ته تيار دی۔

د افغان طالبانو په مرسته د پاکستان او ټي ټي پي خبرې اترې شوي خو تر دې وخته یې کومې نتيجې ته نه دي راغلي،په ورته وخت کې له دواړو خواؤ څخه دیو بل پرضد د بريدونو او کاروايانو دعوې هم کېږي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG