لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د جون په ۲۱ نېټه واشنګټن ته رسمي سفر کوي


واشنګټن - د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ‌ټکنالوجۍ د پراختیا او جوړېدو پر هڅو خبرې وکړي.‌

له جنرل الېکټرېک سره به یو داسې تړون هم وشي چې د هند د پوځ لپاره ماشینونه جوړ کړي.‌

سپینه ماڼۍ وايي، له دغې لیدنې سره به د " دفاع، پاکۍ انرژۍ او فضا په برخو کې د ټکنالوجۍ سټراټیژیک شراکت" پراخ شي.

دواړه حکومتونه کوښښ کوي چې د ټکنالوجۍ په نړیوال ډګر کې د چین د اغیز مخه ونیسي.‌

مودي چې نهه کاله مخکې یې "د هندي ساخت یا India made" انګېزه راپورته کړې وه، زیار باسي چې هند د ټکنالوجۍ او تولید په کور بدل کړي.

د نړیوالو سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز یو چارواکی رېک روسو وايي،

"په تېر وخت کې داسې برخې وې چېرې چې هند په تولید کې په نړیواله کچه بریالی و خو هغه د ګوتو په شمار او له یو بل څخه لېرې وې."

روسو وايي، د ودانیو کمزورتیا او په دولتي کچه د قوانینو بار دغه وده اغیزمنه کړې ده.

"که تاسو له هغو تولیدونکو سره خبرې کوئ چې یې پېژنئ نو هغوی برېښنا ته اړتیا لري، اوبو ته اړتیا لري، هغوی اړتیا لري چې په اسانه په قوانینو پوه شي او دا ټول هغه شیان دي چې د حکومتونو لخوا کنټرولېږي."

د ګرېټر پسېفېک انډسټریز مشر بېن ژېنګ وايي،

"دوی داسې احساس لري لکه وخت چې مهم نه وي.‌ ډېر اوږد وخت نیسي چې یوه پروژه بشپړه شي."

د بېن ژېنګ امریکايي کمپنۍ له هند سره د تولید په برخه کې معاملې لري، خو هغه داسې احساس کوي چې هند ته لا اوږده لاره پاتې ده چې د قیمت او تیزوالي په برخه کې له چین سره سیالي وکړي.

"چین بیا داسې دی چې پروژه ترلاسه کړي نو بیا ژر تر ژره یې بشپړه کړي."

خو سیاسي فشار او کورونا په چین کې هم بدلون راوستی.

د رویټرز خبري ‌ادارې خبر ورکړی چې د فاکسکان کمپنۍ چې د اپل لپاره ایفونونه جوړوي، په راتلونکې کال کې د هند په کرناتاکا ایالت کې یوه نوې کمپنۍ پرانیزي، چې ورسره به ۵۰۰۰۰ کسانو ته کار پيدا شي.

په دغه هېواد کې د اپل دوه لومړني سټورونه هم ډېر په تلوسې سره پرانېستل شوي.‌

راسو وايي، دا به د هند د انجینیرۍ د برخې پانګه وي چې له دغه هېواد سره مرسته کوي چې پرمخ ولاړ شي.

د نړیوالو سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز چارواکی رېک روسو زیاتوي،

"کېدای شي تاسو ډېر ټینګار ووینئ چې هند د ټکنالوجۍ او انجینیرۍ په برخه کې زیات څه تیاروي. د دې خبرې تایید په دې کې دی چې هند د پراختیا، ډیزاین او څېړنې په برخه کې ډېر ښه دی."

د هند نفوس اوس له چین څخه زیات شوی. د ټکنالوجۍ او تولید په برخه کې برتري تر اوسه هم هغه کار دی چې د پرمختګ په حال کې دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG