لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د بلوچستان د دوکۍ سيمې له کولې کان څخه 51 وﺭځې وروسته د بند پاتې شوي مزدور مړی را ايستل شوی


د ماينونو د محکمې د دوکۍ ضلعې د انسپېکټر مقصود احمد په وينا، دا پېښه د معراج کول ماين نومي سيمه کې شوې وه، وايي ،

" د عبدالشراف په نامه د کولې کان مزدور مړی مو له سخت زيار او خواريو ورستو 51مه ورځ را وايستی، دا ډېر له خفګانه ډک او ستړی کار ځکه و چې د مړي درک نه وو معلوم چې پر کوم ځای دی، دا نهه سوه فيټه ژور کان دی، موږ د عبدالشراف مړی پر اتهه سوه فيټه هم لاندې موندلی چې تر خټو لاندې وو"-

د روان کال 2023م د مې د مياشتې پر څلورم تاريخ دوه مزدوران په کوله کان کې بند پاته شوي وو.

د چارواکو په وينا د دوکۍ په ياده سيمه کې زيات باران وريدو او د بارانه اوبه و کوله کان ته د ننتو له کبله دوه مزدوران هغه په کان کې بند شوي او ورسته کان نړيدلی.

د ورستي مزدور مړی يې پرون د جمعې په مازدیګر را ایستلی.

تر دې وړاندې د هغه بل مزدور عبدالباقي مړی پر 14م جون موندل شوی او پر پينځلسم جون د هغه مړی له کوله کان څخه را ايستل شوی وو۔

د دواړو مزدورانو تعلق د بلوچستان له پښتني سيمې قلعه سيف الله له خسنوب سيمې سره دی۔

د دوکۍ ضلعې د کولې د مزدورانو لپاره د کار کونکي تنظيم، نېشنل لېبر فېډريشن ضلعي مشر شېر محمد کاکړ و ډيوه ته وويل،

"دا کار مو د سرکار له مرستې پرته، د ځايي مزدورانو او خلکو په مرسته تر سره کړی، د را ايستل شوی مزدور مړی مو د هغه کورنۍ ته سپارلی او نور ټول خلک خپلو کورنو ته سره ولاړه-"

د شېرمحمد کاکړ په وينا،

" د حکومت چې کومه زمه واري وه هغه يې په هغه ډول پوره نه کړه څه ډول چې پکار وه، که حکومت پر وخت جديده مشينري راوړې وای، نو دا کار به ډېر په اسانه او ډېر وختي شوی وای، خو حکومت تر پايه پوره مرسته ونه کړه -"

ماين او مينرلز صوبايي محکمې د دوکۍ انسپېکټر صابرشاه په وينا،

دوی دا مني چې له حکومت سره هغه ډول مشينري وجود نه لري چې په داسې حادثو کې دي جدي مرستې وکړي خو وايي چې دوی په خپله هلته څلورويشت ساعته موجود وو او دا هر څه په خپله څارل،

د صابر شاه په خبره

" د مزدورانو مړي په را ايستلو کې زياتې ستونځې ځکه را پېشې وې د کولې ياد کان له اوبو او خټو ډک وو، او بل دا چې هلته د بندو مزدورانو ځاي هم نه و مالوم چې چيري او څومره لاندې پراته دي، موږ د ځايي مزدورانو په مرسته دا کار تر سره کړ-"

د کولې د مزدورانو او د مزدورانو د ځايي تنظيمونو د مشرانو په وينا، د ملک د زياتره سيمو د کولې په کانونو کې داسې مرګونې پېښې را منځ ته کېږي، په خاصه بيا په بلوچستان کې پر زياته کچه خو حکومت د کروړونو رپورټېکس اخيستلو باوجود هم د دوی په مرستو کولو او د دوی ژوند ژغورلو کې د دې پېښې په څېر زياتره وخت ناکامه راځي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG