لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: شیراني سیمه کې په امنیتي پوسته د وسله والو بريد کې څلور عسکر وژل شوي


د بلوچستان شېراني په غریيزه سيمه کې د عسکرو پر پوسته بريد کې څلور عسکر وژل شوي اؤ چارواکي د يوه بريد ګر د وژلو دعوه هم کوي.

د ليويز چارواکو په وينا پېښه د بلوچستان او د پښتونخوا صوبې په منځنۍ سيمه دهنه سر کې را منځته شوې.

امنیتي سرچینې وايي نامعلوم وسلوالو د شنبې/خالي او يکشنبې/اتوار په شپه په راکټ لانچرو او نورو وسلو د پوليس او ايف سي ځواک پر پوستو بريد کړی چې په کې درې د پوليس عسکر او يو د ايف سي عسکر وژل شوی دی.

د ليويز چارواکو په وينا، د بلوچستان او خېبر پښتونخوا صوبې تر ميان دغځېدلي لوی سړک پر غاړه د پوليس او ايف سي ځواک پوستې څنګ پر څنګ جوړې دي.

برید کې د وژل شوؤ عسکرو پیژندګلو د پوليس سب انسپکټر بهادر خان، سپاهي افضل خان، او سپاهي بازخان په نومونو شوې ده.

سرچبنز وايي د ايف سي ځواک د وژل شوي عسکر تعلق د بلوچستان له خضدار سيمې سره و چې د هغه مړی يې د هغه کلي ته لېږلی دی.

د بلوچستان وزير اعلی مير عبدالقدوس بزنجو او د کورنيو چارو وزيرمير ضيا لانګو دا پېښه پېښه غندلې ده.

په جاري کړل شوي سرکاري خبر کې ويل شوي چې ترهګرو د سيمې امن خرابول غواړي خو پاکستاني ځواکونه دا توان لري چې هر ډول ترهګر پر شا وتمبوي او د سيمې امنيت خوندي کړي.

د سيمې د خبريالانو په خبره د يادې پېښې پر ضد داغېزمنو کورنيو غړو او سياسي فعالانو د وژل شوو له جسدونو سره د ماڼې خواه په سيمه احتجاج پېل کړی دی.

پر ټولنيزو رسنيو د احتجاج ويډيوګانې خپرې شوي چې په کې ويناوال له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د پېښې په اړه دې ازاد تحقيقات وشي او په پېښه کې دې د ککړو خلکو پر ضد مقدمه درج کړل شي.

"شېراني پر امن سيمه ده، دلته څنګه څوک راځي او داسې پېښې کوي د دې پوښتنه له حکومت څخه کوو، دا څوک وو او له کومه راغله، تر هغه به مو احتجاج روان وي چې تر څو موږ ته د پېښې رښتنی حال را نه کړل شي."

ياده پېښه په داسې وخت کې شوې چې د شېراني او ژوب د سېلګرۍ په سيمه سليازي کې د لوی اختر مېلې روانې دي.

په دې مېلو کې د بلوچستان او د خېبر پښتونخوا له بېلا بېلو سيمو څخه په زرګونه خلک برخه اخلي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG