لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شېراني پېښې ضد احتجاجي پرلت: نن ډېره اسماعیل خان او کوټې ته تللې لارې بندې کړل شوې وې


کوټه / واشنګټن ــــ د بلوچستان د شېراني ضلعې په دهنه سر سیمه کې پر چیک پوسټ په وسلوال برید کې د درو پوليسو د وژنې د پېښې خلاف نن څلورمه ورځ هم پرلت دوام لري او د احتجاج په توګه د بلوچستان او پښتونخوا لویې لارې تړل شوې وې.

احتجاج کوونکو نن د چارشنبې- شورو په ورځ په ږوب او شېراني کې دوه ځايه پهيه جام هړتال کړی وو.

د بلوچستان، پښتونخوا او پنجاب صوبې تر منځ لويه لاره او له ږوبه د ايالت سر ښار کوټې لاره هم تړل شوې وه.

دا احتجاج د ږوب او شېراني د ټول ګونديزې کمېټۍ له خوا شوی، چې د ټرانسپورټ يونين او انجمن تاجران يې هم حمایت کړی دی.

د ږوب د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر او د آل پارټيز اېکشن کمېټۍ غړی نذير افغان وايي:

"د پښتنو په وطن کې په يوه نه بله پلمه د ترهګرۍ اور ته لمن وهل کېږي، خو د پوښتنې څوک نه شته."

په احتجاج کې شريک د ږوب رايټرز فورم غړي محمد اسلم مخلص وي او اې ډیوه ته وویل، حکومت یې غوښتنې نه دي منلې ځکه د سړکونو بندولو ته مجبوره شول:

"په دې پوهېږو چې د هړتال له کبله کوټې، اسلام اباد، لاهور او پېښور ته سفرکوونکي په زرګونه مسافر په تکليف کې دي خو حکومت بايد زموږ غوښتنې ومني، چې د لارو بندولو اړتيا پاته نه شي".

د چارواکو په وينا د جولايي مياشتې پر دويمه د شېراني په غرنۍ دهنه سر سيمه کې وسلوال د پوليسو تاڼې ته د شپې ننوتي او درې پوليس او يو د ايف سي عسکر يې وژلی وو،‌ وايي په ځوابي ډزو کې يې يو وسلوال بريدګر هم وژل شوی دی.

د پېښې زمه واري ناقانونه ګرځول شوې ډله تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

د پېښې پر ضد د ږوب د کميشنر دفتر مخته له تېرو څلورو ورځو راهيسې پرلت دوام لري، چې په کې د پښتون ژغورنې غورځنګ، سياسي او مذهبي ګوندونو مشران او غړي پر احتجاج ناست دي.

د ږوب پرلت ته د پي ټي ايم سيند صوبې ايالتي مشر نورالله ترين هم له کراچۍ ورغلی، هغه د دهنه سر په برید کې د لاس لرونکو کسانو په نیولو کې د امنیتي ادارو په رول باندې پوښتنې را پورته کړې او وايي:

"پر جي ايچ کيو بريد کوونکي په څلور ساعتونو کې نيول کېږي، خو د بېګناه پښتنو قاتلان په څلورو ورځو کې هم نه په ګوته کېږي، زموږ ادارې دا توان لري، چې ترهګر ونيسي، خو هغه د نيولو پر ځای د ترهګرو ملاتړ کوي او په دې سيمه کې نوې جګړې ته لار هواروي".

د ترین دې تور ته د پاکستان امنیتي ادارو څه جواب نه دی ویلی، خو پوځ تل د پي ټي ایم د مشرانو دا ډول تورونه رد کړي او دعوه کوي چې په ملک کې یې ترهګري ځپلې ده.

پرلت کوونکي غوښتنه کوي، په دهنه سر کې جوړ د ايف سي ځواک چيک پوسټ دې ختم شي، د پېښې پر وخت هلته موجود د چيک پوسټ پر ذمه وارو کسانو دې ايف ای آر درج کړل شي، د بريدګر په نامه د وژل شوي تن ډي اين اې فزانزک معاينات دې وشي او د پېښې د تحقيقاتو لپاره دې جوډيشنل انکوايري کميشن جوړ کړل شي.

د دوی د غوښتنو په اړه وي او اې ډیوه د بلوچستان د کورنيو چارو له وزير مير ضياء لانګو سره له تېرو دوو ورځو راهيسې د تماس نيولو هڅه کوي خو په رابطه کولو کې د رپورټ د جوړولو تر وختنه نه ده بريالۍ شوې.

د شېراني مرستيال کميشنر بلال شبير وي او اې ډيوه ته ويلي، د پېښې مقدمه يې د "نامعلومو کسانو" پر ضد درج کړې او د نورو غوښتنو د منلو سپارښتنه يې د ايالت له لوړپوړو حکومتي چارواکو څخه کړې ده.

احتجاج کوونکو نن له شاخوا اوه ساعته وروسته تړل شوې ټولې لویې لارې د ټرېفیک لپاره خلاصې کړې، خو وايي چې پرلت به يې تر هغه دوام ولري تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوې.

د لویو لارو د بندېدو له کبله د ږوب ډېره اسماعیل خان او ږوب کوټې تر منځ سړکونو باندې یوې بلې غاړې ته په لسګونو لویې لارۍ او د مسافرو موټر ولاړ وو او په سلګونو خلک د زیاتې ګرمۍ له کبله ایسار وو، خو احتجاج کوونکو ماسپښین شاوخوا دوې بجې لارې خلاصې کړې او دوی ته یې د تګ اجازه ورکړه.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG