لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ږوب پر پوځي چاوڼۍ د وسله وال بريد مقدمه د نامعلومو خلاف درج کړل شوې، احتجاج دوام لري


د چارشنبې- شورو په سهار د ږوب پر پوځي چاوڼۍ د شوي وسله وال برید مقدمه د نامعلومو کسانو پرضد درج کړې شوې، نن په پنجشنبه د ږوب ښار حالات عادي وو، خو و د کمشنر ږوب ډويژن د دفتر مخې ته احتجاجي پرلت له دوو اوونيو تېرېدو څخه روان دی د امنیت غوښتنه کوي.

پرلت کوونکي وايي، په احتجاج ناست وو چې په سيمه کې نورې د ناامنۍ پېښې ونه شي خو وايي هغه وشوه د کوم څه ويره وه. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ضلع شېراني زمه واره شېرزمان شېراني وي او اې ډيوه ته وويل:

"موږ د ضلع شېراني د دهنه سر د پېښې پر ضد ځکه احتجاج کوو چې نورې داسې پېښې نه وشي، په ټول لر او بر وطن کې هم دغه ږوب، شېراني او شاوخوا سيمې د جنګ له اوره لږ خوندې وې، خو نن تر دې وطنه هم د ترهګرۍ په نامه اوور راوړل شو، تاسو وليده چې پروند دلته په پوځي چاوڼۍ کې کوم حال وو؟ دا د چا له لاسه ؟".

د پاکستان پوځ د جون پر دوولسمه ویلي وو" د شپې شاوخوا درې بجې د بلوچستان په ږوب ښار کې پنځه وسله والو برید ګرو د پوځ پر چاوڼۍ برید کړی وو چې پکې نهه پوځي عسکر وژل شوي او 14 ټپي شوي".

پوځ د پینځو بریدګرو د وژلو دعوه هم کړې وه. د بريد زمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نوم ډلې منلې وه.

د ږوب مرستيال کميشنر عظيم کاکړ په وينا د پېښې مقدمه يې د ترهګرۍ ضد پوليسو سي ټي ډي په تاڼه کې درج کړې ده.

له پېښې وروسته د ږوب انتظاميې ښار ټولې سرکاري او غېر سرکاري تعليمي ادارې تر 15مې جولايي پورې بندې کړی شوي دي.

د جولايي پر دويمه د بلوچستان د او پښتونخوا صوبې تر ميان د شېراني ضلعې په دهنه سر سيمه کې د پوليسو پر چوکۍ وسله وال بريد شوی وو، چاراوکو په بريد کې د درې پوليس او يو ايف سي عسکر او يو وسله وال بريدګر په ځوابي ډزو کې د وژلو تاييد کړی وو.

د ږوب او شېراني سياسي او مذهبي ګوندونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې پېښې پر ضد له هغې ورځ احجتاجي پرلت پېل کړی او لا هم دوام لري، د احتجاج کوونکو په وينا په هغه پېښې غمجن وو چې 12 ورځې پس ور پسې په ږوب کې د ناامنۍ لويه پېښه وشوه.

دوی له امنيتي ادارو پوښتنه چې د داسې پېښو مخ نيوي کولو کې ولې ناکامه دي؟.

په پرلت کې شريک د عوامي نېشنل ګوند ږوب جنرل سېکرېټري نقيب افغان وايي، " زموږ سېکيورټي ادارو چې دومره زيات چيک پوسټونه جوړ کړي دي، هر هر ګام تلاشي اخلي، او دوی ته موږ لويه برخه پېسې د امنيت خوندي ساتلو لپاره ورکوو، او دوی بيا هم په خپله زمه واري پوره کولو کې ناکامه دي، دوی په سيمټي ودانيو او خاردار تارونو کې خوندي نه دي، موږ خو يې و خدای ته حواله کړي يو".

د ږوب د مرستيال کمينشر عظيم کاکړ په خبره د خلکو ګيلې او سوالونه پر خپل ځای سم دي خو وايي چې په سيمه کې د نا امنۍ پېښې د سيمې نه بلکه نړيواله مسله ده.

"دا يواځې د ږوب او شېراني مسله نه ده، دا عالمي ترهګري هم ده، موږ او زموږ ادارې په شته وسايلو کې په پوره توګه د ترهګرو د مخنيوي هڅې کوي، خلک دې له د نړيوالو دسيسو برخه په ناپوهي کې نه جوړېږي".

پاروند د چهار شنبې په ورځ د پاکستان ویلي وو، د بلوچستان په ډېره بګټي سیمه کې د عملياتو پر وخت په وسله وال برید کې درې د پوځ عسکر او دوه وسله وال بريد ګر وژل شوي وو.

په پاکستان کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (پي ای سي ايس ايس) شپږ میاشتنی رپورټ دی چې، په بلوچستان کې د 2023 م په لومړۍ شپږو میاشتو کې د ترهګرۍ 75 پېښې شوې چې په کې 100 تنه وژل شوي او 163 نور ټپیان شوي دي. رپورټ زیاتوي چې په بلوچستان کې د کال 2022 پرتله په ترهګریزو بریدونو کې زیاتوالی راغلی،

د صوبې د بلوڅ مېشتو سيمو تر څنګ په پښتون مېشتو سيمو کې هم د نا امنۍ پېښې زياتې شوي دي.

په پښتون مېشتو سيمو کې د زياتره وسلوال بريدونه تحريک طالبان پاکستان او يا هم نورې مزهبي توندروه ډلې مني، خو په بلوچ مېشتو سيمو کې ناقانونه ګرځول شوې بېلا بيلې بلوڅ وسله والې ډلې مني.

د بلوچستان وتلی خبریال او څېړونکی شهزاده ذولفقار وايي چې له افغانستان څخه د امريکا او ناټو پوځونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوې وسله بلوڅ او مذهبي توندروه ډلو او په سيمې کې زياتو خلکو په ناقانونه توګه تر لاسه کړې ده. ښاغلی بلوچستان کې د انامنۍ په پېښو کې د نور زياتوالي ويره څرګندوي.

" که وګورو نو تحريک طالبان پاکستان او نورې ډلې خپل تکتيک له وخت سره بدلوي، خو دوی په بيا بيا وايي چې دوی به دغه خله وسله واله تګ لاره نوره ټينګوي، هغوی کله نه دي سرنډر شوي، که د مسلم باغ، ږوب او شېراني پېښې وګورې نو اندازه لګول يې اسانه ده، بل لوري ته په بلوڅو سيمو کې بلوڅ وسله وال خپل کاروايانې کوي، او هم داسې پوځي ادارې خپل عمليات کوي".

د شهزاده په خبره حکومت ته د اوسنيو حالاتو مخه نيولو لپاره د زور او عملياتو تر څنګ د واضحه خبرو اترو لاره خپلول ضروري ده.

د ږوب پر پوځي چاوڼۍ بريد د بلوچستان په پښتنې سیمو کې د روان کال له غټو پېښو څخه يوه لویه پېښه ده.

د مې پر 13مه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه مسلم باغ کې د ایف سي پر کېمپ وسلوال بريد کې د یو ولسي وګړي په شمول 6 د ایف سي عسکر وژل شوي وو، پوځ د پنځو برید ګرو د وژلو دعوه هم کړې وه. د دغه برید زمه واري هم د تحریک جهاد پاکستان په نوم ډلې منلې وه.

د مې پر 19مه په ږوب کې د جماعت اسلامي پر امیر سراج الحق ځانمرګي برید کې پنځه تنه ټپیان شوي وو.

د دې تر څنګ په کوټه او نورو شاوخوا پښتني سيمو کې پر پوليس ايف سي او ليويز بريدونه شوي چې پکې ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلوچستان د پاکستان او چين تر ميان د اربونو روپو اقتصادي پروژې سي پېک مرکز دی، پاکستاني چارواکي زياتره وخت دعوه کوي چې وسله والې ډلې د صوبې امنيت په خرابولو سره د ملک و معيشت ته نقصان رسول غواړي چې دوی به يې په هر قيمت مخه نيسي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG