لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې د بلوچستان لومړی زرغون بس سروس په رسمي توګه پیل شو 


Green Bus Service
Green Bus Service

د ګل/دوشنبې په ورځ د جولاي پر 17مه د بلوچستان په سرښار کوټه کې د ښاري ټرانسپورټي نظام د پياوړي کولو په موخه حکومت د ګرین يا زرغون بس سروس پرانيسته وشوه.

د ګرین بس په پرانست غونډه کې د بلوچستان چيف سيکرټري عبدالعزیز عقیلي خبریالانو ته وویل چې د ګرين بسونو دا لومړۍ مرحله دہ، ډېر ژر به شاوخوا شل نور بسونه هم د کوټې په بېلا بېلو سیمو کې د خلکو د اسانتیا لپاره پېل شي.

ګرین بس سروس پروژه د بلوچستان دحکومت له لوري د اتوؤ نوو او جدید بسونو پروژه ده چې د کوټې ښار په بېلا بېلا سیمو کې به په وړیا ډول د عادي ښاروالو لپاره د سهار له 7 څخه د ماښام تر 8 بجو چلېږ‎ي.

د پروژې ترمخه یوه سپارلۍ به له یوې خوا د سفر 30 روپۍ کرایه ادا کوي.


چارواکي وایي، یاد بسونه به له هرو پنځلسو دقیقو وروسته له بیوټمز پوهنتون بلېلي څخه د زرغون سړک، سرینا څلور لاري او بیا تر سریاب سړک تر بلوچستان پوهنتون کوټې پوري په 18 کلومېټره واټن کې چلېږي.

د بلوچستان چیف سېکرېټري د دې پروژې په پرانست غونډه کې وویل، یاد بسونه به یې د کوټې په هره سیمه کې چلول پېل کړي وو خو اوس مهال د بسونو د کمښت له کبله یواځي د کوټې د دوو پوهنتونو تر مینځ چلول کېږي.


په بسونو کې دننه د نارینه او ښځینه مسافرو سره سره د معذورہ کسانو د ناستې لپاره هم په جدید ډول سیټونه جوړ کړل شوي دي.

بل لوري په کوټه کې د پخواني بس ټرانسپورټ یونین غړو د احتجاج په توګه د بس چلولو څخه بایکاټ کړی دی.

د بس چلوونکي وايي، دوی به خپل بسونه په کوټه کې پر بېلا بېلو سیمو بسونه چلول خو د حکومت د نوو بسونو دې سروس سره له دوی څخه دا روزګار اخستل شوی دی.

بس چلوونکې نیوکه کوي چې د کوټې ښار په زیاتره سیمو کې سړکونه کنډ کپر دي، وايي د حکومت لومړۍ ذمه واري د سړکونو رغول دي او بيا وروستو پر هغې نوي بسونه چلول دي.

د بلوچستان چيف سيکرټري ويلي، د مقامي ټرانسپورټرانو د ګرین بس سروس اړ‎وند اندېښنې پر ځای دي خو په خبره یې له دوی سره د خبرو اترو له لارې دا مسلې حل کول غواړي.

عبدالعزیز عقیلی زیاته کړې، حکومت به په دویمه مرحله کې شل نور ګرین بسونه راولي او په هغې کې به هغه سیمې چې لومړۍ پروژه کې د ګرین بس سروس څخه بې برخي دي ،شاملې وي.

په یادو سیمو کې د هزار ګنجۍ، سبزل سړک، میان غونډۍ او هزاره ټاون سيمې شاملې دي.

د ګرین بس سرس پروژه د بلوچستان پخواني اعلا وزير جام کمال پیل کړې وه خو د بلوچستان اوسني حکومت یاده پروژه عملي کړه او د خلکو د اسانتیا لپاره یې ددې پرانسته وکړه.

د مالومات له مخې به په ګرین بس کې هره ورځ شاوخوا لس زره کسان سفر وکړي.

د بلوچستان حکومت اوسنۍ د پبلک ټرانسپورټ پروژه په داسي کې حال پيل کړې، چې په کوټه کې عادي خلک د ټرانسپورټ د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخامخ وي. خو ښاري خلک هيله لري، چې دې پروژې سره به د خلکو ټرانسپورټي ستونزې تر يو حده هوارې شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG