لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په هاوایي ایالت کې لګېدلی اور لا نه دی وژل شوی، مړي 80 ته ورسېدل او ممکن زیات شي


د امریکې په هاوایي ایالت کې درې ورځې وړاندې په ځنګل کې لګېدلی اور د دې ایالت په تاریخ کې په تر ټولو خطرناک قدرتي آفت باندې بدل شوی چې پکې تر اوسه 80 تنه مړه شوي دي.

رپوټونه وایي‌ د دې بېساري اور له کبله د جمعې تر ورځې پورې ټولې 2,200 ودانۍ او نورې اډاڼې زیانمنې شوې یا تباه شوې دي او 2,170 ایکړه مځکه سوځول شوې ده.

د هاوایي ایالت ماوي کاونټۍ د جمعې په شپه تایید کړه چې د مړیو شمېر 80 ته رسېدلی، خو ګورنر جوش ګرین وایي کېدای شي مړي زیات شي ځکه چې وایي د پلټنې او ژغورنې عملیات لا روان دي.

د روانې اوونۍ لګېدلي پراخ اور تر 1,000 زیاتې ودانۍ سوځولې او ایره کړې ده او په زرګونو خلک یې بې کوره کړي دي. د پولیسو ډلې له سپیو سره په کنډوالو کې په مړیو پسې پلټنه کوي.

چارواکي وایي د اور له کبله کورونه او ودانۍ دومره سوځېدلې دي چې له استوګنې وتلې دي او پر بیارغونه به یې څو کاله او په اربونو ډالر خرڅ لګېږي.

اسوسیېټیډ پرس خبري ایجنسۍ وایي په ځینو سیمو کې خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې خپلو سوځېدليو کورونو ته ورشي او خپلې تباه شوې زندګۍ له نیژدې وګوري.

رپوټونه وایي چې د ماوي کاونټۍ په ځینو برخو کې تر اوسه هم لا اور په بشپړه توګه نه دی وژل شوی او اوروژونکي یې د وژلو او قابو کولو هڅې کوي.

د هاوایي ایالت د اټارني جنرل یا لویې څارنوالې اني لوپیز دفتر اعلان کړی دی چې په ځنګله کې د اور لګېدو پېښې ته د غبرګون او له هغه وروسته شویو فیصلو او پالیسیو ته به هراړخیزه کتنه کوي.

مېرمن لوپیز په یو لیکلي بیان کې ویلي "زما اداره اراده لري چې په ځنګل کې تر اور لګېدو مخکې او د اور لګېدو په مهال په شویو فیصلو ځان پوه کړي او د دې کتنې نتایج له خلکو سره شریک کړي".

د رپوټونو له مخې په لاهاینا کلي کې خپور شوی اور تر اوسه هم لا بل دی او تر اوسه پورې 85 فیصده قابو کړل شوی دی. کاونټۍ مخکې ویلي وو چې د ټاپو په دوو نورو ځایونو کې لګېدلی ځنګلي اور 80 فیصده او 50 فیصده وژل شوی دی.

د دې ځنګلي اور له کبله په تېرو درو ورځو کې له شدیدې تباهۍ وروسته هم تر اوسه دا څرګنده نه ده چې آیا د سوځېدلیو کورونو ځینو اوسېدونکو ته تر هغه مخکې- چې د اور لمبې ور ورسېږي- خبر ورکړل شوی وو که نه.

په دې ټاپو کې بیړني سایرنونه یا ګنټۍ لګول شوې دي چې مقصد یې خلک له قدرتي آفتونو او نورو خطرونو خبرول دي، خو اوسېدونکي وایي چې دوی د اور لګېدو په وخت دغه ګنټۍ نه دي اورېدلې.

یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز او اسوسیېټیډ پریس خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG