لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خوراک نړیواله اداره د فنډ د کمي له کبله له دوه میلینه نورو افغانانو سره مرستې بندوي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک د نړیوالې ادارې مشره وایي روانه میاشت به له دوه میلینه نورو افغانانو سره خوراکي مرستې بندې شي او خبرداری یې ورکړی چې که فنډونه ختم شي نو په لرې پرتو سیمو کې به خلک د لږ خوراک له کبله د "ناورین" له ژمي سره مخ شي.

ډبلیو ایف پي په داسې وخت د نورو خوراکي مرستو د بندولو اعلان کوي چې له افغانستان سره د مرستو د کمښت خبرداری ورکول کېږي او ملګرو ملتونو د سږ کال د بشري مرستو د پلان په څلورو کې یوه برخه مرستې تر لاسه کړې دي.

تمه کېږي چې د خوراک د نړیوالې ادارې خوراکي او د نغدو پیسو مرستې به د اکوبر د میاشتې په پای کې ختمې شي او له دې سره به د روان کال تر پایه د هغو افغانانو شمېر 10 میلینه ته ورسېږي چې دا اداره ورسره د فنډ د کمښت له کبله مرستې ودروي.

ډبلیو ایف پي وایي‌ هغو سیمو ته هم د خوراکي مرستو لېږل محدود شوي چې په ژمي کې به ورته لاره نه کېږي، وایي که فنډونه زیات نه شي نو 90 فیصده لرې پرتې سیمې به له اړتیا سره سره له خوراکه محرومه شي.

په افغانستان کې د خوراک د نړیوالې ادارې مشرې شاووې لي رویټرز خبري ادارې ته ویلي، حتی د هغو سیمو خلکو ته به هم د ژمي د خراب موسم له کبله خوراکي مرستې ور نه شي چې لاسرسی ورته کېږي.

"دا یو ناورین دی چې موږ یې باید مخه ونیسو".

د افغانستان په څلورو کې درې برخې خلک دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري ځکه چې دا هېواد یوې خواته څلورو لسیزو جګړ ځپلی او بلې خواته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي هغه نړیوالې پرې بندې شوې دي چې امریکا له تېرو حکومتونو سره کولې.

هغه پرمختیایي مرستې چې له تېرو شلونو کلونو راهیسې د تېرو افغان حکومتونو لپاره لوی مالي ملاتړ ګڼل کېده د طالبانو پر حکومت له دې کبله بندې کړل شوې دي چې اکثره مشران یې د امریکا او ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې دي او د مرکزي بېنک شتمنۍ یې په بهر کې کنګل شوې دي.

د ملګرو ملتونو او نورو بشردوستانه چارو کې له کار کولو د منع کولو په ګډون پر ښځو د طالبانو بندیزونه د هغوی د حکومت په رسمي پېژندنه پکې لوی خنډ دی او د نړیوالو مرسته ورکوونکو ادارو مخه یې هم نیولې چې اوس یې خپل پام اکثر نورو بشري بحرانونو ته اړولی دی.

په افغانستان کې د ډبلیو ایف پي مشره شاووې لي د مرسته کوونکو ادارو په اړه وویل، "هغه څه چې زه یې له دوی سره په خپلو خبرو کې کوم، دوی ته وایم چې که هر څه وي موږ باید هغو کسانو ته پام وکړو چې ډېر [خوراکي مرستو ته] مجبوره دي."

نیژدې 20 فیصده هغه خلک چې له ډبلیو ایف پي سره په افغانستان کې مرسته کوي هغه ښځې دي چې د خپلو کورنیو مشري کوي. مېرمن لي وایي په ښځو باندې بندیزونه او اقتصادي بحران به د دوی د آمدن لارې هم بندې کړي:

"د دې بې کارۍ له کبله به ډېر زیات کمزوري خلک په ځانګړې توګه غریبې میندې او ماشومانو ډېر اغېزمن شي، ډبلیو ایف پي د هغو کسانو لپاره وروستۍ هیله ده چې بله لاره نه لري".

د خوراک د نړیوالې ادارې له خوا تر اوسه پورې یواځې درې میلینه خلک د خوراکي توکو مرستې تر لاسه کوي خو له اکتوبر وروسته کېدای شي دوی هم هیڅ تر لاسه نه کړي.

د ډبلیو ایف پي مشره شاووې لي وایي اداره یې د خوراکي مرستو د چمتو کولو او د مارچ تر میاشتې پورې پلان شوو منصوبې لپاره یو ارب ډالرو ته اړتیا لري.

یادونه:- د دې رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي‌ دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG