پېښور- د خېبر پښتونخوا په چترال سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو لخوا په پاکستاني پوځ له بریدونو وروسته د سوات د سېلګرۍ په یخه سیمه کالام کې هم ټي ټي پي خپل فعالیت ښودلی اؤ د غره په ګټو یې په څرګند ډول ځای پر ځای د خپل تنظیم نوم" ټي ټي پي" لیکلی دی.
په سوات کې د خبریالانو د سازمان یو مشر اؤ ځایي خبریال شهزاد عالم وایي، دوه شپې وړاندې د کالام په غرییزه سیمه کې د بیلابیلو کورونو په دروازو او د غره په ګټانو د وسله والې ډلې ټي ټي پي نومونه لیکل شوي وو.
ښاغلي شهزاد عالم وي او ای ډیوه ته ویلي اوس پولیسو، خفیه ادارو اؤ ځایي انتظامیې دغه لیکل وران کړي دي.
د پاکستان مشهور خبریال حامد میر د جمعې په ورځ په ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخواني ټویټر) ځېنې عسکونه خپاره کړي چې پکې لیدل کیږي د غره په ګټو په انګریزۍ کې "TTP" لیکل شوي.
تر دې دوه ورځې وړاندې د ملاکنډ ډویژن په چترال سیمه کې هم د پاکستاني طالبانو له لوري د پوځ په پوستو بریدونه شوي وؤ چې د پاکستان د پوځ د ویاندې ادارې له مخې په دغو بریدونو کې څلور پاکستاني عسکر اؤ 12 وسله وال وژل شوي وؤ.
پوځ پخپل بیان کې دعوه کړې وه چې دغه ترهګر په عصري وسلو سمبال وؤ اؤ د برید لپاره د افغانستان نه چترال ته را اوښتي وؤ.
د پښتونخوا د ملاکنډ ډويژن اړوند چترال اؤ سوات دواړه د سېلګرۍ یخې سیمې دي چې په هر موسم کې ورته په ګڼ شمیر سېلانیان ورځي.
خو په سوات کې بیا کالام هغه مشهوره د سېلګرۍ سیمه ده چې که په تېرو وختونو کې په ټول سوات کې طالبانو پرې خپلې پنجې کلکې کړې وې خو د کالام خلکو هغه وخت هم طالبان خپلې سیمې ته نه وؤ پریښي.
څېړونکی اؤ خبریال مشتاق یوسفزی وایي د کالام د خلکو روزګار اؤ د ژوند چارې په سېلګرۍ روانې دي اؤ هغوي به کله هم طالبان پخپله سیمه کې پرې نه ږدي.
په ایکس رسنۍ مشتاق یوسفزي لیکلي چې تر دې وړاندې طالبانو یو ځل مخکې هم په کالام د ورختلو ناکامه هڅه کړې وه اؤ هغوئ(طالبان) د کالام د خلکو د اتفاق اؤ اتحاد نه ښه خبر دي.
سیاسي فعالې مسرت زیب هم په کالام کې په ګټو اؤ دروازو د ټي ټي پي د نوم لیکنې عکسونه په ایکس رسنۍ خپاره کړي دي.
هغې لیکلي په دې حیرانه نه ده چې د ټي ټي پي لیکل شوې نښه په سوات کې لیدل شوې ده بلکې د حیرانتیا خبره دا ده چې دا لیکل په کالام کې لیدل شوي دي.
په کالام کې د طالبانو ددې تازه فعالیت په اړه وي او ای ډیوه د پولیسو د نظر معلومولو په موخه د سوات د پولیسو د مشر یا ډي پي او شفیع الله ګنډاپور سره د واټساپ له لارې د اړیکې نیولو هڅه وکړه اؤ هغه ته یې لیکلي اؤ غږییز پيغامونه هم ور ولیږل خو نوموړی په دغو پېغامونو غلی پاتې شو اؤ ډيوه ته یې هیڅ ځواب نه ویلو.
خبریال شهزاد عالم ډیوه ته وایي ، د سیمې پولیسو او انتظامي چارواکو ورته ویلي چې کالام کې د غره په ګټانو اؤ د خلکو په کورونو د ټي ټي پي نوم لیکلو کې طالبان نه بلکې ځینې داسې شر خوښي خلک شامل دي چې هغوي په خلکو کې ویره ترهه خورول غواړي.
شهزاد عالم زیاتوي، دا مهال په سوات کې پولیس اؤ خفیه ادارې متحرک یا فعالې دي اؤ یوه میاشت مخکې چې د مینګورې سبزي منډۍ ترڅنګ کوم دوه پولیس عسکر وژل شوي وؤ د هغوي وژونکی اوړمه ورځ د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو سره د فضاء ګټ په مقام په یوه نښته کې وژل شوی دی
سوات اؤ تندلاریتوب:
په کال2008م کې د پاکستان پوځ په سوات کې د ترهګرو پرضد د پراخې کچې عملیات کړي وؤ چې له امله یې د سوات نه په لکونو خلک بې کوره شوي وؤ اؤ هغه وخت پوځ اؤ حکومت په دغو عملیاتو کې د سوونو وسله والو د وژل کیدو اؤ ګڼو نورو د نیول کیدو دعوې کړې وې.
خو د تندلارو زیاتره مشران له دغو عملیاتو روغ وتلي اؤ افغانستان ته اوړیدلي وؤ چې د هغوي له جملې څخه یو مولوي فضل الله هم ؤ چې وروسته بیا د ټي ټي پي مرکزي امیر ټاکل شوی ؤ.
مولوي فضل الله په کال 2018م کې د افغانستان په کونړ ولایت کې بیا وروسته په یو ډرون برید کې وژل شوی ؤ.
پروسږکال د اګست په میاشت کې په سوات کې یو وارې بیا د طالبانو د راپورته کېدو اؤ په سړکونو د ګزمو کولو رپورټونه په مطبوعاتو کې مخې ته راغلي وؤ چې د هغې پرضد په سوات کې ولسي پاڅونونه هم شوي وؤ.
د ولس لخوا د طالبانو د بیا راڅرګندیدو پرضد له سخت مزاحمت ښودل کیدو وروسته د هغه وخت د پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر سیف ویلي وؤ چې دغه طالبان جګړې ته نه وؤ راغلي بلکې د طالبانو یو کمانډر سوات ته د خپلې ناروغه خور پوښتنې ته راغلی ؤ اؤ بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
خو هم په دغو ورځو شپو کې په سوشل میډیا داسې ویډیو ګانې مخې ته راغلې وې چې وسله والو په سوات کې د پوځ اؤ پولیس افسران تښتولي وؤ اؤ انتظامیې ورپسې د هغوي د خوشې کولو لپاره جرګې ورلیږلې.
په نزدې ورځو کې په سوات کې د پولیسو اؤ تندلارو تر منځ د نښتو ګڼ رپورټونه مخې ته راغلي دي.
سږکال په 24م اپرېل د سوات په سي ټي ډي پوليس سټېشن کبل کې چاودنې شوې وې چې پکې تر20 زیات پولیس وژل شوي او د 50 نه زيات ژوبل شوي وو.
د جون په اتمه نیټه د سوات د سرښار مینګورې په سبزي منډۍ کې د وسله والو په یو برید کې دوه پولیس عسکر اؤ یو د بینک ساتونکی وژل شوي وؤ.
Forum