لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغلان: جومات کې د وسله وال تن په ډزو ۱۱ تنان وژل شوي


د کال ۲۰۲۱ په دې تصویر کې د بغلان مرکز پلخمري ښار لیدل کېږي
د کال ۲۰۲۱ په دې تصویر کې د بغلان مرکز پلخمري ښار لیدل کېږي

سرچینې وایي د افغانستان په بغلان ولایت کې د یو جومات دننه د مامعلومه وسله والو په ډزو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت دا پېښه تایید کړې اؤ وایي په پېښه کې لس صوفیان وژل شوي.

سرچینې وایي دا پېښه د شورو یا پنجشنبې په شپه ناوخته د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې رامنځته شوې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند عبدالمتین قانع اې‌اېف‌ پي خبري اژانس ته ویلي، یو وسله وال تن د نهرین ولسوالۍ د یوې لرې سیمې د یو زیارت په مذهبي مراسمو کې پر صوفیانو ډزې کړې دي، چې له امله یې ۱۰ تنه وژل شوي دي.

وې او اې اشنا پخپل رپورټ کې د عیني شاهدانو له خولې ویلي د پنجشنبې په شپه ناوخته په زاړه نهرین کې د سید پاچا اغا په زیات کې یو شمیر کسان چې د تصوف لارویان وؤ، ذکر ته ورټول وؤ چې وسله وال تن پرې برید کړی دی.

نوموړي ویلي نور کله به دغه جومات کې عموماً تر ۳۵ؤ پورې کسان د ذکر یا حلقې لپاره ورټولېدل خو وایي په دې شپه د ۱۱ؤ پورې کسان ورټول شوي وؤ اؤ هغوي د جومات په یو ګوټ کې په ذکر بوخت وؤ چې یو نامعلومه تن پرې ډزې وکړې اؤ ټول یې ووژل.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن


د نقشبندي د وینا له مخې، له پیښې څخه د سیمې اوسیدونکي هغه مهال خبرشول، چې د جمعې د ورځې د سهار لمانځه لپاره خلک دغه جومات ورغلل.

عیني شاهدان وايي چې د طالبانو امنیتي ځواکونه سهار مهال د پیښې ځای ته ورغلي او پلټنې یې پیل کړي دي.

د سیمې د اوسیدونکو د معلوماتو پراساس، ددې پیښې ټول قربانیان د تصوف د طریقي پیروان وو.

په ټولنیزو شبکو کې دغې پیښې ته په منسوب شویو ویډیويي تصویرونو کې چې امریکا غږ ته هم رسیدلي، لیدل کیږي چې د پېښې قربانیان د عبادت پرمهال وژل شوي دي.

د سیمې د یو شمیر اوسیدونکو د ادعا له مخې، بریدکوونکي د برید پرمهال په پرمختللو او پرته له غږ وسلو سمبال وو، چې له همدې امله هغوی ددغه برید پرمهال ډزې نه دي اوریدلي.

د دغو شاهدانو د وینا له مخې، بریدګر د برید وروسته له سیمې تښتیدلي دي.

وي او اې اشنا د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له په اساس ویلي، د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت چارواکو ددغې سیمې له اوسېدونکو غوښتي وو، چې په دغه زیارت کې دې د ذکر د حلقې له ترتیبولو څخه ډډه وکړي.

تر دې وړاندې د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې په کابل کې د تصوف د پیروانو په جوماتو د شوؤ یو شمیر بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی وو.

(ددې رپورټ معلومات د اې ایف پي او وي او اې اشنا څخه اخستل شوي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG